افغان لوبغاړي د اسیايي لوبو په غوراوي سیالیو کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده، چې افغان لوبغاړي به د جاپان په ناګویا کې د اسیایي لوبو لپاره په غوراوي سیالیو او د سعودي عربستان په ریاض کې اسیایي لوبو کې برخه واخلي. دغه سیالۍ به د لویانو په کټګورۍ کې د ازاده سیالیو په اماتور برخه کې د روان کال د مئ له ۲۲مې تر ۲۵مې نېټې ترسره شي.
دارنګه ټاکل شوې ده، چې له ۱۶ او ۱۸ کلونو څخه کم عمره ځوانانو لپاره د غوراوي سیالۍ به د روان ۲۰۲۶کال د مئ له ۱۶مې تر ۲۱مې نېټې پورې ترسره شي.
