ملګري ملتونه: په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې د درېیمې پرلهپسې میاشتې لپاره هم لوړې شوې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې په تېر اپرېل میاشت کې د نړۍ په کچه د خوراکي توکو بیې د درېیمې پرلهپسې میاشتې لپاره لوړې شوې دي. د یاد سازمان په وینا، د ایران جګړې له امله رامنځته شوې کډوډي په ځانګړې توګه د غوړیو بیې په بېساري ډول لوړې کړې دي.
