د بلخ د غېږنیونې په «ګل سرخ» جام سیالیو کې ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی

د افغانستان د غېږنیونې فدراسیون اعلان کړی، چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د بېلابېلو عمرونو او وزن په کټګوریو کې د «ګل سرخ» جام د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې. د غېږنیونې فدراسیون د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه سیالیو کې د کابل، پروان او بلخ ولایتونو ۸۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

