په پښتونخوا کې د ډرون څرخکې په برید کې ۸ کسان ټپیان شوي

د خیبرپښتونخوا سويلي ولسوالۍ بنو کې په يو ډرون بريد کې د څلورو ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي. پېښه د جمعې په شپه رامنځته شوې ده.

د خیبرپښتونخوا سويلي ولسوالۍ بنو کې په يو ډرون بريد کې د څلورو ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي. پېښه د جمعې په شپه رامنځته شوې ده.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، پېښه د منډان پوليسو مرکز اړوند سیمه کې رامنځته شوې او په پېښه کې ټپي شوي کسان د بنو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د روغتون چارواکو وويل، ټپيانو کې د شپږو او څلورو کالونو عمر لرونکو ماشومانو په ګډون دوه نورې ښځې او څلور تنه نارینه شامل دي.
امنیتي سرچینو وويل، د پېښې وروسته یې سیمه کلابنده کړې او د لټون عمليات یې پيل کړي دي.
په دې وروستيو کې د خيبرپښتونخوا په جنوبي ولسواليو او قبايلي سيمو کې دغه ډول ډرون بريدونه ډیر شوي، او اکثر له پکې عام ملکي وګړي هدف ګرځي.

په نړیواله کچه د انرژۍ د بحران سره یو ځای په پاکستان کې د تیلو بيې لا نورې لوړې کړای شوې دي. د دغه هېواد د پټرولیم وزارت د ډیزلو په یوه لیتر کې ۱۵ پاکستانۍ کلدارې او د پټرولو په هر لیتر کې ۱۴،۹۲ پاکستانۍ کلدارې لوړوالی اعلان کړې دی.
د پاکستان د پټرولیم وزارت دغه نوې بيې د جمعې په شپه (د غويي ۱۸مه) اعلان کړې او نن د (شنبې، غويي ۱۹مې) څخه به په ټول پاکستان کې د يو ليتر ډيزل بيه ۴۱۴ روپۍ او ۵۸ پیسې او د یو لیتر پټرول بیه ۴۱۴ روپۍ او ۸۴ پیسې وي.
د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ويلي، پاکستان ته د ايران څخه تيل قاچاق کيږي، او تر اسلام اباد پورې پټرول پمپونو کې د ايران تېل په ګرانه بيه پلورل کيږي.
هغه د جمعې په ورځ رسنیو سره خبرو کې وويل، «ايران کې نن هم د پاکستانيو روپو په حساب په اته روپۍ ليتر تيل پلورل کيږي، هغه تيل چې دلته (پاکستان) ته راشي په ۲۲۰ روپۍ پلورل کيږي، دا ډېره لويه لوبه ده او ډېر لوی خلک پکې لاس لري».
هغه زياته کړه، د کوټې په بازارونو کې د ايران هر ډول توکي ترلاسه کيږي، په دې کې خلک په اربونو روپو ګټه کوي.
پاکستان کې هره اوونۍ د پټرول او ډیزلو نوې بيې اعلانيږي. پاکستاني کې حکومتي چارواکي وايي، د تېلو بیې په منځي ختیځ کې د روانې شخړې له امله په نړۍواله کچه لوړېدو سره دلته بيې لوړوي.
د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو وروسته پاکستان څو ځلي د تېلو بیې لوړې او راټيټې کړې او د حکومت دغه چاره د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
د سياېاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، د داعـ. ـش خراسان څانګه د خپل مشرتابه، پوځي، قضایي، تبلیغاتي او مالي جوړښتونو په کچه لا هم په بشپړ ډول فعاله او باثباته ده. د هغې په وینا، پر دغه ډلې کې د طالبانو د عملیاتو له امله د پام وړ ګډوډۍ نه دي رامنځته شوي.
نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د داعش خراسان «اصلي حاکمتي جوړښت» په ټولو مهمو برخو کې، لکه مرکزي شورا، نظامي شورا، د فتوا او قضایي شورا، د رسنیو او تبلیغاتو کمیسیون او مالي کمیسیون، لا هم پر خپل ځای او فعال پاتې دی.
هغې لیکلي: «د اووه ورځنۍ ارزونې پر مهال هېڅ دوامداره ګډوډي د طالبانو د عملیاتو له امله نه ده لیدل شوې، یوازې محدود بدلونونه د پاکستاني اقداماتو له امله رامنځته شوي دي.»
سارا اډمز په خپلو ورځنیو ارزونو کې ویلي، د دې ډلې شمېر هم د تېرو میاشتو په اوږدو کې زیات شوی او له شاوخوا ۶ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې وسلهوالو ته رسېدلی، پرته له دې چې نور بهرني جنګیالي په کې شامل شي.
د هغې په وینا، د داعش خراسان د مرکزي شورا مشرتابه په خپل حال پاتې دی او د نظامي شورا جوړښت کې هم یوازې محدود بدلونونه ثبت شوي، چې په کې یو کس د پاکستاني ځواکونو له لوري د نیول کېدو وروسته له دندې لېرې شوی دی.
نوموړې زیاته کړې، د فتوا او قضایي شورا کې هېڅ جوړښتي بدلون نه دی راغلی او د تبلیغاتو برخه کې یوازې د یوې مشرۍ بدلون د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو له امله رامنځته شوی دی.
د مالي چارو په اړه سارا اډمز ویلي، دا برخه هم د عصمتالله خالوزي په مشرۍ او د جعفر الخراساني په مرستیالۍ لا هم بشپړه فعاله ده.
هغې په پای کې ټینګار کړی، چې د داعش خراسان ټول تشکیلاتي جوړښتونه په مجموعي ډول عملیاتي ثبات لري او هر هغه ګډوډي چې لیدل شوې، د طالبانو پر ځای د پاکستاني عملیاتو پایله ده.
د جمعيت علمای اسلام «ف» ګوند سناتور عطاالرحمان د پاکستان سنا کې وویل، په خيبر پښتونخوا کې «موږ ځانونه خوندي نه ګڼو». هغه د تحريک انصاف ګوند پر ایالتي حکومت نيوکې وکړې، چې «نااهله» دی او د «واکمنۍ حق» یې له لاسه ورکړی دی.
د جمعيت علمای اسلام «ف» ګوند سناتور عطاالرحمان د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) د دغه هېواد په سنا کې وويل: «په رڼا ورځ په چارسده کې مولانا ادريس وويشتل شو. هغه دومره ماهره کسانو ووېشتو، چې په ګاډي کې ناستو څلورو کسانو کې نور ټپيان شوي خو يوازې مولانا ادریس پهکې ووژل شو».
هغه وويل، د پېښې په بله ورځ «موږ لاريون کولو، خو انتظامیې هڅه کوله چې موږ منع کړي».
هغه زياته کړه، هره اونۍ له داسې خواشينونکو پېښې سره مخ کيږو، «دا هيواد په کوم لور روان کړل شوی دی، موږ په خيبرپښتونخوا کې هره ورځ جنازې اوچتوو او اوس له دغه کار سره اموخته شوي يو».
سناتور عطاالرحمان زیاته کړه: «که زموږ ځواکونه موږ خوندي نهشي ساتلی نو بيا دوی اجازه لري چې پر مونږ مسلط پاتې شي»؟
هغه په خيبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف پر حکومت هم نيوکې وکړې، چې په خپله ۱۳ کلنه دوره کې د مصونیت پر امنځته کولو نهدی بریالی شوی او په باور یې، یوازنی کار یې دا دی چې پر «فدرالي حکومت» پړه واچوي.
د خیبرپښتونخوا حکومت لا تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو څه نهدي ویلي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر یا ایاېسپيار ویلي، د خیبر پښتونخوا په ټانک او ډېره اسماعیل خان ولسوالیو کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال پنځه وسلهوال وژل شوي، خو دا چې دوی ته پهکې زیان اوښتی او که څنګه څه نهدي ویلي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه عملیات د مې د اوومې او اتمې نېټې ترمنځ د وسلهوالو د موجودیت د معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې لهمخې، په ټانک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال څلور وسلهوال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو بل وسلهوال په ډېره اسماعیل خان کې د جلا عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
پاکستاني پوځ ویلي، چې له دغو وسلهوالو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
پوځ په خپله خبرپاڼه کې دغه وسلهوال د «هند له ملاتړه برخمن» بللي، خو د دې ادعا په اړه یې کوم شواهد نهدي وړاندې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په سیمه کې د نورو احتمالي وسلهوالو د موندلو لپاره چاڼیز عملیات هم روان دي.
د پاکستان پوځ دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ او وسلهوالو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي.
پاکستاني سناتورانو په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدونکو جرمونو په اړه اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دغو پېښو له عاملینو سره تر نیونې وروسته جدي او قانوني چلند وکړي. په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۷۰ ښځې د ناموسي وژنو په لړ کې وژل شوې دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور لهمخې، په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بحث وروسته له هغې پیل شو، چې د بلوچستان سناتورې نسیمې احسان د سند په ټنډو مستي سيمه کې د ناموسي وژنو په لړ کې د يوې بلې ښځې روبینه چانډیو د وژل کېدو موضوع راپورته کړه.
هغې وويل: «روبینه چانډیو په سند کې ووژل شوه. هغې ته نه جنازه ورکړل شوه او نه هم کفن». د هغې په وینا، یاده ښځه د خلکو په مخ کې په ډزو سره وژل شوې، خو د پېښې د رامنځته کېدو د کره نېټې په تړاو یې څه ونهویل.
نسیمې احسان زیاته کړه: «په دې ظالمانه وژنه کې ښکېل مجرمین باید په عام محضر کې اعدام شي».
سره له دې چې په پاکستان کې د ناموسي وژنو پر وړاندې په ۲۰۱۶ کال داسې قانون تصویب شو، چې پر بنسټ یې، د وارثانو لهخوا د بښنې اختیار یې لغوه کړی، خو بیا هم «ناموسي وژنې» دوام لري.
د پاکستان د سناتورانو د غونډې مشرې شیري رحمان هم په نننۍ غونډه کې (جمعه د غويي ۱۸مه) دا وضعیت «ډېر ځوروونکی او د نه منلو وړ» وباله. هغې وویل، چې هېواد د «ناموسي وژنو، جنسي تېریو او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د نورو بڼو د خطرناک زیاتوالي» شاهد دی. د دې قضیو زیاتوالی د ژورې اندېښنې وړ دی. موږ نهشو کولای اجازه ورکړو چې دا ډول وحشت عادي شي».
په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون د راپور لهمخې، په دغه هېواد کې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ناموسي وژنو په لړ کې لږ تر لږه ۴۷۰ ښځې د خپلو نږدې خپلوانو لهخوا وژل شوې دي. د کمېسيون په کلني راپور کې دا ستونزه د جنسیت پر بنسټ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي تر څنګ «ژوره او پراخه» بللې ده.