• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لبنان ولسمشر: اسراییل دې اوربند ته درناوی وکړي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د لبنان ولسمشر جوزف عون د اروپایي ټولنې هغه پلاوي ته چې لبنان ته یې سفر کړی و، ویلي چې اروپايي هېوادونه باید پر اسراییل فشار راوړي څو اوربند ته درناوی وکړي.

د این بي سي نیوز د راپور له مخې، عون ویلي اسراییل باید د هغو کلیو د کورونو له «چاودنو او ویجاړولو» ډډه وکړي چې د اسراییل تر اشغال لاندې سیمو کې موقعیت لري.

د لبنان ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې هېواد یې اوربند ته ژمن دی، څو د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي او اوسنی کړکېچ پای ته ورسېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او نړیوالې هڅې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي حل‌لارې د موندلو لپاره دوام لري.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د یوې اوونۍ پر مهال نږدې ۵۰۰ افغان کډوال نیول شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱

د ایران د یزد ولایت پولیسو ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۴۹۹ افغان کډوال نیولي دي. د یزد د امنیې قوماندان احمد نګهبان ویلي، دغه کسان د «ټولنیز امنیت د پیاوړتیا» د طرحې په چوکاټ کې نیول شوي دي.

هغه د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس «مهر» سره په خبرو کې ویلي، نیول شوي کسان د قانوني مراحلو او له هېواده د ایستلو لپاره کمپونو ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو کې، په ایران کې د جګړې له پیل وروسته د افغان کډوالو د ایستلو راپورونه لږ شوي وو، خو اوس د نیونو او ایستلو لړۍ یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې ښکاري.

ایران تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په بې‌سارې توګه چټک کړی و، او دا لړۍ په ځانګړي ډول د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ورځنۍ جګړې وروسته نوره هم چټکه شوه.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، تېر کال له یو میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې په هغوی کې داسې کسان هم شامل وو چې یا په ایران کې زېږېدلي وو او یا یې هلته لسیزې ژوند کړی و.

سید عباس عراقچي: د امریکا کړنو د ډیپلوماسۍ بهیر ته زیان رسولی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، دامریکا له لوري په فارس خلیج کې «تاوتریخوالی رامنځته کول» او د اوربند نقض د ډیپلوماسۍ بهیر ته زیان رسولی دی.

عراقچي ویلي، د ډیپلوماټیکو هڅو د پرمخ بیولو لپاره اړینه ده چې «غیرقانوني اقدامات» ودرول شي.

بل لور ته، اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې هاکان فیدان له عراقچي سره د دې لپاره اړیکه نیولې وه څو د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو وضعیت و ارزوي.

د اناتولي د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې دواړو وزیرانو د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو مذاکراتو اوسنی پړاو څېړلی دی.

تر اوسه د دغه ټلیفوني خبرې د نورو جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا تماس داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او احتمالي تفاهم لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

افغان الاصله رابعه نسیمي د لندن د محلي شورا ټاکنو کې بریا خپله کړه

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱

افغان الاصله مېرمن رابعه نسیمي د بریتانیا د کارګر ګوند له لوري د لوېدیځ لندن د محلي شورا په ټاکنو کې له ۱۲۰۰څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو بریالۍ اعلان شوې ده.

د رسمي پایلو له مخې، د لوېدیځ لندن په اکتون سیمه کې د کارګر ګوند درې نوماندانو د محلي شورا څوکۍ وګټلې. په دغو بریالیو نوماندانو کې رابعه نسیمي د ۱۲۰۷رایو په ترلاسه کولو د خپل ګوند دویمه بریالۍ نومانده وه.

په دې ټاکنیزه حوزه کې سټپن اوون ډونلي له ۱۲۲۹رایو او هیټیش ټیلور له ۱۱۲۳رایو سره نور بریالي نوماندان وو.

رابعه نسیمي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، هغه مهال چې پنځه کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښود او بریتانیا ته کډواله شوه.

نوموړې وروسته د لندن له ګولډسمیت پوهنتون څخه د ټولنپوهنې په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ او بیا یې دلندن له اقتصاد او سیاسي علومو په پوهنتون کې په همدې برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړې بشپړې کړې.

اغلې نسیمي دا مهال دکمبریج په پوهنتون کې د ټولنپوهنې په برخه کې د دوکتورا زده‌کړې کوي، چې تمرکز یې د دویم نسل کډوالو، هویت، وطن او ژبې پر موضوعاتو دی.

امریکا: د لبنان او اسراییل تر منځ دویمه غونډه به راتلونکې پنجشنبه ترسره شي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امریکا به د راتلونکې پنجشنبې او جمعې په ورځو د اسراییل او لبنان تر منځ د دوه ورځنیو خبرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. د امریکا ولسمشر د اسراییل او لبنان تر منځ د تېرې دورې خبرو مشري پر غاړه درلوده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو راتلونکو خبرو کې به د یوې هر اړخیزې سولې او امنیتي هوکړې پر لور پرمختګ وشي او ورسره به دوه اړخیزې بنسټیزې اندېښنې په اساسي ډول حل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د دې خبرو موخه دا ده، چې د تېرو دوو لسیزو له ناکامو کړنلارو څخه په پرېکنده ډول لاره جلا شي؛ ځکه هغو کړنلارو ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړې وه، چې خپلې ریښې ټینګې کړي، ځانونه بډایه کړي، د لبنان د دولت واکمني کمزورې کړي او د اسراییل شمالي پوله له خطر سره مخ کړي».

د خبرپاڼې له‌مخې، د راتلونکې اونۍ په خبرو کې به د یوې تلپاتې سولې او امنیتي ترتیباتو، په ټوله خاوره کې د لبنان د حاکمیت د بشپړې اعادې، د پولو د ټاکلو او په لبنان کې د بشري مرستو او بیا رغونې لپاره د عملي لارو جوړولو لپاره یو چوکاټ رامنځته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دواړو لورو ژمنه کړې، چې د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره به په دغو خبرو کې ګډون وکړي او امریکا به هڅه وکړي، چې دغه ګټې په داسې ډول سره همغږې کړي، چې د اسراییل لپاره تلپاتې امنیت او د لبنان لپاره حاکمیت او بیا رغونه تضمین کړي.

نوموړي څرګنده کړې، واشنګټڼ پر دې باور دی، چې هر اړخیزه سوله د لبنان د دولتي واکمنۍ په بشپړې اعادې او د حزب‌الله په بشپړې بې‌وسلې کولو پورې تړلې ده، چې د امریکا له‌خوا یو بهرنی «ترهګریز سازمان» پېژندل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اسراییل او لبنان تر منځ له لومړي پړاو لنډ مهاله اوربند وروسته هم اسراییل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او له امله یې لسګونه لبنانیان وژل شوي دي.

خوړو او کرنې سازمان: د انرژۍ لوړو بیو او د ایران جګړې په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) ویلي، د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د نړۍ د خوراکي توکو بیې د درېیمې پرله‌پسې میاشتې لپاره لوړې شوې دي.

یاد سازمان د جمعې په ورځ (د غویي ۱۸مه) ویلي، دا زیاتوالی تر ډېره د انرژۍ د لګښتونو د لوړوالي او په ایران کې د جګړې له امله رامنځته شویو اختلالاتو پورې تړاو لري.

د سازمان د «خوراکي توکو د بیو شاخص» چې په نړیوال بازار کې د خوراکي توکو د بیو میاشتنی بدلون ارزوي، ښيي چې د اپرېل په میاشت کې د خوراکي توکو بیې د مارچ په پرتله ۱،۶سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه لوړې شوې دي.

د راپور له مخې، د نباتي غوړو بیې د مارچ په پرتله ۵،۹سلنه زیاتې شوې او د ۲۰۲۲کال د جولای له میاشتې وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.

دغه شاخص همداراز ښيي چې د وریجو نړیوالې بیې ۱،۹سلنه لوړې شوې دي. ایف ای اوویلي، د «اندیکا» او خوشبویو وریجو د بیو لوړوالی د تولید او بازارموندنې د لګښتونو له زیاتېدو سره تړاو لري، چې د خامونفتو او اړوندو توکو د بیو له لوړېدو وروسته رامنځته شوی دی.

د راپور له مخې، د غلو دانو بیې ۰،۸سلنه او د غوښې بیې ۱،۲سلنه زیاتې شوې دي، خو د لبنیاتو بیې ۱،۱سلنه او د بورې بیې ۴،۷سلنه راټیټې شوې دي.

د ایف ای اومشر اقتصادپوه مکسیم ټیرورو ویلي، سره له دې چې د هُرمز تنګي بحران د نړیوالو اکمالاتي لارو پر بهیر اغېز کړی، خو د نړۍ د خوړو او کرنې سیستمونو لا هم خپل انعطاف ساتلی دی.

هغه زیاته کړې، چې د غلو دانو بیې تر اوسه یوازې په منځنۍ کچه لوړې شوې دي، ځکه لا هم له پخوانیو فصلونو څخه کافي زیرمې او عرضه موجوده ده. خو د نباتي غوړو بازار له سخت فشار سره مخ شوی، ځکه د نفتو د بیو لوړوالي د بایوفیول یا حیاتي سون توکو تقاضا ډېره کړې ده.

د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې که څه هم د غلو نړیوال بازار لا هم مناسب عرضه لري، خو د بازار راتلونکی وضعیت لا هم مبهم دی، ځکه د هرمز تنګي تړل کېدو د انرژۍ او کیمیاوي سرو په ګډون د لومړنیو موادو لګښتونه لوړ کړي دي.