• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایټالیا او امریکا د اړیکو ترینګلتیا؛ مارکو روبیو د ایټالیا له لومړۍ وزیرې سره وکتل

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني سره کتلي دي. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې د ایران د جګړې او پر پاپ لیو د ټرمپ نیوکو د واشنګټن او روم ترمنځ نږدې اړیکې له بې‌ساري فشار او ترینګلتیا سره مخ کړې دي

مارکو روبیو ایټالیا ته په دوه ورځني سفر تللی ترڅو د پاپ لیو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ له توندو نیکو وروسته رامنځته شوې فضا سړه کړي.

بل لور ته واشنګټن د ایران په جګړه کې د ایټالیا له نه همکارۍ ناراضه دی، ځکه ایټالیا په خپله خاوره کې د امریکا «سیګونیلا» هوايي اډې کارولو ته اجازه نه ده ورکړې.

جورجیا میلوني چې پخوا په اروپا کې د ټرمپ یوه له نږدې ملاتړو شمېرل کېده، اوس د امریکا پر وړاندې د ایټالیا د عامه افکارو د مخالفت او د جګړې د اقتصادي زیانونو له امله تر فشار لاندې ده. هغې پر پاپ د ټرمپ نیوکي «د نه منلو وړ» بللي، چې په غبرګون کې یې ټرمپ نوموړې په «بې زړتوب» تورنه کړې او له ایټالیا څخه یې د امریکايي ځواکونو د ایستلو ګواښ کړی دی.

د راپورونو له‌مخې، روبیو او میلوني په یاده لیدنه کې، د ایران جګړه او د هغې نړیوالې اغېزو، د اوکراین جګړه او پر کیوبا د واشنګټن لخوا د ډیپلوماټیکې یوازېتوب پالیسي او پر اروپايي توکو د امریکا لخوا لګول شوي تعرفې په اړه بحثونه کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړ

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د اسټرالیا حکومت د جمعې په ورځ د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ او د یادې ډلې پر جګپوړو مشرانو مالي او د ترهګرۍ ضد بندیزونه ولګول. دغه ډله چې د برېتانیا او امریکا له لوري هم د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوې، په پاکستان کې په ځانمرګو او وسله‌والو بریدونو تورنه تورنه ده.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ په یوې اعلامیه کې وویل: «د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ یوه داسې ډله ده چې په ټول پاکستان کې یې د تاوتریخوالي ډګ بریدونه کړي دي. دغو بریدونو ملکي وګړي، حیاتي بنسټونه، بهرني وګړي او د پاکستان حکومت په نښه کړي دي».

مېرمن وونګ زیاته کړه چې استرالیا له تروریزم او افراطیت سره مبارزې ته کلکه ژمنه ده.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړې: «دا بندیزونه د دې لپاره طرحه شوي چې د یادې ډلې مالي سرچینې پرې کړي، د نويو کسانو د جذب مخه ونیسي او د هغوی د ایډیالوژۍ خپرېدل محدود کړي».

د اسټرالیا د قوانینو له مخې، له دغې ډلې سره هر ډول مالي راکړه ورکړه جرم دی چې تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا لرلای شي.

د راپورنو له‌مخې، د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ له ۲۰۱۱ کال راهیسې په زرګونو کسان وژلي او په ځانګړې توګه په سیمه کې د چین پر پروژو بریدونه کوي.

د روان کال په جنوري میاشت کې دغې ډلې د «هیروف دو» په نوم عملیات وکړل چې د پاکستاني چارواکو په وینا ۲۷۴ کسان پکې ووژل شول.

پاکستان دغه ډله د «هندوستان فتنه» بولي او ادعا کوي چې ډیلي ورته مالي او تسلیحاتي ملاتړ چمتو کوي، خو هند تل دا تورونه رد کړي دي.

ځینې پاکستاني چارواکي افغان طالبان هم د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو دا ادعاوې په کلکه رد کړې او بې‌بنسټه یې بللې دي.

امریکا په ایران کې پر ځینو موخو غچ‌ اخیستونکي بریدونه تایید کړل

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱

د امریکا مرکزي قوماندانۍ وايي، چې امریکایي ځواکونو د هرمز تنګي له لارې په عمان سمندر کې د درېیو امریکایي جنګۍ بېړیو پرمټ د ایران د توغندیزو، ډرون او کوچنیو کښتیو بریدونه شنډ کړي او بیا یې په یاد هېواد کې د دغه بریدونو پر اصلي سرچینو هم بریدونه کړي دي.

سېنټکام خپل پوځي غبرګون دفاعي بللی او ویلي یې دي، چې د کړکېچ د زیاتېدو غوښتنه نه‌لري. د سینټکام په وینا؛ دغه بریدونه هغه مهال شوي، چې د «یو اېس اېس تراکسټون»، «یو اېس اېس رافایل پرالټا» او «یو اېس اېس میسون» په نوم امریکايي جنګي بېړۍ له هرمز تنګي څخه تېرېدلې.

سېنټکام ویلي، چې ایراني ځواکونو په دغه بریدونو کې څو توغندي، ډرونونه او وړې کښتۍ کارولې وې؛ خو د امریکا هېڅ تجهیزات یا شتمنۍ په نښه شوې نه‌دي. د سېنټکام په وینا؛ امریکايي ځواکونو د دغه بریدونو تر شنډولو وروسته د توغندیو او ډرونونو ویشتګرونه، د قوماندې او کنټرول مرکزونه او د ایران استخباراتي او څار مرکزونه په نښه کړل.

سېنټکام وایي، امریکا د تاوتریخوالي د زیاتولو په لټه کې نه‌ده؛ خو چمتو ده چې د خپلو ځواکونو ساتنه وکړي.

تهران به د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته د پنجشنبې په ورځ ځواب ورکړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱

سي این این شبکې د یوې سیمه‌ییزې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې تمه ده ایران به د پنجشنبې په ورځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته خپل ځواب د منځګړو له لارې وړاندې کړي.

د راپور له مخې، تر اوسه د ایران د احتمالي ځواب او یا هم د واشنګټن د وړاندیز د دقیقو جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

سي‌اېن‌اېن ویلي، دا خبر داسې مهال خپرېږي چې د روانو شخړو د درولو لپاره د یوه ډیپلوماتیک چوکاټ د رامنځته کولو هڅې دوام لري.

تر اوسه نه تهران او نه هم واشنګټن په رسمي ډول د دغو احتمالي خبرو د محتوا په اړه څرګندونې کړې دي، خو د سیمې د وضعیت له امله د نړیوالو ډیپلوماتیکو هڅو زیاتېدو ته پام اوښتی دی.

د حج له جواز پرته مکې ته د ننوتلو هڅه؛ د سعودي امنیتي ځواکونو پنځه افغانان نیولي دي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

د سعودي عربستان د حج مراسمو امنیتي ځواکونو اعلان کړی، چې پنځه افغانان یې د حج د اصولو د سرغړونې په تور نیولي دي. دغو کسانو هڅه کوله چې د حج له قانوني جواز پرته، په پلي ډول مکې مکرمې ته ننوځي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، یاد افغانان په یوه صحرايي سیمه کې هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې په پلي ډول ځانونه مکې مکرمې ته ورسوي. د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو ویلي، چې د نیول شویو کسانو پر وړاندې یې قانوني چلند پیل کړی دی.

د سعودي عربستان د عامه امنیت ادارې له ټولو خلکو څخه غوښتي، چې د حج مراسمو اصول او لارښوونې په بشپړه توګه رعایت کړي. دې ادارې ټینګار کړی چې هېڅوک باید له قانوني جواز پرته مکې مکرمې ته د ننوتلو هڅه ونه کړي.

د عامه امنیت ادارې همدارنګه پر ښاریانو غږ کړی چې د سرغړونکو په اړه اړوندو امنیتي ادارو ته راپور ورکړي. د چارواکو په وینا، خلک کولای شي په مکه، مدینه، ریاض او ختیځ ولایت کې د ۹۱۱ شمېرې سره او د سعودي عربستان په نورو سیمو کې د ۹۹۹ شمېرې سره په اړیکه کې شي او د سرغړونو خبر ورکړي.

ایران امریکا د اوربند په ماتولو تورنه کړه

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د سپاه پاسداران د خاتم‌الانبیا د مرکزي قرارګاه ویاند امریکا تورنه کړه چې د هُرمز تنګي کې یې د ایران د تېلو یوه بېړۍ او یوه بله کښتۍ په نښه کړې او په دې سره یې اوربند مات کړی دی.

هغه وویل، امریکا د سیمې له ځینو هېوادونو سره په همغږۍ، د خمیر بندر، سیریک او قشم ټاپو پر ساحلي ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

دغه ویاند زیاته کړه، چې د ایران وسله‌والو ځواکونو هم سمدستي په غبرګون کې د هرمز تنګي ختیځ او د چابهار بندر سوېل کې د امریکا پوځي بېړۍ په نښه کړې او هغو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي. تر اوسه امریکايي چارواکو د امریکا پوځي بېړیو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې فاکس نیوز خبري شبکې راپور ورکړی و، چې د امریکا پوځ د ایران په قشم او بندرعباس بندرونو بریدونه کړي دي.