زېلېنسکي د جمعې ورځې په ناوخته (د غويي ۱۸مه) په درې جلا اېکس پوسټونو کې ویلي، روسي ځواکونو د جګړې په لومړۍ کرښه کې بریدونه، ډرون کارونه او هوايي حملې زیاتې کړې او په وینا یې، اوکرایني ځواکونو هم ورته غبرګون ښودلی دی.
هغه ویلي: «موږ روسانو ته یو روښانه او منطقي دریځ نیولی، د هغوی کړنې به ورته ځواب وویني».
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، چې د جګړې راتلونکی وضعیت به تر ډېره د روسیې په اوسنیو اقداماتو پورې تړلی وي.
زېلېنسکي د اوکراین دنیپرو ښار ته د سفر پر مهال له هغو سرتېرو سره هم لیدلي، چې په جګړه کې ټپیان شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
هغه ویلي، ټپیانو سرتېرو ته یې د اوکراین د دولت مډالونه او ستاینلیکونه ورکړي او د روغتون له طبي کارکوونکو یې هم د جګړې د قربانیانو د ژغورنې او درملنې له امله مننه کړې ده.
نوموړي ویلي: «د همدې خلکو د هڅو له امله هره ورځ زموږ د مدافعینو ژوند ژغورل کېږي».
زېلېنسکي همداراز د اوکراین د شلم پوځ قول اردو له قومندانۍ څخه لیدنه کړې او هلته یې له هغو پوځیانو سره کتلي، چې د دنیپرو پېتروفسک سیمې د اشغال شویو برخو د بېرته نیولو په عملیاتو کې برخه لري.
د اوکراین ولسمشر ویلي، په دې لیدنه کې یې د جګړې د وضعیت، د پوځ د پیاوړتیا، د جګړهییزو کنډکونو د تمویل، تجهیزاتو او د بېلابېلو ډرونونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
هغه ټینګار کړی، چې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین د منځني واټن بریدونو اغېز ډېر شوی او پوځ ته د نورو پرمختللو وسایلو برابرول اړین دي.