• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هرات ـ کندهار پر لویه لاره د مساپر وړونکي بس چپه کېدو مرګ‌ژوبله اړولې ده

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱

رسمي روغتیايي سرچینو د پنجشنبې په ماښام افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د هرات ـ کندهار پر لویه لاره د یوه مساپر وړونکي بس د چپه کېدو له امله «لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي». د یوې سرچینې په وینا، په دې پېښه کې د ۱۰ ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

ویل کېږي، چې د ټپیانو د لېږد لپاره له هرات ښار څخه د امبولانسونو ډلې د پېښې سیمې ته استول شوې دي. دغه ټرافیکي پېښه د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اړوند د خواجه رویان په سیمه کې رامنځته شوې ده.

په هغې ویډیو کې، چې د پېښې له ځایه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ښکاري چې یو شمېر خلک د شپې په تیاره کې د ټپیانو د ژغورلو هڅې کوي.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.

د هرات ـ کندهار لویه لاره وخت ناوخت د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهده وي. د همدې لړۍ په وروستیو پېښو کې، د تېر کال د لیندۍ میاشتې پر مهال د هرات د زاول ولسوالۍ پر لاره د ۳۰۲ ډوله مسافر وړونکي بس او فلان‌کوچ موټر د ټکر له امله ۱۰ تنه وژل شوي وو او ۱۲ نور ټپیان وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

رحمت‌الله نبیل: طالبان به یوه ورځ پای ته ورسېږي خو افغانستان به تلپاتې وي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل ویلي، افغانستان د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او نیابتي جګړو سره سره لا هم پر خپل ځای ولاړ دی او د هغه په وینا د طالبانو واکمني به هم یوه ورځ پای ته ورسېږي، خو افغانستان به تلپاتې وي.

نبیل په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، هغه کسان چې د افغانستان د له منځه تلو وړاندوینې کوي، باید لومړی له ځانه وپوښتي چې په سیمه کې کوم هېواد د قومي وېشونو پر بنسټ رامنځته شوی او د «ژورې ستراتیژۍ» د سیاست له لارې یې کلونه بې‌ثباتي نورو هېوادونو ته صادره کړې ده.

هغه ویلي: «تاریخ د افغانستان پر ضد له ناکامو دسیسو ډک دی، امپراتورۍ ړنګې شوې، زبرځواکونه شاتګ ته اړ شوي، پروژې ناکامې شوې او رژیمونه بدل شوي، خو افغانستان پاتې شوی دی.»

دغه پخواني استخباراتي چارواکي ټینګار کړی، که په سیمه کې کله د قومیت پر بنسټ د پولو او جغرافیایي وېش بحث عملي بڼه خپله کړي، نو افغانستان به لومړنی هېواد نه وي چې د خپلې جغرافیې په اړه اندېښنه ولري.

نبیل دا څرګندونې په داسې مهال کړې چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان د جغرافیایي او سیاسي راتلونکي په اړه د یو شمېر پخوانیو افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي بحثونه زیات شوي دي.

عاطف مشعل: د افغانستان په چارو کې نه لاسوهنه د سیمې د ثبات او ګډې هوساینې لپاره مهمه ده

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیرعاطف مشعل ویلي، د افغانستان د حاکمیت درناوی او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه د سیمې د ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډې هوساینې لپاره تر ټولو عملي او اغېزمنه لاره ده.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د هغو خبرو هرکلی کړی چې پکې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې غوښتنه کړې وه.

مشعل ویلي، افغانان د سیمې د یوه لرغوني ملت په توګه د متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب ارزښتونه ژور درک کوي.

هغه زیاته کړې، افغانستان د سیمې د نورو هېوادونو په څېر له خپلو کورنیو ستونزو سره مخ دی، خو د ده په وینا د دغو ستونزو دوامدار حل یوازې د افغانانو ترمنځ د تفاهم او د افغانانو په مشرۍ بهیر له لارې شونی دی.

نوموړي ټینګار کړی: «تاریخ څو ځله ثابته کړې چې بهرنی مداخله ستونزې لا پېچلې کوي، نه دا چې حل یې کړي.»

پخواني افغان سفیر ویلي، په داسې وخت کې چې سیمه له ګډو اقتصادي، امنیتي او جیوپولیټیکي ننګونو سره مخ ده، د همکاریو پراخول، باور جوړونه او د یو بل د حاکمیت درناوی تر ټولو اغېزمنه لار ده.

هغه همداراز ویلي، یو باثباته افغانستان کولی شي د سیمې د نښلېدنې، سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهم رول ولوبوي، په داسې حال کې چې بې‌ثباتي یې د سیمې پر ټولو هېوادونو اغېز کوي.

اناکلي هنریار: افغانستان د ښځو لپاره په «وینې تویونکي زندان» بدل شوی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې انارکلي هنریار ویلي، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو لپاره په «وینې تویونکي زندان» بدل شوی او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي.

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د محدودیتونو له لګولو وروسته، اوس د ښځو د وژنو پېښې هم زیاتې شوې دي.

اناکلي هنریار پوښتنه کړې: «په تېرو څو ورځو کې دا څویمه افغانه ښځه ده چې په بې‌رحمانه ډول وژل کېږي؟»

هغې د طالبانو د حکومت د امنیتي ادعاوو په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، په داسې ځای کې چې ښځې خوندي نه وي او عدالت شتون ونه لري، د سراسري امنیت ادعا بې‌معنا ده.

هنریار لیکلي: «طالبان د ټول هېواد د امنیت خبره کوي، خو په داسې ځای کې چې ښځو ته خوندیتوب او عدالت نه وي، امنیت نشته.»

دغه پخوانۍ پارلماني غړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو راپورونه خپاره شوي دي.

دولت شاه ولسوالي کې د ژوند سخت شرایط؛ اوسېدونکي د پراختیايي پاملرنې غوښتنه کوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱

د لغمان ولایت په لرې پرته او غرنیزه ولسوالۍ دولت شاه کې اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو وروسته د بنسټیزو پراختیايي پروژو نشتوالي او د اقتصادي فرصتونو کمښت د دوی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او دا سیمه له پرمختیايي پاملرنې لرې پاتې شوې ده.

د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی شاه منصور (مستعار نوم) چې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره یې خبرې کولې، وویل چې د جمهوریت پر مهال د جګړو او ناامنۍ له امله پراختیایي پروژې نه عملي کېدې، او اوس هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بیا رغونې کومه نښه نه تر سترګو کېږي.

هغه وویل: «په دولت شاه کې د طالبانو د جنګونو له امله پراختیایي پروژې نه کېدې، ناامني وه، اوس د طالبانو د واکمنۍ له امله دلته هېڅ ډول د بیا رغونې څرک نشته، امنیت شته خو موږ ته یې ګټه نشته، طالبانو ټوله توجه ښارونو ته اړولې او نمایشي کارونه ترسره کوي.»

نوموړي زیاته کړه، چې لرې پرتې ولسوالۍ له پراختیايي پاملرنې څخه پاتې دي او د خلکو د ژوند د اسانتیاوو لپاره اساسي پروژې نه پلي کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د لویو ښارونو ترڅنګ باید لرې پرتې سیمې هم د انکشافي پروژو برخه وګرځي، څو د خلکو د ژوند کیفیت ښه شي.

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی چې اوس په مرکز مهترلام کې د ورځ مزدورۍ کار کوي، د نوم له ښودلو پرته یې، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د خلکو اقتصادي وضعیت خورا خراب دی.

هغه وایي: «په دولت شاه کې خلک یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي، پخوا که ناامني وه خو خلکو ته له مختلفو لارو ډوډۍ رسېده، خو چې طالبان راغلي او امنیت شوی، نو خلک مړۍ ډوډۍ پسې حیران شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه: «زموږ په ولسوالۍ کې داسې ځمکې نشته چې خلک دې ترې کال سر غله دانه ترلاسه کړي، ځمکې کمې دي، کار نشته، ورځ مزدوري هم چاته نه پیدا کېږي، که چرته کار پیدا شي نو د یوې ورځ مزدورۍ لپاره به هم شل کسان واسطه کوې.»

د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د بنسټیزو خدماتو نشتوالی، د انکشافي پروژو کمښت، د کارموندنې محدود فرصتونه او د زیربناوو نیمګړتیاوې د خلکو ژوند ناهیلی کړی او اقتصادي وضعیت یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

دوی زیاتوي، د ژوند چارې په سیمه کې نږدې ټکنۍ شوې دي او ډېرې کورنۍ د عاید د برابرولو لپاره نورو ولایتونو ته د کار لټولو ته اړې شوې دي.

د لغمان ولایت په ختیځه برخه کې پرته دولت شاه ولسوالي د دغه ولایت له غرنیو او نسبتا لرې پرتو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، چې له کونړ او نورستان سره د غرنیو او دره‌ییزو سیمو له لارې نښلول شوې ده. دا ولسوالي د خپل جغرافیایي جوړښت له امله ډېره غرنیزه، د تګ راتګ له پلوه سخته او له مرکز څخه لرې پرته سیمه ده.

د سیمې اوسېدونکي عموما په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو د کرنیزې ځمکې محدودیت، د اوبو د مدیریت کمزورتیا او د زیربناوو نشتوالی د دې لامل شوی چې د خلکو عایدات محدود پاتې شي. ډېری کورنۍ د موسمونو له بدلون سره تړلې کرنه کوي او د کال د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لنډمهاله کارونو پر عاید متکي وي.

سیمه‌ییز اوسېدونکي وایي، د ژوند اساسي خدمات لکه روغتیايي اسانتیاوې، د سړکونو رغونه او د اوبو او برېښنا منظم سیستمونه لا هم د پام وړ پراختیا ته اړتیا لري. د دوی په وینا، د ولسوالۍ ډېری برخې د پراختیايي پروژو له پاملرنې پاتې دي او د خلکو ورځنی ژوند له اقتصادي ستونزو سره تړلی دی.

انتونیو ګوترېش: کډوالي بحران نه‌دی بلکې بحران په اصل کې د کډوالۍ د مدیریت څرنګوالی دی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۱

له قطر څخه کانګو ته د افغان پناه غوښتونکو د احتمالي لېږلو په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ویلي، کډوالي بحران نه‌دی، بلکې بحران د کډوالۍ د مدیریت څرنګوالی دی. بل لور ته امریکا غواړي چې شاخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي له قطر څخه کانګو ته ولېږدوي.

په قطر کې د افغان پناه غوښتونکو د ناڅرګند برخلیک او همداراز په امریکا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د روان وضعیت په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ویلي: «کډوالي په‌خپله بحران نه‌دی، بلکې بحران په اصل کې د کډوالۍ په مدیریت کې د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګډه ناکامي ده».

هغه زیاته کړې: «موږ د پولو، حکومتونو او ټولنو ترمنځ داسې همکارۍ ته اړتیا لرو، چې وښيي څو اړخیزه همکاري څنګه د کډوالو په ژوند او هغو ټولنو کې چې دوی یې پیاوړي کوي، ګټوره تمامېږي».

له دې سره سم، څه باندې ۶۰۰ پخوانيو امریکایي ملکي او پوځي چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه کړې، چې له قطر څخه کانګو ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد پلان لغوه کړي.

له ۶۰۰ ډېرو پخوانیو امریکايي چارواکو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد مخالفت کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د امریکا رسنیو په وینا، واشنګټن هوډ لري، چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي، چې ۴۰۰ یې ماشومان دي، له قطر څخه د کانګو ډیموکراټيک جمهوریت ته ولېږدوي، خو دغې پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.