سهیل اپریدی: د عمران خان د خلاصون لپاره اسلاماباد ته د احتجاجي لاریون چمتووالی نیسو

د خېبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې له زندانه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون لپاره له سیاسي مشرانو سره خبرې روانې دي؛ ترڅو اسلاماباد ته د ګډ احتجاجي لاریون تګلاره جوړه شي.
نوموړي په مانسهره کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې دی د عمران خان د فکر پلوی دی او د هغه د عزت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی. هغه ادعا وکړه، چې پرضد یې سیاسي دسیسې روان دي؛ خو دی به له خپلې دندې لاس په سر نهشي.
هغه زیاته کړې، چې د عمران خان د خلاصون لپاره یې له عدلي او سیاسي لارو خپلو هڅو ته دوام ورکړی؛ خو اوس به د ګډې تګلارې له مخې د اسلاماباد لوري ته احتجاجي لاریون ترسره کړي.
نوموړي وویل، چې خېبر پښتونخوا د امنیتي ستونزو له امله د سختو حالاتو سره مخ ده او فدرالي حکومت باید د دغه ایالت اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي. په غونډه کې د تحریک انصاف مشرتابه هم وویل، چې دوی د عمران خان د خوشې کېدو تر وخته خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
