• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

په ایران کې د یوه اعدام شوي افغان کورنۍ وايي طالبان دې له ایران څخه وضاحت وغواړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د یوه افغان کارګر محمد یوسف کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی د ایراني چارواکو له لوري په شکمن ډول اعدام شوی دی. دغه کورنۍ له طالبانو غواړي چې له ایران څخه د دغه اعدام په اړه رسمي وضاحت وغواړي او قضیه روښانه کړي.

د یاد کس د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دوی له طالبانو غواړي څو له ایراني چارواکو څخه د هغه د اعدام د لامل په اړه رسمي پوښتنه وکړي او قضیه روښانه کړي.

د قرباني کورنۍ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، محمد یوسف په ایران کې په یوه کارخانه کې کار کاوه، چې د غلو له برید سره مخ شو. د دوی په خبره، په نښته کې یو غل تښتېدلی او بل بې‌هوشه شوی و، خو پولیسو د اصلي عاملینو پر ځای محمد یوسف او د هغه یو بې‌اسناده ملګری نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د یوسف کورنۍ د هغه د پاسپورټ او قانوني ویزې کاپي هم افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ده.

کورنۍ ادعا کوي چې په کارخانه کې ویډیويي شواهد موجود وو، خو بیا هم محمد یوسف ونیول شو او په زندان کې ورسره غیر انساني چلند وشو. دوی زیاتوي چې د اعدام هېڅ رسمي حکم نه دی ورښودل شوی او د نوموړي په جسد کې د اعدام نښې نه لیدل کېږي، بلکې له غاړې ښکته ژور ټپونه شته چې په غټو بښیو ګنډل شوي دي

د یوسف د کورنۍ په وینا، ایراني چارواکو هغه د ۱۴۰۴ کال د وري په لومړۍ نېټه نیولی و، او وروسته د همدې کال د غویي په ۲۴مه پولیسو ورته ویلي چې نوموړی په زندان کې مړ شوی، خو د مرګ د علت په اړه یې هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

د قرباني کورنۍ له طالبانو یې غوښتي چې د نوموړي د قضیې په اړه باید بشپړ او شفاف معلومات وړاندې شي.

دا پېښه په داسې حال کې راپورته کېږي چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې د افغان کډوالو د

وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

له تاجکستان نه اېستل شوي کډوال؛ بشري فعالان وايي ژوند یې له ګواښ سره مخ دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د بشري حقونو افغان فعالان چې تازه له تاجکستان څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په پوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان د ښځو او ځوانانو د حقونو لپاره یې کلونه مبارزه کړې، خو اوس چې بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي ژوند یې له جدي ګواښونو سره مخ دی.

د بشري حقونو دغه فعالان وایي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د هغوی د سیاستونو پر وړاندې مبارزه وکړه، چې له امله یې له ګواښونو سره مخ او تاجکستان ته کډوال شول. د دوی په وینا، په تاجکستان کې یې د اقامت کارتونو، مالیاتو او کورونو د کرایې په بدل کې منظم لګښتونه او ټکسونه ورکول، خو بیا هم په ناڅرګنده پلمه له دوشنبې، وحدت، خجند او نورو سیمو څخه په زور وایستل شول.

د بشري حقونو یاد افغان فعالان وايي، چې افغانستان ته په ستنېدو سره یې اوس ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دغه فعالانو څخه یو یې د خپلې اېستنې پر مهال د یوې بلې پېښې یادونه هم کوي او وایي چې د یو داسې کس له کورنۍ سره مخامخ شوی چې د یوې ۲۹ کلنې ښځې د وژنې په تور تورن شوی دی.

د هغه کس پلار ورته ویلي، چې دا تور ناسم دی او زوی یې بې‌ګناه دی. د هغه په وینا، دوی ۱۸ کاله په تاجکستان کې ژوند کړی، اولادونو یې هلته زده‌کړې کړې، خو اوس یې زوی بندي دی او کورنۍ یې له تاجکستان څخه اېستل شوې ده.

نوموړی وایي، چې ډېری هغه افغانان چې له تاجکستان څخه شړل شوي، اوس د سرپناه او خوړو له جدي ستونزو سره مخ دي او راتلونکی یې نامعلوم دی.

د یادونې وړ ده، چې تاجکستان د یوه افغان له لوري د یوې تاجکستانۍ مېرمنې له قتل وروسته ۲۵۰ افغانې کورنۍ د سې شنبې په ورځ، د غویي ۱۵مه، افغانستان ته اخراج کړې دي.

تر دې مخکې، د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې ۲۲ کلن محمد عمر رحماني یې د اپرېل په وروستیو کې د یوې ۲۷ کلنې تاجکستانۍ ښځې وحیدووا عزیزه دونیاربیکوونا د وژلو په تور نیولی دی.

وحید عمر: محمداشرف غني عالم انسان و، اوس دی هم بندي مهاجر دی او زه هم قیدي‌ مهاجر یم

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۱

د جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر ویاند او سلاکار وحید عمر له پخواني‌ ولسمشر محمداشرف غني سره خپل اخیستل شوی ګډ انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي، ډاکټر غني‌ يو عالم انسان و چې افغانستان ته یې روښانه او عملي پلان لاره. د هغه په وینا؛ «اوس دی هم بندي مهاجر دی او زه هم قیدي‌ مهاجر یم».

وحید عمر پر خواله رسنۍ په یوه یادښت کې د ښاغلي غني د منزوي کېدو په اړه لیکلي:« هغه وختونه تېر شول، اوس دی هم بندي مهاجر دی، زه هم قیدي‌ مهاجر یم». د هغه په خبره؛ اوس چې پخوانی ولسمشر په تبعید کې منزوي دی ټوله دنیا یې غیبت کوي.

نوموړي‌ دا هم ویلي، چې وضعیت بدل شوی او د هره څه له لاسه وتل کورني او بهرني لاملونه لري. هغه کاږلي: «دا چې ولې شرایط داسې بدل شول، هر څه له لاسه ولاړل، مغلقه او اوږده کیسه ده چې ډېر داخلي او خارجي عوامل په‌کې دخیل دي. خو د هغه په هلو ځلو او نیت کې د شک ځای نه وینم».

نوموړي‌ هیله څرګنده کړې، داسې یو وخت به راشي چې پخوانی ولسمشر یوه ورځ خپل روایت په خپله ووايي.

د کابل یو ښوونکی: نږدې دوه میاشتې کېږي چې تنخوا مې نه‌ده اخیستې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۱

د کابل یو ښوونکی وایي، له نږدې دوو میاشتو راهیسې هیڅ ښوونکي‌ ته تنخوا نه‌ده ورکړل شوې او له همدې کبله دوی له جدي‌ اقتصادي‌ ستونزو سره مخ دي. دغه ښوونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوه پیغام په لېږلو سره ویلي، چې د تنخوا ځنډېدو له امله د ژوند ورځني لګښتونه ورته ستونزمن شوي.

یاد ښوونکي ویلي، چې د کور کرایه، د برېښنا بیل او نور لګښتونه یې زیات شوي او له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې هیڅ ښوونکي‌ تنخوا نه‌ده اخیستې. نوموړي په دې برخه کې د غږ رسولو او د ستونزې د حل غوښتنه کړې.

طالبان د میاشتې د پيل په ورځو کې دولتي کارکوونکو ته تنخوا ورکوي؛ خو دغه ښوونکی وایي نږدې دوه میاشتې کېږي چې خپله تنخوا یې نه‌ده ترلاسه کړې. په تېرو میاشتو کې هم ورته راپورونه خپاره شوي وو، چې د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د ځنډ یادونه په‌کې شوې وه.

لاتر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي: په خوږیاڼو ولسوالۍ کې طالبان شخصي ځمکې په ښارګوټي بدلوي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۴ GMT+۱

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دوی شخصي ځمکې د زور له لارې دولتي کېږي او د ښارګوټي په نوم وېشل کېږي. د خوږیاڼو د اوسېدونکو د ادعا له مخې، دغه چاره د خوږیاڼو ولسوالۍ د ارغچ کلي په «سور راغه» سیمه کې شوې او د خلکو پر ځمکو په چونه نښې لګول شوې.

دوی افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په استولي لیک کې ویلي، چې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له یوه پلاوي سره سیمې ته تللی او د خلکو پر شخصي ځمکو د کډوالو په نوم د وېش لپاره نښې (چونې) لګوي، په داسې حال کې چې د سیمې اړوندې ادارې له دې بهیر څخه بې‌خبره دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر د دوشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۴مه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې له چارو لیدنه کړې ده.

د خوږیاڼو د اوسېدونکو د ادعا له مخې، دغه چاره د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د ارغچ کلي د «سور راغه» په سیمه کې شوې ده. اوسېدونکي وايي، دوی د یادو ځمکو شرعي، عرفي قبالې او د تېرو حکومتونو رسمي اسناد په لاس کې لري، د مالیې ټکټونه یې هم موجود دي او د اوبو د وېش سیستم یې معلوم دی.

د سیمې خلکو ویلي، چې تېره ورځ د چونې اچولو د مخنیوي لپاره راټول شوي او هغه ټیم یې له کاره درولی چې وزیر ورلیږلی و.

دوی زیاتوي چې وروسته یې ولسوالۍ ته مراجعه کړې، خو د ولسوالۍ مسوولینو ویلي چې له موضوع څخه خبر نه دي. د اوسېدونکو په وینا، د ځمکې اړوند دوسیه لا هم د کرنې ریاست تر څېړنې لاندې ده او تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو بیا هم پر ځمکو د زور له لارې نښې لګول کېږي.

د شکایت کوونکو په وینا، د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمېر مشران (ملکان) هم تاییدوي چې دغه ځمکه د ارغچ د خلکو ده او له ډېر وخت راهیسې د دوی په واک کې ده.

هغوی ادعا کوي چې د ننګرهار والي او د ښار جوړونې ځینې مسوولین له موضوع خبر دي، خو تر اوسه یې د مخنیوي لپاره عملي اقدام نه دی کړی.

د افغان پناه غوښتونکي ادعا: د ایران او ترکیې پر پوله د څو افغان کډوالو «غوږونه غوڅ شوي»

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د ایران او ترکیې ترمنځ له ماکو سرحدي سیمې څخه یو افغان پناه غوښتونکي په رالیږلی پیغام کې ادعا کړې، چې د دوشنبې په ورځ، د غويي پر۱۴مه، یو شمېر افغان ځوانان چې غوښتل یې ترکیې ته واوړي، د دغه هېواد سرحدي ځواکونو وهلي او «لاس او پښې یې ورماتې کړې او د ځینو غوږونه غوڅ شوي».

نوموړي دا نه ده روښانه کړې، چې غوږونه یې د وهلو پرمهال ټپي شوي او که غوڅ کړای شوي دي.

د نوموړي په وینا، ترکي پوله‌ساتو پر دغو پناه غوښتونکو تاوتریخوالی کړی دی.

هغه زیاته کړې چې یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره تهران ته لېږدول شوي دي.

دغه پناه غوښتونکي له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دې ادعاوو ، په ځانګړي ډول له کډوالو سره د تاوتریخوالي او د هغوی د غوږونو د پرې کولو د موضوع په اړه جدي څېړنه وکړي.

نوموړی ویلي، چې « ۱۰ تنه وو، ځینې یې تهران ته روغتون ته لیږدول شوي. په دې سیمه کې ډېر افغانان بند پاتې دي او ترکي ځواکونه اجازه نه ور کوي، چې دغه هېواد ته واوړي».

په رالیږل شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې افغان پناه غوښتونکي په وړو خیمو کې میشت دي او لاسونه او پښې یې ټپي دي.

ترکي ځواکونو او خپلواکو سرچینو تر اوسه ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې دغه هېواد له غیرقانوني لارو د کډوالو پر ورتګ بندیزونه ډېر کړي دي.