په هلمند کې د فاطمه بیات د نسايي ولادي ۵۰ بستریز روغتون مسوولین او ډاکټران وايي، په دغه روغتون کې متخصص ډاکټران او طبي وسایل او تجهیزات کم، درمل نهشته او همداراز بودجه یې محدوده ده، خو دوی د خپلې بودجې د اندازې په تړاو څه نهوايي.
له دې سره سم، په دغه روغتون کې یو شمېر ناروغ لرونکي هم د ورته ننګونو یادونه کوي او وايي، د طالبانو عامې روغتیا وزارت باید دغه روغتون ته مسلکي او متخصص ډاکټران ولېږي او روغتون په پرمختللو طبي تجهیزاتو سمبال کړي، څو تر دې وروسته اړ نهشي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره کندهار او یا هم کابل ته ولېږدوي.
د دغو ناروغ لرونکو په وینا، د خلکو بېوزلۍ ته په کتو طالبان باید د درملو د برابرولو په برخه کې هم مرسته وکړي، ځکه د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي د ناروغۍ پر مهال د درملو د پېرلو وس نهلري.
له دې سره سم، د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي امانالدین منصور د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) په لښکرګاه ښار کې په فاطمه بیات نسایي ولادي روغتون کې د شته ستونزو د حل، د خدماتو د پراختیا، تمویل او تجهیز په تړاو له اړوندو مسوولینو سره غونډه وکړه.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې د فاطمه بیات روغتون پر اوسني وضعیت، روغتیايي خدمتونو، د ناروغانو د اړتیاوو او شته ننګونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې او امانالدین منصور په دې غونډه کې د متخصصو ډاکترانو کمښت، د طبي وسایلو او تجهیزاتو نشتوالی، د قابلو کموالی، د اکسېجن سیسټم نیمګړتیاوې او یو شمېر نورې تخنیکي او اداري ستونزې یادې کړې او ټینګار یې وکړ: «باید د یوې همکارې موسسې د جلب لپاره جدي هڅې وشي، څو د روغتون له فعالیتونو ملاتړ وکړي او د خدماتو کیفیت لوړ شي».
په خبرپاڼه کې راغلي: «د بحثونو او مشورو له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې د ولایت مقام په مشرۍ به یو ګډ پلاوی وټاکل شي، څو کابل ته سفر وکړي او هلته د اړوندو وزارتونو، ادارو او همکارو بنسټونو له مسوولینو سره د فاطمه بیات روغتون ستونزې شریکې او د حل لپاره یې لازم اقدامات تعقیب کړي».
د هلمند په مرکز کې د فاطمه بیات روغتون په اصل کې نسايي ولادي روغتون دی، خو پهکې د بېړني حالت، داخله، جراحي او نورې څانګې هم فعالې دي.