طالب چارواکی: د هغه ټولنې به څه حال وي چې ښځې یې «یاغیانې» او ځوانان یې «فاسقان» وي

په کندهار کې د طالبانو د بهرنیو چارو رییس فض الحق شاکر په یوې غونډه کې ویلي، د هغه ټولنې به څه حال وي چې ښځې یې «یاغیانې او ځوانان یې فاسقان وي چې ږېرې خروي». نوموړي زیاته کړې، په دغه هېواد کې په تېرو شلو کلونو کې داسې ظلمونه وشول چې هیڅ د بښلو نه وو.
