ګارډین: ایران هره ورځ په پټه او ښکاره توګه بندیان اعداموي

ګارډین ورځپاڼې د بشري حقونو سازمانونو او ځایي خلکو ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ایران نږدې هره ورځ په پټه او ښکاره بندیان اعداموي. د راپور له مخې؛ تېرکال په ایران کې لږترلږه ۱۶۰۰ اعدامونه ثبت شوي، چې ځینې یې د لاریونونو پرمهال یا د امنیتي تورونو له امله ترسره شوي دي.
