• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انتونیو ګوترېش: کډوالي بحران نه‌دی بلکې بحران په اصل کې د کډوالۍ د مدیریت څرنګوالی دی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۱

له قطر څخه کانګو ته د افغان پناه غوښتونکو د احتمالي لېږلو په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ویلي، کډوالي بحران نه‌دی، بلکې بحران د کډوالۍ د مدیریت څرنګوالی دی. بل لور ته امریکا غواړي چې شاخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي له قطر څخه کانګو ته ولېږدوي.

په قطر کې د افغان پناه غوښتونکو د ناڅرګند برخلیک او همداراز په امریکا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د روان وضعیت په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ویلي: «کډوالي په‌خپله بحران نه‌دی، بلکې بحران په اصل کې د کډوالۍ په مدیریت کې د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګډه ناکامي ده».

هغه زیاته کړې: «موږ د پولو، حکومتونو او ټولنو ترمنځ داسې همکارۍ ته اړتیا لرو، چې وښيي څو اړخیزه همکاري څنګه د کډوالو په ژوند او هغو ټولنو کې چې دوی یې پیاوړي کوي، ګټوره تمامېږي».

له دې سره سم، څه باندې ۶۰۰ پخوانيو امریکایي ملکي او پوځي چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه کړې، چې له قطر څخه کانګو ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد پلان لغوه کړي.

له ۶۰۰ ډېرو پخوانیو امریکايي چارواکو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد مخالفت کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د امریکا رسنیو په وینا، واشنګټن هوډ لري، چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي، چې ۴۰۰ یې ماشومان دي، له قطر څخه د کانګو ډیموکراټيک جمهوریت ته ولېږدوي، خو دغې پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پنجشير کې د تېر جمهوري نظام يو پوځي نيولی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۱

ځايي باخبره سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د (غویي ۱۰مه) د پخواني جمهوري نظام يو پوځي افسر عبدالقدير سکندري د پنجشير ولايت د مسګرانو په سيمه کې نيولی دی.

د سرچينو په وينا، عبدالقدير د جمهوري نظام پر مهال په نيمروز ولايت کې د افغانستان د پوځ د لوژستيک مدير و او وروسته یې پنجشير کې دنده لرله.

سرچينې زياتوي، نوموړی د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته په کابل کې اوسېده، خو د خراب اقتصادي وضعيت له امله اړ شو چې يوه مياشت وړاندې پنجشير ته کډه وکړي.

د دغو سرچينو په خبره، طالب ځواکونو له کوم دليل وړاندې کولو پرته عبدالقدير نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

تر دې وړاندې هم، په ځانګړي ډول په پنجشير کې، د پخوانيو پوځيانو د نيولو ورته پېښې څو ځله راپور شوې دي. يوناما په خپل وروستي درې مياشتني راپور کې ويلي، چې د ۱۴۰۴ کال له تلې میاشت څخه تر مرغومي مياشتې پورې لږ تر لږه ۱۴ د پخوانيو امنيتي ځواکونو غړي وژل شوي دي.

په دغه راپور کې همدارنګه د پخواني حکومت د چارواکو او پخوانيو امنيتي سرتېرو د ۲۸ خپل‌سرو نيونو او لږ تر لږه د اوو شکنجو يا ناوړه چلند پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د ۱۴۰۴ کال د سلواغې مياشتې په راپور کې ليکلي، چې د پخواني حکومت چارواکي او د امنيتي ځواکونو غړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له ايران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي، د هغو کسانو په ډله کې دي چې د طالبانو له خوا له ناقانونه وژنو، خپل‌سرو نيونو او بندي کېدو سره مخ شوي دي.

تر دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم ويلي وو چې طالبانو په پنجشير کې د دغه ولايت د خلکو پر ضد «ډله‌ييزه سزا» عملي کړې او دا کړنې د جنګي جرمونو بڼه لرلی شي.

دغه بنسټ په پنجشير کې د پراخو خپل‌سرو نيونو، شکنجو، ناوړه چلند او له محکمې پرته وژنو ګڼ موارد مستند کړي دي.

سارا اډمز: د ننګرهار په اچین کې د داعـ. ـش خراسان مالي شبکه لا هم فعاله ده

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د سي‌اې‌ای پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعـ. ـش خراسان څانګې د مالي کمېسیون په جوړښت او فعالیتونو تر اوسه د طالبانو د عملیاتو کوم څرګند اغېز نه دی لیدل شوی او د دغه ډلې مالي شبکه لا هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې فعاله ده.

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې د خپلې شپږمې ورځې ارزونې پر بنسټ ویلي، د داعش خراسان د مالي کمېسیون په رهبرۍ، پرسونل او تشکیلاتي جوړښت کې هېڅ تایید شوی بدلون نه دی ثبت شوی.

د هغې په وینا، دغه مالي کمېسیون چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې فعالیت کوي، لا هم د «عصمت‌الله خالوزي» مشهور په «قاري جمال» له خوا رهبري کېږي او «جعفر الخراساني» یې مرستیال دی.

سارا اډمز ویلي، ارزونې ښيي چې دا کمېسیون د ننګرهار له محدودې جغرافیې هاخوا د مالي انتقال او تسهیلاتو پراخې شبکې اداره کوي، چې کابل، کندهار، ترکیه او متحده عربي امارات هم پکې شامل دي.

هغې زیاته کړې: «د داعش خراسان د مالي کمېسیون په رهبرۍ او عملیاتي جوړښت کې هېڅ ښکاره ګډوډي نه تر سترګو کېږي.»

د سي‌اې‌ای پخوانۍ مامورې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبان تل ادعا کوي د داعش خراسان ډلې پر ضد یې پراخ عملیات کړي او د دغې ډلې فعالیتونه یې محدود کړي دي.

عباس عراقچي: تر هغو چې جګړه، محاصره او بندیزونه پای ته ونه رسېږي هُرمز تنګی به عادي نه شي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې امريکا او بحرين هڅه کوي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د هُرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د کښتيو د ازاد تګ راتګ په اړه يو پرېکړه‌ليک تصویب کړي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي دغه پرېکړه‌ليک «يو اړخيز او پاروونکی» بللی دی.

عراقچي په يوه ليک کې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د غړو هېوادونو مشرانو ته استول شوی، ويلي چې د هرمز تنګي اوسني محدوديتونه د ده په وينا د امريکا او اسراييل له خوا د ايران پر ضد د «تيري کوونکې، غيرقانوني او بې‌دليله جګړې» پايله ده.

هغه نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې بايد اجازه ورنه کړي څو امنيت شورا د ده په خبره د «تيري کوونکو هېوادونو» له خوا وکارول شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په خپل ليک کې ټينګار کړی، چې په هرمز تنګي کې به د بېړيو او سوداګريزو کښتيو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي حالت ته وګرځي، چې جګړه په دايمي ډول ودرول شي او د ايران پر ضد «غيرقانوني محاصره او بندیزونه» لرې کړل شي.

عراقچي دغه راز ويلي، چې په وړاندې شوې مسوده کې روايتونه «غوره شوي او جانبدارانه» دي او د سيمې د اوسني کړکېچ اصلي لاملونه له پامه غورځول شوي دي.

مریم سما: د طالبانو د ظلم پر ضد د هېواد د ازادۍ لپاره ګډه هڅه اړینه ده

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې مریم سما ویلي، هېڅ نارینه یا ښځینه د ټول جنسیت استازیتوب نه شي کولی او په همدې ډول هېڅ ښځه یا نارینه د ټول هېواد د خلکو استازیتوب نه شي کولای. هغې زیاته کړې، د طالبانو د ظلم پر ضد د هېواد د ازادۍ لپاره ګډه هڅه اړینه ده.

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې له خلکو غوښتي، چې په دې سختو شرایطو کې دې هر څوک د خپلو امکاناتو او وړتیاوو په اندازه د افغانستان د ازادۍ لپاره هڅې زیاتې کړي.

مریم سما ویلي، د طالبانو له «ترهګر رژیم» او «جنسیتي تبعیض» څخه د هېواد د خلاصون لپاره ګډ کار ته اړتیا ده او هر څوک باید خپلې هڅې څو برابره زیاتې کړي که څوک د دې هدف پر ضد کار کوي.

هغې ټینګار کړی: «د تورونو او شخصي شخړو پر ځای باید ټولې انرژۍ د هېواد د ازادۍ هدف ته وقف شي، ځکه له ظلم څخه د هېواد او خلکو خلاصون تر ټولو مهم کار دی.»

دغه پخوانۍ پارلماني غړې زیاتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې وضعیت د افغانستان د خلکو لپاره د سختو محدودیتونو او فشارونو سبب شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال: د خلکو په عریضو کې د «اصولي اجراتو» کلمه مه کاروئ

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال د ننګرهار ولایت لپاره د دغې ډلې له محاکمو د لیدنې په ترڅ کې د مرافعه محکمې عمومي رييس ته ویلي، تر لاس لاندې محاکمو ته د دوسیو د ارجاع پر مهال د «اصولي اجراتو» کلمه مه استفاده کوئ، بلکې باید ولیکئ چې له پلان سره سم «مشخص اجرات» وکړئ.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې محکمې د اداري مرستیال سخاالله سعید په مشرۍ یوه پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر موخه د محاکمو د چارو له ارزونې سربېره د مراجعینو دوسیو او موضوعاتو ته په کم وخت او اصولي ډول د رسېدو لارو چارو موندل په ګوته کړي دي.

نوموړي محاکم د «اسلامي نظام» مهمه برخه او د نظام اساسي رکن وباله او له اړوندو مسوولینو یې وغوښتل، چې خپلې پرېکړې په ټاکلي وخت په پوره دقت او غور سره وکړي.

هغه د ننګرهار لپاره د طالبانو د مرافعې محکمې رييس ته لارښوونه وکړه، چې تر لاس لاندې محکمو ته د خلکو عریضو او شکایتونو د ارجاع پر مهال د «اصولي اجراتو» کلمه دې نه‌کاروي او زیاته کړې یې ده: «د عريضې او شکايت د راتلو په صورت کې دې د مرافعه محکمې عمومي رييس صاحب اړوند ماتحت محاکمو ته د ارجاع پر مهال د اصولي اجراتو کلمه نه استفاده کوي؛ بلکې ورته دې وليکي، که د عارض په عريضه کې درج شکايت حقيقت ولري، په اړه يې له پلان سره سم مشخص اجرات وکړئ».

نوموړي د خلکو دوسیو ته پر ژر رسېدنې له ټينګار سربېره د مرافعه محکمې رييس ته سپارښتنه وکړه: «د هر هغه عمل څخه به ځانونه ساتئ، چې د محکمې يا د محکمې د غړو يا د قضيې د جانبينو د مايوسۍ او زړه ماتوالي سبب ګرځي».

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو پر محاکمو دا تور دی چې د خلکو قضایاوې ډېرې ځنډوي او د هغو په باور دا په خپله فساد ته د زمینې برابرول دي.