طالبان وایي په بغلان کې دامهال ۷۷ لویې او کوچنۍ تولیدي کارخونې فعالیت لري

په بغلان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد نعیم همکار وایي، دامهال د دغه ولایت په کچه ۷۷ لویې او کوچنۍ تولیدي کارخونې فعالیت لري چې پهکې شاوخوا ۷زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
