• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت‌الله وایي خلک دې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې ملا هبت‌الله دغه ولایت ته د سفر پر مهال په لښکرګاه ښار کې د عیدګاه جومات جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده. نوموړي له خلکو غوښتي، چې د عامه تاسیساتو په ساتنه او پالنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رسمي خبرپانې خپرېدو وړاندې په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده نن جمعه دغه ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي په دغه سفر کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوې لويې عیدګاه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.

د طالبانو په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې په جومات د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د ملاهبت‌الله ترڅنګ د طالبانو نورو ولایتي چارواکو په هم ګډون درلود.

ملاهبت‌الله په خپله وینا ،د عیدګاه جومات د جوړولو چارې پیلول د هلمند لپاره یو مهم او تاریخي ګام بللی او زیاته کړې یې ده: « د عیدګاه جوړېدل به د دیني شعایرو د عظمت ترڅنګ د ولس ترمنځ د یووالي او ورورولۍ فضا هم لا پیاوړې کړي».
هغه د خپلو خبرو پر مهال خلک یووالي، اتحاد او اتفاق ته راوبلل او ویې ویل، چې په عیدګاه کې به په معیاري ډول د لمونځ کوونکو لپاره پراخ او منظم ځایونه، د اوداسه اسانتیاوي، منظم تاسیسات، مجهز پارکینګ او نور اړین خدمات شتون ولري.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله په داسې حال کې د خلکو ترمنځ د یووالي خبره کوي، چې په ټولو ادارو کې ګمارنې یوازې د طالبانو د غړیتوب پر اساس کېږي او پرته له ملا څخه بل څوک د مسلکیتوب له مخې پر دولتي څوکیو نه ګمارل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

سندونه: په کابل کې دولتي ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د پوهنې وزارت یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، ښيي چې په کابل کې دولتي ښوونځي د ښځینه او نارینه ښوونکو له کمښت سره مخ دي. طالبانو سپارښتنه کړې چې د دې ستونزې راکمولو لپاره په هر ټولګي کې د زده‌کوونکو شمېر ۴۵ او د ښوونکو درسي ساعتونه دې په اوونۍ کې ۲۳ ته لوړ شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت یو مکتوب چې لس ورځې وړاندې د کابل د پوهنې ریاست ته لېږل شوی دی، پکې راغلي، چې ددې ستونزې د حل لپاره کمیټې جوړې شوې او په ۱۴۰۴ کې د تنقیص امله له شپږو زرو زیات بستونه د کابل د ښوونځیو تنقیص شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت وړاندیز له مخې په کابل کې د هلکانو او نجونو ښوونځیو زده کوونکي دي سره یوځای شي او د تدریس ساعتونه دې زیات شي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې د هلکانو او نجونو په لومړني ښوونځیو کې دې ښوونکي د اړتیا له مخې جلا جلا وګمارل شي.

په مکتوب کې راغلي هغه ښځینه ښوونکې چې په لرو سیمو کې خپلو دندو ته پر وخت نه شي رسېدلی، پر ځای دې یې نارینه ښوونکي وګمارل شي.

دغه راز په پام کې ده چې په ۱۴۰۵ کال کې د ښوونکو د اړتیا له مخې، پرته له دې چې واټن په پام کې ونیول شي، ښوونکي له یوه ښوونځي بل ته تبدیل شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د وړاندیز له مخې، د نويو ښوونکو د استخدام لپاره د ښووني او روزني د معنیت د معیارونو پر اساس ونیول شي.

همدراز د طالبانو پوهنې وزارت وړاندیز کړی، چې د کابل د پوهنې په ریاست کې دې د لسو د تدریسي شبعو لپاره یو کس د اجیر په توګه په دنده ګمارل شي ترڅو چارې په سمه توګه پرمخ لاړې شي.

د کابل د دولتي ښوونځیو مسولینو افغانستان انټرنشنل ته ویل، چې د کابل د پوهنې په ریاست کې له شپږو زرو زیاتو بستونو د تنقیص څخه وروسته یاد ریاست د ښوونکو له کمښت سره لاس او ګرېوان دی.

تروسه د دې راپور په اړه د طالبانو د پوهنې وزارت کوم غبرګون نه دی ښودلی.

واک ته د طالبانو د بیاځلي رسېدو سره دې ډلې د لګښتونو راکمولو لپاره په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې شل سلنه تنقیص عملي کړ خو د طالبانو نږدې پنځه کاله د واکمنۍ له پوره کېدو سره بیا هم د پوهنې وزارت کې د ښوونکو معاشونه ځنډیږي.

د طالبانو په روانه واکمنۍ کې دې ډلې د عصري زده کړو په پرتله دیني زده کړو ته پاملرنه زیاته کړې ده او د ښوونځیو پر ځای یې زرګونه نوې مدرسې جوړې کړي دي.

د سیدالشهدا ښوونځي زده‌کوونکې د یاد ښوونځي د خونړي برید په تړاو د خپلواکې پلټنې غوښتنه کوي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ د کابل په لوېدیځ کې د سید الشهداء د نجونو پر ښوونځي برید کې تر ۸۵ ډېر کسان ووژل شول. له یادې پېښې ژوندۍ پاتې شوې زده‌کوونکې ثریا محمدي د برید د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې د خپلواکې او رڼې پلټنې غوښتنه کړې ده.

هغې ويلي، چې دغه بريد د نجونو د زده‌کړو پرضد و؛ خو دغه ډول کړنې به افغان نجونې له زده‌کړو ترلاسه کولو راونه ګرځوي او د هغوی اراده به کمزورې نه‌کړي. د نوموړې په خبره؛ د برید درد لاهم د قربانیانو له کورنیو او ژغورل شویو کسانو سره ژوندی دی او د عدالت غوښتنه نه‌ده پوره شوې.

د ۱۴۰۰کال (د غویي ۱۸مه) د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدا نجونو ښوونځي ته نږدې لومړی یو موټر بم چاودنه وشوه او وروسته دوه نورې چاودنې هم وشوې، چې له امله یې تر ۸۵ زیات کسان ووژل شول. د راپورونو له مخې؛ د یاد برید ډېری قربانیان نجونې زده‌کوونکې وې.

لاتراوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی؛ خو د پخواني افغان حکومت چارواکو د یاد برید پړه پر طالبانو اچولې وه. خو طالبانو بیا دغه تور رد کړی و.

د انار ګل مشاعره یو وار بیا د طالبانو د مشر ستاینې او د جګړې پر تبلیغاتو راڅرخېده

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱

کندهار کې تېره شپه د انار ګل مشاعره ترسره شوه؛ هغه ادبي غونډه چې پخوا به په‌کې د انار ګل، وطن، ټولنیزو موضوعاتو او ولسي احساساتو اړوند شعرونه وړاندې کېدل؛ خو د وروستیو کلونو په څېر سږکال هم د طالبانو د مشر ستاینې او د حکومتي وفادارۍ د تکراري پیغامونو تر سیوري لاندې ترسره شوه.

په یاده مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو، د طالبانو د حکومت چارواکو، دیني عالمانو او فرهنګي کسانو ګډون کړی و؛ خو د غونډې ګڼې ویناوې، شعرونه او تمثیلي ټوټې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د اطاعت، د هغه د فرمانونو د ستاینې او د اسلامي نظام د بقا پر محور راڅرخېدې.

طالب چارواکي شاعرانو ته: «د امیر اطاعت ته خلک راوبولئ»

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي شېر احمد حقاني د یادې مشاعرې پرمهال شاعرانو او لیکوالانو ته په خطاب کې وویل، دوی مکلف دي د اسلامي نظام د دفاع او ستاینې لپاره شعرونه ولیکي.

هغه وویل: «شاعران مکلفیت لري، چي د اسلامي نظام د توصیف او دفاع لپاره شعرونه ولیکي. په شعرونو کې هغه اسبابو ته اشاره وکړي، چي د نظام د بقا، استحکام او ثبات لامل ګرځي».

حقاني زیاته کړه، چې شاعران باید خلک د طالبانو د مشر اطاعت ته وهڅوي او د هغه فرمانونه تشریح کړي. هغه دا هم وویل، چې د طالبانو دښمنان ښايي د فرصت په پیدا کېدو سره غچ واخلي؛ نو ځکه باید د یووالي او د نظام ساتنې لپاره کار وشي.

د مشاعرې تر ټولو جنجالي برخه د کندهار د علماوو شورا د غړي مولوي عبدالهادي ابوالخالد خبرې وې، چې ځوانان یې د عصري وسایلو پرځای د وسلو اخیستو او جهاد ته د چمتووالي لپاره وهڅول.

هغه وویل: «ځوانان دې صورت او سیرت اصلاح کړي او د اتیا زره افغانیو د ټېلیفون پرځای دې راکټ او نورې وسلې واخلي او هر وخت د جهاد لپاره چمتو واوسي». نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې ځوانان باید د وسلې استعمال زده کړي او ځانونه د جهاد لپاره چمتو کړي.

د هغه په خبره: «ځوانان دې اعداد وکړي، جهاد، ټوپک او د وسلې استعمال دې زده کړي او د دې ترڅنګ دې قراني علوم زده کړي؛ ترڅو راتلونکی یې امن او د اسلامي نظام تر چتر لاندې واوسي».

ابوالخالد شاعرانو، لیکوالانو او ترنم ویونکو ته هم سپارښتنه وکړه، چې په خپلو شعرونو او لیکنو کې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه وستايي او تشریح یې کړي.
شعرونه هم د طالبانو د مشر او نظام ستاینو ته ځانګړي شوي وو

په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو خپل شعرونه د طالبانو د مشر، د اوسني‌ حکومت او د طالبانو د پخوانیو مشرانو په ستاینه کې ولوستل.

یو شاعر وویل:

«هر یو فرمان دې را اخیستی دی له دینه سلام

امیرالمومنینه سلام»

بل شاعر بیا د طالبانو نظام د قربانیو پایله وبلله او ویې ویل:

«دا نظام په قربیانو دی راغلی، په بې شمېره ککریو دی راغلی

دا نظام د ملا عمر مرحوم ارمان دی، دا نظام تابع د دین او د قران دی»

د شعرونو عمومي منځپانګه د طالبانو د نظام مشروعیت، د یادې ډلې د مشر اطاعت او د اسلامي نظام د دوام پر تبلیغ راڅرخېده؛ هغه څه چې د ګڼو فرهنګي او ادبي فعالانو په باور د ادبي غونډو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

د مشاعرې پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو پر ګډونوالو د موبایل له لارې د ویډیو اخیستلو بندیز لګولی و او هیچا ته اجازه نه ورکول کېده، چې د غونډې ویډیو ثبت کړي. د سرچینو په وینا؛ دغه محدودیت د دې لپاره وضع شوی و، چې د غونډې ټول جزییات او څرګندونې په ازاد ډول خپرې نه‌شي.
انار ګل مشاعره چې پخوا به د ولسي ادب، شاعرۍ او فرهنګي تبادلې یو مهم سمبول ګڼل کېده، اوس د نیوکه کوونکو په باور تر ډېره د طالبانو د سیاسي او اېډیالوژیکو پیغامونو د خپرولو پر یوه منبر بدله شوې ده.

کریم خُرم د ماریا سلطان څرګندونو ته: پاکستان هڅه کوي د افغان هویت او تاریخ ضد تبلیغات وکړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خُرم د پاکستان د دفاع وزارت د پخوانۍ سلاکارې ماریا سلطان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان هڅه کوي د افغان هویت او تاریخ پرضد تبلیغات وکړي.

هغه ویلي، پاکستان د افغانستان پر ضد خپل سیاسي، فرهنګي او تبلیغاتي فشارونه زیات کړي دي. نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي: «د خلکو د پراخو غبرګونونو له امله مې د ماریا سلطان مرکه واورېده. د مرکې یوه برخه د طالب چارواکو او د هغوی د شتمنیو په اړه وه، چې خپله باید ورته ځواب ووایي؛ خو ځینې نورې څرګندونې یې د هر افغان د غبرګون غوښتنه کوي».

نوموړي د ماریا سلطان هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې افغانستان به په راتلونکو سیمه‌ییزو بدلونونو کې خپله جغرافیه له لاسه ورکړي او یا دا چې افغان ملي هویت په نامه څه نه‌شته.

عبدالکریم خُرم ویلي، افغانستان یو تاریخي هېواد دی چې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوی او پیاوړی شوی؛ نه داسې یو مصنوعي جوړښت لکه پاکستان چې د سیاسي پرېکړو پربنسټ رامنځته شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان په وروستیو کې د افغانستان پر وړاندې تهاجمي دریځ خپل کړی؛ د پوځي بریدونو، د افغان کډوالو اېستلو او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د «غلا» هڅې یې د همدې سیاست برخه دي.

د نوموړي په وینا؛ د ماریا سلطان تحلیلونه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له دریځونو سرچینه اخلي او د روان تبلیغاتي فشار یوه برخه ده. هغه ادعا کړې، چې د ایران د جګړې له پیل سره پاکستان دغه ډول تبلیغات لازیات کړي دي.

هغه ویلي، پاکستان باید درک کړي چې افغان هویت او افغان ملتپالنه یو تاریخي حقیقت دی او د تکراري تبلیغاتو له لارې نه‌شي له‌منځه تلای. هغه ټینګار وکړ، چې د افغان نوم او هویت په اړه د پاکستان اندېښنه د دغه هېواد د کورنۍ ناامنۍ او بې‌باورۍ څرګندونه کوي.

نوموړي د ماریا سلطان ځینې څرګندونې، په ځانګړي ډول د «سایکس پیکو» تړون او «وستفالیا» معاهدې په اړه، «ناسمې او نامسلکي» وبللې او ویلي یې دي، چې دغه ډول څرګندونې د یوه خپلواک څېړنیز تحلیل پرځای د ورکړل شویو دریځونو تکرار ښکاري.

له دې وړاندې د پاکستان د سویلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ (SSASI) مشرې ماریا سلطان ادعا کړې وه، چې افغانستان په اوسني سیمه‌ییز بدلېدونکي وضعیت کې ښایي خپله «جغرافیه او شته بڼه» له لاسه ورکړي.
هغې له پاکستاني خبریال حسن خان سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې ښایي په راتلونکي کې افغانستان د اوسني جوړښت په څېر یو واحد دولت پاتې نه‌شي.

له تخصصه تر واسطې؛ د طالبانو ادارې د نامسلکي ګومارنو په منګولو کې

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ناورین، اداري کمزورتیا او د عامه خدمتونو له جدي ستونزو سره مخ دی، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم له کندهار پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال اعلان کړی چې د پوهنتون یوشمېر محصلین به دولتي ادارو ته د مامورینو په توګه معرفي شي.

نوموړي ویلي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان به تر ارزونې وروسته په دولتي ادارو کې په دندو وګومارل شي؛ خو د دغه اعلان ترشا د عامو خلکو په منځ کې تر ټولو لویه پوښتنه دا ده، چې د پخوانیو تجربه لرونکو او مسلکي مامورینو برخلیک به څه وي؟
خلک وايي، هغه کسان چې کلونه یې د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې تجربه ترلاسه کړې وه اوس یا له دندو شړل شوي، یا ګوښه شوي او یا هم د داسې کسانو له‌خوا ځای ناستي شوي چې نه مسلکي تجربه لري او نه هم د ادارې له اصولو سره بلد دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان په ګڼو دولتي ادارو کې د پراخو بدلونونو لړۍ پیل شوې ده. سلګونه تجربه لرونکي مامورین له دندو لرې کړای شوي او پر ځای یې د طالبانو غړي، خپلوان، جنګي ملګري او هغه کسان ګومارل شوي چې تر ډېره د «شناخت او وفادارۍ» پربنسټ ټاکل شوي دي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی او پخوانی دولتي مامور چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، اوس د دولت ګڼې ادارې د مسلک پربنسټ نه؛ بلکې د واسطې او اړیکو پر بنسټ اداره کېږي. هغه وايي: «پخوا که څه هم ستونزې ډېرې وې؛ خو بیا هم په ادارو کې متخصص کسان پر دندو بوخت وو. اوس داسې کسان پر څوکيو ناست دي، چې ان د ادارې ابتدایي اصول نه پېژني؛ یوازې ځکه مقرر شوي چې طالبان دي یا د کوم قوماندان خپلوان دي».

د خلکو له نظره؛ د طالبانو په حکومت کې د نامسلکي ګومارنو یوه تر ټولو ډېره یادېدونکې بېلګه د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ده. نیوکه کوونکي وایي، چې د دغه وزارت مشرتابه د مخابراتو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو په برخه کې هیڅ زده‌کړې نه‌لري؛ خو بیا هم د مهمې ادارې مشري ورسپارل شوې ده.

د کندهار پوهنتون یو استاد په دې اړه وایي: «کله چې د مخابراتو په څېر حساس وزارت ته داسې کسان راوستل کېږي، چې له ټېکنالوژۍ سره ابتدایي بلدتیا هم نه‌لري؛ نو له ادارې به څنګه د پرمختګ تمه وشي؟ نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي انقلاب پر لور روانه ده؛ خو دلته لاهم د جنګي سابقې پر اساس وزیران ټاکل کېږي».

هغه زیاتوي، چې د تخصص نشتوالی یوازې په یوه وزارت پورې محدود نه‌دی؛ بلکې د روغتیا، مالیې، پوهنې، ښار جوړونې او نورو ادارو په کچه هم ورته ستونزې شته. خلک شکایت کوي، چې اوس په دولتي ادارو کې د دندې تر ټولو مهم شرط «جنګي سابقه» او طالبانو ته وفاداري ده؛ نه لوړې زده‌کړې او مسلکي وړتیا.

د کندهار پوهنتون یو فارغ شوی ځوان منیر احمد وایي: «موږ کلونه زده‌کړې وکړې؛ خو اوس راته ویل کېږي چې تجربه نه‌لرئ. بل خوا داسې کسان مقررېږي، چې نه پوهنتون پېژني او نه کمپیوټر کارولای شي یوازې ځکه مقرر شوي چې له طالبانو سره یې په جګړه کې برخه لرله».

د اداري چارو یوشمېر شنونکي باور لري، چې د نامسلکي کسانو پراخې ګومارنې د افغانستان د ادارو د فلج کېدو اصلي لامل ګرځېدلې دي. د دوی په وینا؛ په ګڼو ادارو کې د طالبانو د قوماندانانو، وزیرانو او چارواکو خپلوانو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې په دې کار سره د خلکو کارونه ورځ تر بلې له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.

خلک باور لري که د مسلکي کسانو د شړلو او نامسلکي افرادو د ګومارلو لړۍ همداسې روانه پاتې شي؛ نو نه یوازې به اداري نظام لا کمزوری شي، بلکې افغانستان به د علم، تخصص او پرمختګ له نړۍوال کاروان نه نور هم شاته پاتې شي.