• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بشري حقونو څار بنسټ: برازیل کې د پولیسو د وژنو د خپلواکو څېړنو مهمه پرېکړه یو کال وځنډېدله

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۱

د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ ویلي، په برازیل کې هغه مهمه قضایي پرېکړه چې له مخې یې باید د پولیسو له‌خوا د ترسره شویو وژنو خپلواکې څېړنې عملي شوې وای، د حکومت له لوري د یو کال لپاره وځنډول شوه.

د دغه ادارې په وینا، ټاکل شوې وه چې دا نوی قانون د ۲۰۲۶ کال د مې په اوومه عملي شي، خو اوس د برازیل د لویو څارنوالانو شورا پرېکړه کړې چې د تطبیق لپاره اضافي وخت ورکړي، څو سیمه‌ییزې څارنوالۍ د دې سیستم لپاره چمتووالی ونیسي.

دغه پرېکړه د دې لپاره مهمه ګڼل کېږي چې له مخې یې باید د پولیسو له‌خوا د وژنو په څېړنو کې څارنوالان مستقیم مسوولیت ولري او ټولې تحقیقاتي پروسې باید د نړیوالو عدلي معیارونو مطابق ترسره شي.

د بشر حقونو د څار ادارې ویلي، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې په برازیل کې د پولیسو له‌خوا ۶،۵۸۸ کسان وژل شوي، چې دا د دې هېواد د پولیسو د تاوتریخوالي تر ټولو خونړی کال بلل کېږي. په همدې کال کې د ریو دی جنېرو په یوه لوی عملیات کې ۱۱۷ځوانان هم وژل شوي وو، چې موضوع یې پراخې نیوکې پارولې وې.

د راپور له مخې، دا نوی قانون څارنوالانو ته دا واک ورکوي چې د پولیسو د عملیاتو صحنه وساتي، شواهد خوندي کړي، خپلواکه عدلي معاینات ترسره کړي او د قربانیانو کورنیو ته د تحقیقاتو په اړه معلومات ورکړي.

خو د برازیل د ځینو پولیسو اتحادیې د دې سیستم مخالفت کړی او وایي چې د پولیسو د قضیو څېړنه باید خپله پولیس ترسره کړي، نه څارنوالان.

بشري حقونو ادارې بیا ویلي، اوسنی وضعیت د جدي ستونزو ښکارندوی دی، ځکه ډېری پخوانۍ څېړنې ناقصې وې او په کې د شواهدو سم تحلیل، د ټولو اړوندو کسانو پوښتنه او د عیني شاهدانو بیانونه نه دي ثبت شوي.

په راپور کې ټینګار شوی چې برازیل باید هغه امنیتي پالیسۍ بدلې کړي چې د وسله‌والو نښتو او زیاتېدونکو وژنو لامل کېږي او پر ځای یې داسې سیستم رامنځته کړي چې هم د خلکو او هم د پولیسو خوندیتوب تضمین کړي.

اداره زیاتوي: «هره هغه وژنه چې د پولیسو له‌خوا ترسره کېږي باید په بشپړ ډول، خپلواکه او شفافه توګه وڅېړل شي، څو هېڅوک د قانون له حساب ورکولو معاف پاتې نه شي، که هر څومره ځواکمن وي.»

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

۵
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي: اوکراین به د روسیې بریدونو ته ورته ځواب ورکړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې تازه ګواښونه او بریدونه زیات کړي، خو اوکراین به د مسکو هر اقدام ته «ورته ځواب» ورکړي.

زېلېنسکي د جمعې ورځې په ناوخته (د غويي ۱۸مه) په درې جلا اېکس پوسټونو کې ویلي، روسي ځواکونو د جګړې په لومړۍ کرښه کې بریدونه، ډرون کارونه او هوايي حملې زیاتې کړې او په وینا یې، اوکرایني ځواکونو هم ورته غبرګون ښودلی دی.

هغه ویلي: «موږ روسانو ته یو روښانه او منطقي دریځ نیولی، د هغوی کړنې به ورته ځواب وویني».

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، چې د جګړې راتلونکی وضعیت به تر ډېره د روسیې په اوسنیو اقداماتو پورې تړلی وي.

زېلېنسکي د اوکراین دنیپرو ښار ته د سفر پر مهال له هغو سرتېرو سره هم لیدلي، چې په جګړه کې ټپیان شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

هغه ویلي، ټپیانو سرتېرو ته یې د اوکراین د دولت مډالونه او ستاینلیکونه ورکړي او د روغتون له طبي کارکوونکو یې هم د جګړې د قربانیانو د ژغورنې او درملنې له امله مننه کړې ده.

نوموړي ویلي: «د همدې خلکو د هڅو له امله هره ورځ زموږ د مدافعینو ژوند ژغورل کېږي».

زېلېنسکي همداراز د اوکراین د شلم پوځ قول اردو له قومندانۍ څخه لیدنه کړې او هلته یې له هغو پوځیانو سره کتلي، چې د دنیپرو پېتروفسک سیمې د اشغال شویو برخو د بېرته نیولو په عملیاتو کې برخه لري.

د اوکراین ولسمشر ویلي، په دې لیدنه کې یې د جګړې د وضعیت، د پوځ د پیاوړتیا، د جګړه‌ییزو کنډکونو د تمویل، تجهیزاتو او د بېلابېلو ډرونونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

هغه ټینګار کړی، چې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین د منځني واټن بریدونو اغېز ډېر شوی او پوځ ته د نورو پرمختللو وسایلو برابرول اړین دي.

د امریکا پوځ پر دوو ایراني تېل وړونکو بېړو د برید خبر ورکړ

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې دوه خالي ایراني تېل وړونکې بېړۍ یې ویشتلي دي. د سنټکام په وینا، دغو بېړیو هڅه کوله، چې د امریکا له‌خوا لګول شوی سمندري بندیز مات کړي.

سنټکام په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې پر دواړو بېړو د ایران بیرغ لګول شوی و او خالي وې.

په اعلامیه کې راغلي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې هم یوه ایراني بېړۍ هم له کاره غورځولې وه.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی: «دا درې واړه بېړۍ نور د ایران په لور د حرکت وړتیا نه لري.»

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ په سمندري او سیمه‌ییزه کچه ترینګلتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده. واشنګټن هڅه کوي چې د سمندري بندیزونو له لارې د ایران د تېلو د صادراتو او وارداتو مخه ونیسي.

سراج‌الحق: په پاکستان کې د سود مالي نظام له منځه وړلو پرته پرمختګ ناممکن دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱

د پاکستان جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق ویلي، چې د پاکستان د پور کچه له ۵۵ زره میلیاردو څخه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته لوړه شوې ده. نوموړي ویلي، تر هغو چې د دغه هېواد مالي نظام له سود څخه پاک نه شي، ریښتینی اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج‌الحق د پاکستان د مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د پورونو کچه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته لوړه شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د سودي نظام له منځه وړلو پرته اقتصادي پرمختګ شونی نه دی.
سراج الحق پرخپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د پورونو کچه له ۵۵ زره میلیاردو کلدارو څخه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته رسېدلې ده. د هغه په وینا، د دغه هېواد حکومت هر کال ۸ زره میلیارده کلدارې یوازې د پورونو د سود په پرې کولو لګوي.
د جماعت اسلامي دغه پخواني مشر د سود د کچې د لوړېدو پایلو ته په اشارې سره ویلي، چې په دې برخه کې لږ زیاتوالی هم لوی مالي زیانونه لري. هغه زیاته کړې، چې د سود په کچه کې یوازې یو سلنه زیاتوالی د پاکستان پر اقتصاد ۵۴۰ میلیارده کلدارې اضافي بوج اچوي.
سراج الحق د پاکستان د اوسني مالي او اقتصادي بحران د حل لارې په اړه ټینګار کړی، چې هېواد یې باید د سود د مالي نظام څخه ځان خلاص کړي.

نوموړی په دې باور دی، چې تر څو چې د سود پر بنسټ ولاړ مالي نظام له منځه نه وي تللی، په پاکستان کې به هېڅ ډول ریښتینی اقتصادي پرمختګ رامنځته نه شي.

اوکراین: د روسي بریدونو د مخنیوي لپاره د هوايي دفاعي توغندیو له جدي کمښت سره مخ یو

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۱

اوکراین خبرداری ورکړی چې د روسیې د ژمنیو پراخو بریدونو له امله د دغه هېواد د هوايي دفاعي توغندیو زېرمې تر ډېره تشې شوې دي. د اوکراین هوايي ځواک د جمعې په ورځ ویلي، چې دوی د روسیې د راتلونکو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره له سختو ننګونو او د مهماتو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د اوکراین د هوايي ځواک ویاند یوري ایهنات د دغه هېواد دولتي خبري اژانس اوکراین فورم ته ویلي: «اوس مهال هغه توغندیز لانچرونه چې ځینو واحدونو او بټریو ته ځانګړي شوي، نیم خالي دي او دوی یوازې محدود شمېر توغندي لري». نوموړي زیاته کړې چې د اکمالاتو په ځنډېدو سره دغه ستونزه نوره هم جدي شوې ده.

اوکراین که څه هم د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د نسکورولو لپاره له کورنیو ټکنالوژیو، ګرځنده توپچي واحدونو او برېښنایي جګړې څخه کار اخلي، خو د بالستیک او کروز توغندیو د مخنیوي لپاره لا هم په بشپړ ډول پر لوېدیځو هوايي دفاعي سیستمونو متکي دی.

د جګړې له څلورو کلونو تېرېدو وروسته، اوکراین د خپلو متحدینو له لوري د نظامي مرستو په برخه کې له ځنډ او ګډوډۍ سره مخ شوی دی.

داسې مهال چې د ایران په جګړه کې د امریکا او اسراییل لخوا د هوايي دفاعي سیستمونو کارول زیات شوي، اوکراین ته د دغو تجهیزاتو د رسولو پروسه له لا زیات فشار سره مخ ده. ایهنات ټینګار کړی چې د دغو اکمالاتو نشتوالی د دوی دفاعي وړتیاوې له خطر سره مخ کولی شي.

کرملین: پوتین له اروپایانو سره خبرو ته چمتو دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱

کرملین د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې ولادیمیر پوتین چمتو دی له «هر چا» او په ځانګړې توګه له اروپایانو سره خبرې وکړي، خو لومړی ګام به نه اخلي. دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې فایننشل ټایمز راپور ورکړ چې د اروپايي ټولنې مشران له پوتین سره مستقیمو خبرو ته چمتووالی نیسي.

د کرملین ویاند ډیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: «پوتین له هر چا سره خبرو ته چمتو دی او دا خبره یې په وار وار کړې ده. موږ چمتو یو چې د خپلو خبرو اترو په لور تر هغه ځایه ولاړ شو چې اروپایان ورته چمتو وي». خو نوموړي زیاته کړه چې روسیه به د دې اړیکو د پیلولو لپاره لومړی اقدام ونه کړي، ځکه په وینا یې، دا اروپایان وه چې په ۲۰۲۲ کال کې یې له مسکو سره اړیکې وشلولې.

وړاندې فایننشل ټایمز راپور ورکړی، چې اروپایان د هغو خبرو اترو له امله ناهیلې شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره رهبري کېږي. د اروپايي شورا مشر انتونیو کوسټا ویلي چې دی له پوتین سره د خبرو اترو لپاره «هیله‌مندي» ویني او زیاته کړې یې ده چې د دې کار لپاره د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ملاتړ هم ورسره دی.

روسیه، بروکسل او نورې اروپایي پلازمېنې تورنوي چې هغوی په خپله خوښه اړیکې بندې کړې دي. بل لور ته، اروپايي مشران پوتین یو مستبد او جنګي مجرم بولي او ویره لري چې که روسیه په اوکراین کې بریا خپله کړي، ښايي په راتلونکي کې پر ناټو غړو هېوادونو هم برید وکړي، هغه ادعا چې روسیه یې بې‌بنسټه بولي.

پوتین بیا اروپايي قدرتونه د اوکراین په ملاتړ او هغوی ته د لسګونو میلیارډونو ډالرو وسلو او استخباراتي معلوماتو په ورکولو سره په «جنګ غوښتنې» تورنوي.