• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو یوځل بیا په کابل کې د غلو ۲۳ کسیزه ډله نیولې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې ځواکونو د غلو یوه ۲۳ کسیزه ډله نیولې، چې د ښار له بېلابېلو سیمو یې د خلکو موټرسایکلونه غلا کول. یاد کسان له ۱۸ غلا شویو موټرسایکلونو سره یوځای نیول شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان له ۱۸ غلا شویو موټرسایکلونو سره یوځای نیول شوي دي.

د طالبانو د پنځمې امنیتي حوزې مسوولینو ویلي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د دوسیو له ترتیب وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د طالبانو سفیر د غم‌شریکۍ لپاره د شیخ ادریس کور ته ورغلی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۱

په پاکستان کې د طالبانو سفیر، محمد سردار احمد شکیب، د یو پلاوي په مشرۍ د شیخ محمد ادریس د وژل کېدو له امله د غم‌شریکۍ په موخه په چارسده کې د هغه کور ته ورغلی دی.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۱۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې شکیب د غمرازۍ پر مهال وویل، د مولانا شیخ ادریس وژل کېدل د دیني علماوو لپاره یوه ستره ضایعه ده او نوموړی یې د زرګونو زده‌کوونکو استاد وباله.

خبرپاڼه زیاتوي چې له نوموړي سره په پېښور کې د طالبانو جنرال کونسل حافظ محب الله شاکر هم مل و. پلاوي د مولانا ادریس کورنۍ، علماوو او شاګردانو سره ولیدل او خپله خواخوږي یې ورسره شریکه کړه.

مولانا محمد ادریس د جمعیت علمای اسلام ګوند له مهمو څېرو څخه و او د ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره یې نږدې اړیکې درلودې.

ادریس ترنګزی د سې شنبې په سهار د خیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان شول.

د دې برید مسوولیت داعش- خراسان منلی.

سرچینې: طالبانو د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره د بدخشان جرم ولسوالۍ ته ځواکونه استولي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره د بدخشان جرم ولسوالۍ ته له فیض‌اباد، بهارک او اشکاشم څخه ځواکونه استولي دي. د سرچینو په وینا، په بدخشان کې د طالبانو د والي مرستیال د ځايي نارضایتیو د کنټرول لپاره د جرم ولسوالۍ خستک کلي ته تللی.

په بدخشان کې یو شمېر ځایي طالبانو، چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نه غوښتل نومونه یې خپاره شي، د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۱۷مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په بدخشان کې د طالبانو د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو د پاڅون او نارضایتونو د مهارولو لپاره د جرم ولسوالۍ د خستک کلي د دره‌کلان غرنیو سیمو ته تللی دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې جمال‌الدین حقجو د خستک کلي په دره کې له یو شمېر جنګیالیو سره حضور لري.

حقجو د بدخشان د جرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

سرچینو ویلي چې طالبانو هغه د سیمې له پېچلتیاوو سره د بلدتیا له امله دې سیمې ته استولی دی.

د ځایي سرچینو د راپور له مخې، په دې کلي کې د طالبانو یو شمېر وسله‌والو مخالفانو د دې ډلې پر وړاندې د جګړې اعلان کړی او غرونو ته ختلي دي.

یوې باخبره سرچینې ویلي چې په وروستیو ورځو کې لږ تر لږه د طالبانو ۳۰ تنه مخالف وسله‌وال د دې کلي په لوړو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. د هغه په وینا، په دې موده کې یو شمېر نور ناراض کسان هم د طالبانو له مخالفې ډلې سره یوځای شوي دي.

سرچینې وايي چې له واکه د محلي ځواکونو لېرې کول، د کانونو پراخ استخراج، د بدیل معیشت له برابرولو پرته د کوکنارو د کروندو له منځه وړل په بدخشان کې د نارضایتیو د زیاتېدو لامل شوي دي.

بدخشان په وروستیو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې د مخالفت مرکز پاتې شوی دی.

د طالبانو په لیکو کې د بدخشان ګڼ شمېر طالبان موجود دي او یو شمېر یې ددې ډلې جګپوړي غړي دي.

د ماریا سلطان څرګندونو ته د سپنتا غبرګون: زموږ د خلکو اراده تر اتومي بمونو ډېره ځواکمنه ده

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنگین دادفر سپنتا د پاکستان د دفاع وزارت د پخوانۍ سلاکارې ماریا سلطان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانانو اراده له اټومي وسلو هم پیاوړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان د بېلتونپالنې او ترهګرۍ له کړکېچونو سره مخ دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتاد پنجشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۷مه د پاکستان د دفاع وزارت د پخوانۍ سلاکارې او د سویلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ (SSASI) مشرې ماریا سلطان څرکندونو ته په غیر مستقیم ډول پر خپل اېکس ولیکل، چې « موږ د پاکستان له خلکو سره سوله ییز ژوند غواړو، خو زموږ د خلکو اراده تر اتومي بمونو ډېره ځواکمنه ده».

سپنتا وايي، چې پاکستاني مشران باید دا په یاد ولري، چې افغانستان لرغونی هېواد دی او خلکو یې له خپلې خاورې په ځان او زړه له تیریګرو او استعمارګرو سره مقابله کړې ده.

هغه ویلي، « موږ د هر قوم او ژبې خلک د همدې سپېڅلې خاورې په نوم ژوند کوو».

سپنتا په خپل غبرګون کې ویلي چې د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل نه دی چې استعماري ځواکونه او د هغوی ملاتړي د افغانستان د وېش خوبونه ویني. هغه زیاته کړې، «کله چې د افغانستان نوم او موجودیت له ګواښ سره مخ کیږي، افغانان به دښمن ته وړ ځواب ور کړي او په دې کې هیڅ شک مه کوئ».

هغه په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې افغانستان د نسلونو د قربانیو او وینو په بدل کې جوړ شوی او د هېواد د ساتنې لپاره لویې قربانۍ ورکړل شوې دي.

د سپنتا په وینا، د افغانستان د یووالي او موجودیت په اړه هېڅ شک نه شته او د خلکو اراده به د هر ډول بهرنیو فشارونو پر وړاندې پیاوړې پاتې شي.

له دې وړاندې د پاکستان د سویلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ (SSASI) مشرې ماریا سلطان ادعا کړې وه، چې افغانستان په اوسني سیمه‌ییز بدلېدونکي وضعیت کې ممکن خپله «جغرافیا او موجوده بڼه» له لاسه ورکړي.

هغې له پاکستاني خبریال حسن خان سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې ښایي په راتلونکي کې افغانستان د اوسني جوړښت په څېر یو واحد دولت پاتې نه شي.

هغې افغانستان «د سرحدي سیمو یوه ټولګه» بللې چې ددې په وینا، د حیاتي اقتصادي او ټولنیزو اړیکو شریانونه یې له ګاونډیو هېوادونو سره تړلي دي.

د هغې په وینا، د افغانستان په جوړښت کې له مرکز څخه د واټن یا له مرکزه تېښتې تمایلات ژورې ریښې لري او د ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا له پولو سره نږدې ولایتونه له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره تر مرکزي حکومت زیات اقتصادي او تجارتي اړیکې لري.

خو د شنونکو به باور، دا په داسې حال کې ده، چې خیبر پښتونخوا ایالت تر ډېره په تجارت او فرهنګي او تاریخي اړیکو کې پر افغانستان متکي دی او د پاکستان پنجاب ایالت هم له هند سره خپلې ځانګړې اړیکې پالي او دا د سرحدي سیمو دود اړیکې دي.

ماریا سلطان د پاکستان له دفاع وزارت سره د غیرنظامي ستراتېژیکې سلاکارې په توګه کار کړی او د برادفورډ پوهنتون او د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون له علمي مرکزونو سره هم تړاو لري.

پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د قومي جرګو له لارې د اوربند د هوکړو هرکلی کړی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وایي، اسلام‌اباد د قبایلي سیمو د مشرانو او د افغان قومي مشرانو ترمنځ د شویو دوو هوکړو او اوربند هرکلی کوي.

طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د غویي۱۷مه، د باجوړ- کونړ او چترال-نورستان په سیمو کې د دواړو غاړو د مشرانو د هوکړې په اړه وویل: «دا پرمختګونه د هرکلي وړ دي او ښيي چې د دواړو خواوو خلک د سولې غوښتونکي دي».

د اندرابي په وینا، دغه هوکړې د باجوړ او کونړ او همدا راز د چترال او نورستان د سیمو د قبایلي مشرانو ترمنځ شوې دي، چې پکې د اوربند ټینګښت او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لارو د بیا پرانیستلو پرېکړه شامله ده.

د نورستان ولایت قومي مشرانو د وري میاشتې په وروستیو کې، وروسته له هغه چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې د دوو میاشتو لپاره تړلې وې او خلک د قحطۍ او لوږې له خطر سره مخ شوي وو، د چترال په سیمه کې له قومي مشرانو سره وکتل او وروسته دواړو خواوو د اوربند هوکړه وکړه.

وروسته د کونړ د سرحدي سیمو قومي مشرانو هم د باجوړ له مشرانو سره خبرې وکړې او د اوربند هوکړې ته سره ورسیدل. په دغو دواړو هوکړو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو دواړو اړخونو رضایت شامل ښودل شوی دی.

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱

باخبره سرچینې وایي چې د طالبانو او ایران ترمنځ د یوه موبایل اپلیکیشن د جوړولو په برخه کې همکاري پیل شوې، چې هدف یې په افغانستان کې د انټرنېټ د کاروونکو څارنه بلل کېږي. دغه اپلیکیشن د سمارټ موبایلونو او انټرنېټي وسایلو معلومات د طالبانو د استخباراتي څار له سیسټمونو سره نښلوي.

افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینو ویلي، دغه اپلیکیشن داسې تخنیکي وړتیا لري چې د سمارټ موبایلونو او له انټرنېټ سره تړلو وسایلو معلومات د طالبانو د استخباراتي څار سیسټمونو لپاره د کشف وړ وګرځوي.

سرچینې زیاتوي چې دا اپلیکیشن د څار پرمختللي امکانات لري او کولی شي د کاروونکو حساس معلومات لکه د اوسېدو ځای، د اړیکو لیست، پیغامونه، د انټرنېټ د لټون تاریخچه او د وسایلو تخنیکي معلومات راټول او تحلیل کړي.

د لندن د سایبر امنیت کارپوهانو خبرداری ورکړی چې داسې مشکوک اپلیکیشنونه د کاروونکو شخصي معلومات په پټ ډول راټولولی شي. د دوی په وینا، دا خطر په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې زیات وي چې د ډیجیټل حریم د خوندیتوب قوانین پکې کمزوري یا محدود وي.

په ورته وخت کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس رییس هدایت‌الله هدایت ویلي چې د ملي راډیو ټلویزیون له خوا د کیبورډ سافټویرونه هم جوړ شوي دي.

راپور زیاتوي چې دا ډول اقدامات ښيي چې د طالبانو اړوندې ادارې په تدریجي ډول د سافټویر جوړونې او ډیجیټل ټکنالوژۍ برخو ته داخلېږي، څو د خلکو پر معلوماتو او انلاین فعالیتونو د څار او کنټرول ظرفیت زیات کړي.

کارپوهان وایي، د ایران اسلامي جمهوریت له تجربو څخه په دې برخه کې ګټه اخیستل کولی شي د شخصي حریم د خوندیتوب او د وګړو د شخصي معلوماتو د ساتنې په اړه جدي اندېښنې لا زیاتې کړي.