امریکا په ایران کې پر ځینو موخو غچ اخیستونکي بریدونه تایید کړل

د امریکا مرکزي قوماندانۍ وايي، چې امریکایي ځواکونو د هرمز تنګي له لارې په عمان سمندر کې د درېیو امریکایي جنګۍ بېړیو پرمټ د ایران د توغندیزو، ډرون او کوچنیو کښتیو بریدونه شنډ کړي او بیا یې په یاد هېواد کې د دغه بریدونو پر اصلي سرچینو هم بریدونه کړي دي.
