د نیمروز ټلوېزیون په هغې خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې دغې رسنۍ په فرانسه کې د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه خپل رسمي فعالیت پیل کړی دی.
د نیمروز ټلوېزیون مسوولان وایي، چې دا رسنۍ د یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالانو په نوښت رامنځته شوې او د ژورنالېزم مسلکي اصولو، د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د ازاد لاسرسي او د خلکو د غږ انعکاس ته ژمنه ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیمروز ټلوېزیون غواړي د هغو خلکو غږ پورته کړي، چې په افغانستان کې د رسنیزو محدودیتونو له امله د اورېدو لږ فرصت لري. دې رسنۍ یادونه کړې، چې په افغانستان کې خپلواکې رسنۍ له پراخو فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي او میلیونونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
نیمروز ټلوېزیون ویلي، چې هڅه به وکړي د خبرونو، لیکنیو راپورونو او تحلیلي مطالبو له لارې خپلواک، رښتینی او مسلکي روایتونه خپاره کړي. دغې رسنۍ همداراز د فرهنګي او ژبني تنوع، انساني ارزښتونو او بشري حقونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
د نیمروز ټلوېزیون د څرګندونو له مخې، دغه رسنۍ اوسمهال خپل مطالب د رسمي وېبپاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې د خبرونو، لیکنیو راپورونو او تحلیلي محتوا په بڼه خپروي.
په افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر مهال د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنیز چاپېریال سخت محدود شوی دی. د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي یا یوناما په یوه راپور کې راغلي، چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له ګواښونو، خپلسرو نیونو، ناوړه چلند، قضايي تعقیب او د ورځني کار له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو څار سازمان هم ویلي، چې طالبانو د خبریالانو په نیولو او شکنجه کولو، د راپور ورکولو پر محدودولو او د خبرخونو په چارو کې د مستقیمې لاسوهنې له لارې د افغانستان رسنیز چاپېریال سخت کمزوری کړی دی.
د ژوندو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز هم د هېواد په لږ تر لږه ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی دی.