خوست کې د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو تفریحي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه خصوصي شرکت له خوا د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عصري تفریحي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې. د طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي، چې دا پروژه د خپلواکۍ مینار ترڅنګ پر درې جریبه ځمکه پلې کېږي.
