• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تمیم عاصي: د طالبانو مخالفت د هېواد او ملي هویت د دښمنۍ په معنا نه دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي ویلي، د طالبانو مخالفت د افغانستان له جغرافیې او ملي هویت سره د دښمنۍ په معنا نه شي ګڼل کېدای او په وینا یې دا ډله نن شته او سبا به نه وي، خو هېواد به تلپاتې وي.

نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو سیاسي او نظامي ډلې، که مجاهدین وو او که نور جریانونه، د جګړو سره سره هېڅکله د هېواد د تجزیې یا د ملي حاکمیت د له منځه وړلو شعار نه دی ورکړی.

هغه لیکلي: «د طالبانو مخالف کېدل د دې معنا نه لري چې له دې خاورې سره دښمني وشي، طالبان به نن وي او سبا به نه وي، خو دا وطن به تل پاتې وي.»

عاصي د افغانستان د پخوانیو سیاسي او جهادي مشرانو لکه برهان‌الدین رباني، احمدشاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف، عبدالرشید دوستم او کریم خلیلي یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دغو جګړه‌مارو ډلو ترمنځ سختې نښتې شوي، خو هغوی هېڅکله د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد شعار نه دی ورکړی.

نوموړي ادعا کړې چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ځینې غږونه له «بې‌ځمکې او بې‌ځواکۍ» فضا څخه راپورته کېږي او د ده په وینا د بهرنیو استخباراتي مرکزونو تر اغېز لاندې دي.

هغه په خپلو څرګندونو کې سختې جملې هم کارولي او ویلي یې دي چې ځینې کسان به د افغانستان د خلکو له غبرګون او «تاریخي قضاوت» سره مخ شي.

دغه پخواني دفاعي چارواکي ټینګار کړی چې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا موضوع باید له سیاسي اختلافاتو جلا وساتل شي او د هېڅ لوري له خوا د تجزیې شعار د منلو وړ نه دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

۵
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

•
•
•

نور کیسې

محمود صیقل: د افغانستان کورني او بهرني بحرانونه له یو بل سره تړلي دي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل ویلي، د افغانستان کورنۍ سیاسي ګډوډي او د بهرني سیاست ننګونې له یو بل سره ژور تړاو لري او د منظم کورني سیاست پرته د دغو ستونزو حل ناشونی دی.

نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، د افغانستان په اړه بهرني چلندونه او فشارونه د هېواد او خلکو وضعیت لا پیچلی کوي.

صیقل لیکلي: «د بهرنیو فشارونو او داخلي بې‌نظمۍ ګډ حالت زموږ هېواد لا زیات د سپکاوي او ستونزو سره مخ کوي.»

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د مخالفو سیاسي لورو ترمنځ د یوه منظم او اغېزمن کورني سیاست نشتوالی د دې لامل شوی چې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي ننګونو ته حللارې پیدا نه شي.

پخواني افغان ډیپلوماټ په خپل پیغام کې د عربي شاعر ابو العلاء معري او د چغتای ادبیاتو له څو بیتونو هم یادونه کړې او ویلي یې دي چې د درد او داخلي زخمونو موضوع باید جدي وڅېړل شي.

هغه لیکلي: «پټ او نالیدلي زخمونه بېړنۍ پاملرنې او درملنې ته اړتیا لري.»

صیقل په خپل پیغام کې په غیر مستقیم ډول د افغانستان د روان سیاسي وضعیت او داخلي اختلافاتو ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد د ثبات لپاره همغږۍ او منظم سیاست ته اړتیا ده.

سرچینې: طالبانو په کابل کې د یوې رسنۍ مسوول نیولی دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو په کابل کې د «پیگرد خبري اژانس» مسوول احمد جاوېد نیازی نیولی دی. باوري سرچینو ته د نیازي خپلوانو تایید کړې، چې نوموړی د پنجشنبې په ماښام ناوخته په کابل کې په خپل کاري دفتر کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د احمد جاوېد نیازي نیول کېدل غندلي او دا یې د بیان ازادۍ او رسنیز فعالیت پر وړاندې جدي خنډ بللی دی.

امسو د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې باوري سرچینو او د نیازي خپلوانو ورته تایید کړې، چې نوموړی د پنجشنبې په ماښام ناوخته (د غويي ۱۷مه) په کابل کې په خپل کاري دفتر کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

امسو ویلي، چې تر اوسه د احمد جاوېد نیازي د برخلیک او د نیول کېدو د لامل په اړه کره معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د خبرپاڼې له‌مخې، دا مهال د نیازي ترڅنګ شپږ نور خبریالان هم په بند کې دي، چې د رسنیو د کاري خوندیتوب او د خبریالانو د وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له طالبانو غوښتي، چې احمد جاوېد نیازی او نور بندي خبریالان دې بې له قید او شرطه ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه سازمان همداراز پر نړیوالو بنسټونو او د رسنیو پر ملاتړو ادارو غږ کړی، چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره خپل فشارونه زیات کړي.

امسو ټینګار کړی، چې د خبریالانو نیول او ځورول نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې د ولس او رسنیو ترمنځ واټن او ستونزې نورې هم زیاتوي.

سارا اډمز: د داعـ. ـش خراسان بشپړ تشکیلاتي جوړښت لا هم فعال او باثباته پاتې دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د سي‌اې‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، د داعـ. ـش خراسان څانګه د خپل مشرتابه، پوځي، قضایي، تبلیغاتي او مالي جوړښتونو په کچه لا هم په بشپړ ډول فعاله او باثباته ده. د هغې په وینا، پر دغه ډلې کې د طالبانو د عملیاتو له امله د پام وړ ګډوډۍ نه دي رامنځته شوي.

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د داعش خراسان «اصلي حاکمتي جوړښت» په ټولو مهمو برخو کې، لکه مرکزي شورا، نظامي شورا، د فتوا او قضایي شورا، د رسنیو او تبلیغاتو کمیسیون او مالي کمیسیون، لا هم پر خپل ځای او فعال پاتې دی.

هغې لیکلي: «د اووه ورځنۍ ارزونې پر مهال هېڅ دوامداره ګډوډي د طالبانو د عملیاتو له امله نه ده لیدل شوې، یوازې محدود بدلونونه د پاکستاني اقداماتو له امله رامنځته شوي دي.»

سارا اډمز په خپلو ورځنیو ارزونو کې ویلي، د دې ډلې شمېر هم د تېرو میاشتو په اوږدو کې زیات شوی او له شاوخوا ۶ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې وسله‌والو ته رسېدلی، پرته له دې چې نور بهرني جنګیالي په کې شامل شي.

د هغې په وینا، د داعش خراسان د مرکزي شورا مشرتابه په خپل حال پاتې دی او د نظامي شورا جوړښت کې هم یوازې محدود بدلونونه ثبت شوي، چې په کې یو کس د پاکستاني ځواکونو له لوري د نیول کېدو وروسته له دندې لېرې شوی دی.

نوموړې زیاته کړې، د فتوا او قضایي شورا کې هېڅ جوړښتي بدلون نه دی راغلی او د تبلیغاتو برخه کې یوازې د یوې مشرۍ بدلون د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو له امله رامنځته شوی دی.

د مالي چارو په اړه سارا اډمز ویلي، دا برخه هم د عصمت‌الله خالوزي په مشرۍ او د جعفر الخراساني په مرستیالۍ لا هم بشپړه فعاله ده.

هغې په پای کې ټینګار کړی، چې د داعش خراسان ټول تشکیلاتي جوړښتونه په مجموعي ډول عملیاتي ثبات لري او هر هغه ګډوډي چې لیدل شوې، د طالبانو پر ځای د پاکستاني عملیاتو پایله ده.

اصف دُرانی: د ټي‌ټي‌پي د بریدونو په اړه د طالبانو چوپتیا د پوښتنې وړ ده

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، که څه هم د مولانا ادریس وژل کېدل د غندنې وړ عمل دی، خو د هغه په وینا افغان طالبانو باید په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) له‌خوا د ملکي وګړو وژنې هم په ښکاره غندلې وای.

دُراني د جمعې په ماښام (د غويي ۱۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه د هغو راپورونو یادونه کړې، چې ګواکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل‌الرحمن سره د شیخ ادریس د وژل کېدو په تړاو خواخوږي ښودلې ده.

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي ویلي، د شیخ ادریس وژنه «یو ناوړه او د غندنې وړ عمل» دی، خو زیاته کړې یې ده، چې پاکستانیان به هغه مهال د طالبانو دریځ ستایلی وای، چې دوی د ټي‌ټي‌پي له‌خوا د بې‌ګناه پاکستانیانو وژنې هم غندلې وای.

اصف دُراني ادعا کړې، چې طالبان د پېښو په غبرګون کې «غوره‌پال چلند» کوي او د ده په وینا، د یوه دیني عالم وژنه ورته د ملکي وګړو تر وژل کېدو مهمه ښکاري.

هغه لیکلي: «دا چاره ښيي چې افغان طالبان له ټي‌ټي‌پي سره نږدې اړیکې لري، ځکه د هغو د بریدونو غندنه نه‌کوي.»

د پاکستان پخواني ځانګړي استازي همداراز له طالبانو غوښتي، چې «په یوه وخت کې له دواړو لورو د ملاتړ سیاست» پای ته ورسوي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي، د تحریک طالبان پاکستان مشران او غړي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې او هغه یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د تریاکو اړولو پر سر د طالبانو او بزګرانو ترمنځ شخړه شوې

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱

ځايي سرچینې وايي، چې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په اتن‌جلو کلي کې د طالبانو او بزګرانو ترمنځ سخته شخړه شوې ده. د معلوماتو له‌مخې، په دغه اخ و ډب کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ویډیوګانو کې ښکاري، چې په ارګو ولسوالۍ کې په ډېر شمېر کسان راټول شوې او د طالبانو له‌خوا د سیمې د اوسېدو د وژل کېدو په غبرګون یې لایون کړی دی..

سرچینې زیاتوي چې دا شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې طالب ځواکونو غوښتل د سیمې د خلکو د تریاکو کروندې له منځه یوسي.

تر اوسه پورې، د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د وروستیو ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، خلکو د فیض اباد ښار څخه د طالبانو پلاوي سره خبرې رد کړې دي.

ویل کیږي چې د ولسوالۍ د نورو کلیو اوسېدونکي هم د پیښې په ځای کې راټول شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو «وضعیت د خرابیدو په حال کې» بللی دی.