د پاکستان په پنجاب کې د ښوونځي چت پرېوتو له امله ۴ ماشومان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي

د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېره غازي خان سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي د ټولګي چت پرېوتو له امله لږترلږه څلور ماشومان مړه او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، په ټپیانو کې ۱۶ زدهکوونکي، دوه ښوونکي او دوه کارګر شامل دي.
