• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په باجوړ کې د وسله‌والو نښتو له امله ۲ ماشومان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ماښام د پاکستان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په سیمه کې د شکمنو وسله‌والو پر وړاندې عملیات ترسره کړل.

سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه نښتې څو ساعته دوام وکړ. د ځایي پولیسو مرستیال افسر نیازمحمد خبریالانو ته ویلي، چې ټپي شوي ماشومان یې سیمه‌ییز روغتون ته لېږدولي دي. نوموړي‌ زیاته کړې، چې وژل شوي او ټپي ماشومان د همدې سیمې اوسېدونکي دي.

له بل پلوه روغتیاپالانو د یادې پېښې د ټپي شویو ماشومانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۵

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

تهران به د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته د پنجشنبې په ورځ ځواب ورکړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱
تهران به د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته د پنجشنبې په ورځ ځواب ورکړي
100%

سي این این شبکې د یوې سیمه‌ییزې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې تمه ده ایران به د پنجشنبې په ورځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته خپل ځواب د منځګړو له لارې وړاندې کړي.

د راپور له مخې، تر اوسه د ایران د احتمالي ځواب او یا هم د واشنګټن د وړاندیز د دقیقو جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

سي‌اېن‌اېن ویلي، دا خبر داسې مهال خپرېږي چې د روانو شخړو د درولو لپاره د یوه ډیپلوماتیک چوکاټ د رامنځته کولو هڅې دوام لري.

تر اوسه نه تهران او نه هم واشنګټن په رسمي ډول د دغو احتمالي خبرو د محتوا په اړه څرګندونې کړې دي، خو د سیمې د وضعیت له امله د نړیوالو ډیپلوماتیکو هڅو زیاتېدو ته پام اوښتی دی.

ایران امریکا د اوربند په ماتولو تورنه کړه

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
ایران امریکا د اوربند په ماتولو تورنه کړه
100%

د سپاه پاسداران د خاتم‌الانبیا د مرکزي قرارګاه ویاند امریکا تورنه کړه چې د هُرمز تنګي کې یې د ایران د تېلو یوه بېړۍ او یوه بله کښتۍ په نښه کړې او په دې سره یې اوربند مات کړی دی.

هغه وویل، امریکا د سیمې له ځینو هېوادونو سره په همغږۍ، د خمیر بندر، سیریک او قشم ټاپو پر ساحلي ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

دغه ویاند زیاته کړه، چې د ایران وسله‌والو ځواکونو هم سمدستي په غبرګون کې د هرمز تنګي ختیځ او د چابهار بندر سوېل کې د امریکا پوځي بېړۍ په نښه کړې او هغو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي. تر اوسه امریکايي چارواکو د امریکا پوځي بېړیو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې فاکس نیوز خبري شبکې راپور ورکړی و، چې د امریکا پوځ د ایران په قشم او بندرعباس بندرونو بریدونه کړي دي.

رسنۍ: د ايران په سوېل او تهران کې د چاودنو او هوايي دفاع فعاليتونه دوام لري

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱
رسنۍ: د ايران په سوېل او تهران کې د چاودنو او هوايي دفاع فعاليتونه دوام لري
100%

د ايران د پلازمېنې تهران او د دغه هېواد د سوېلي سيمو څخه رسېدلي راپورونه ښيي، چې د جمعې ورځې په سهار وختي د ایران په ځینو ښارونو کې بيا هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د هوايي دفاع سيستمونه فعال پاتې دي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، د تهران د شمال لوېديځ اوسېدونکو ويلي چې د جمعې په سهار يې د شاوخوا لسو هم‌مهالو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

په همدې مهال، د مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې د تهران په لوېديځ کې د هوايي دفاع فعاليتونه دوام لري او د ايران هوايي دفاع د تهران په فضا کې د «دښمنو اهدافو» پر ضد عمليات کوي.

د ايران په سوېل کې هم اوسېدونکو د بندرعباس او قشم په ښارونو کې د زورورو چاودنو د اورېدو خبر ورکړی دی. له بندرعباس څخه په يوه ترلاسه شوي راپور کې ويل شوي، چې د پنجشنبې شپې په دولسو بجو يو ځل بيا په دغه ښار کې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

مهر خبري اژانس همداراز په ميناب ښار کې د چاودنې د غږ اورېدو خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې په وروستيو شېبو کې په بندرعباس او ميناب کې بيا د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ميناب کرگان سيمې ځينو اوسېدونکو ويلي، د چاودنو شدت دومره زيات و چې د کورونو دروازې او کړکۍ يې ولړزولې.

همدارنګه، له قشم ښار څخه هم د څو نورو چاودنو د اورېدو راپورونه خپاره شوي دي.

عباس عراقچي: تر هغو چې جګړه، محاصره او بندیزونه پای ته ونه رسېږي هُرمز تنګی به عادي نه شي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
عباس عراقچي: تر هغو چې جګړه، محاصره او بندیزونه پای ته ونه رسېږي هُرمز تنګی به عادي نه شي
100%

په داسې حال کې چې امريکا او بحرين هڅه کوي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د هُرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د کښتيو د ازاد تګ راتګ په اړه يو پرېکړه‌ليک تصویب کړي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي دغه پرېکړه‌ليک «يو اړخيز او پاروونکی» بللی دی.

عراقچي په يوه ليک کې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د غړو هېوادونو مشرانو ته استول شوی، ويلي چې د هرمز تنګي اوسني محدوديتونه د ده په وينا د امريکا او اسراييل له خوا د ايران پر ضد د «تيري کوونکې، غيرقانوني او بې‌دليله جګړې» پايله ده.

هغه نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې بايد اجازه ورنه کړي څو امنيت شورا د ده په خبره د «تيري کوونکو هېوادونو» له خوا وکارول شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په خپل ليک کې ټينګار کړی، چې په هرمز تنګي کې به د بېړيو او سوداګريزو کښتيو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي حالت ته وګرځي، چې جګړه په دايمي ډول ودرول شي او د ايران پر ضد «غيرقانوني محاصره او بندیزونه» لرې کړل شي.

عراقچي دغه راز ويلي، چې په وړاندې شوې مسوده کې روايتونه «غوره شوي او جانبدارانه» دي او د سيمې د اوسني کړکېچ اصلي لاملونه له پامه غورځول شوي دي.

په پاکستان کې د ملايانو د ترور څپه

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۱
په پاکستان کې د ملايانو د ترور څپه
100%

د پاکستان يو شمېر نوميالي او اغېزمن ديني عالمان په دې وروستيو کې د دې هېواد په ناامنه سيمو کې د ناپېژانده وسله‌والو او سختدريځو ډلو له خوا وژل شوي. محمد ادريس ترنګزی، حميدالحق حقاني، عبدالسلام عارف او عبدالباقي نورزی هغه مشهور ديني شخصيتونه دي چې د ۲۰۲۵کال له پيل راهيسې وژل شوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان ډېری مشهور ملايان د موټرسایکل سپرو وسله‌والو په ډزو، بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي دي. پر ديني عالمانو زياتره هدفي بريدونه افغانستان سره نږدې ډیورڼد کرښې ته څېرمه سيمو، په ځانګړي ډول جوماتونو، مدرسو او مذهبي مرکزونو کې ترسره شوي دي. دغو بريدونو د پاکستان امنيتي وضعيت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

مولانا محمد ادريس ترنګزی، چې يو پېژندل شوی ديني عالم او د پاکستان د ايالتي اسمبلۍ پخوانی غړی و، د غویي په ۱۵مه نېټه د چارسدې په سيمه کې د موټرسایکل سپرو بريدګرو له خوا ووژل شو. په دغه بريد کې لږ تر لږه دوه پوليس هم ټپيان شوي وو.

د داعش خراسان څانګې د دې بريد مسئوليت پر غاړه واخيست. داعش خراسان په خپلې اعلاميې کې دغه مشهور ديني عالم د «پاکستاني حکومت پلوی» بللی و. د نوموړي د وژل کېدو له امله د پاکستان په ځينو سيمو کې پراخ لاريونونه او غبرګونونه راپورته شول.

تر دې وړاندې، د ۱۴۰۴ کال د لړم په ۱۳مه مولانا عبدالسلام عارف، چې د ايالتي شورا غړی او په چارسده کې د يوه جومات خطيب و، په ورته بريد کې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو له خوا ووژل شو.

عبدالسلام عارف د ابوبکر صديق مدرسې مسئول هم و. د دې بريد مسئوليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. پاکستاني شنونکو ويلي، پر دغه ديني عالم بريد د داعش خراسان د بريدونو په څېر ترسره شوی و.

په وروستيو بريدونو کې وژل شوي ډېری ديني عالمان د جمعيت علمای اسلام غړي وو. څارونکي وايي، د جمعيت علماوو دريځونو او سياسي فعاليتونو د دې لامل شوي چې غړي يې په نښه شي. دغه ګوند د پاکستان د پوځ له نږدې متحدانو ګڼل کېږي. د دې ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن په دې وروستيو کې د پاکستان د دولت پر ضد وسله پورته کول او تاوتريخوالی «ناروا او غيرشرعي» بللي وو.

خو د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په وروستيو کې حميدالحق حقاني، چې د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه مشر او د جمعيت علمای اسلام د بلې ډلې مشر و، د جومات دننه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. هغه د جمعې د لمانځه پر مهال په حقانيه مدرسه کې تر بريد لاندې راغی. په دې پېښه کې پنځه نور کسان هم ووژل شول او شاوخوا شل تنه ټپيان شول.

دارالعلوم حقانيه له ډیورنډ کرښې شاوخوا ۹۵ کيلومتره لرې موقعيت لري او د طالبانو ګڼ مشران په همدې مدرسه کې روزل شوي دي. د حقانيه مدرسې مسئولانو پخوا ويلي وو چې دوی پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته وياړي.

پاکستاني شنونکو دغه بريد داعش ته منسوب کړی، خو داعش خراسان او بلې کومې ډلې په رسمي ډول د بريد مسئوليت نه دی منلی.

د پاکستان حکومت د دغو ډېرو بريدونو وروسته اعلان کړی چې هر اړخيزې پلټنې به ترسره کړي، خو تر اوسه د دغو څېړنو پايلې په رسمي ډول نه دي خپرې شوې.

مفتي عبدالباقي نورزی، چې په بلوچستان کې د جمعيت علمای اسلام يو بل لوړپوړی مشر و، د ۱۴۰۳ کال د کب په وروستيو کې د کوټې ښار د هوايي ډګر پر سړک ووژل شو. دغه پاکستانی ديني عالم هم د موټرسایکل سپرو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی و. داعش د دې بريد مسئوليت پر غاړه اخيستی و.

همدارنګه د مفتي شاه مير او قاري نظام‌الدين وژنې هم ورته پېښې وې. دوی دواړه د جمعيت علمای اسلام غړي وو چې په همدې موده کې په ترتيب سره په بلوچستان او پنجاب کې ووژل شول.

شيخ يوسف اپریدی او مولوي عبدالقادر هم دوه نور ديني عالمان وو چې د ۱۴۰۴ کال د غویي په لومړيو کې د خېبرپښتونخوا ايالت په خېبر او کوهاټ ولسواليو کې په دوو جلا پېښو کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شول. د دغو دواړو بريدونو مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ديني عالمانو د ترور روانې څپې په ناامنه سيمو کې د خلکو او په ځانګړي ډول د جمعيت علمای اسلام لپاره يو جدي امنيتي بحران رامنځته کړی دی. پر ديني عالمانو هدفي بريدونو په کوټه، تربت، چارسده، پېښور او اسلام‌اباد کې پراخ اعتراضونه راوپارول.

جمعيت علمای اسلام دغه بريدونه «د علماوو هدفي عام‌وژنه» بللې ده. دغه ګوند د احتجاجي غونډو او لاريونونو له لارې له پاکستاني حکومته غوښتي چې ديني عالمانو او مدرسو ته بېړنی امنيت برابر کړي.

کارپوهان وايي، د وسله‌والو او په ځانګړي ډول د موټرسایکل سپرو بريدګرو له خوا د ديني عالمانو د وژنو زياتوالی د تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان د ځواکمنتيا او پراخېدونکو فعاليتونو څرګندونه کوي. دوی وايي، په هغو پېښو کې چې کومې ډلې مسئوليت نه دی منلی، د بريدونو ډول او تګلاره د دغو دواړو ډلو لاس لرل ښيي.

د پاکستان حکومت دغه ترورونه په سختو ټکو غندلي او ويلي يې دي چې دا د “کورنیو او بهرنيو ترهګرو” کار دی. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير شهباز شریف هم پر ديني عالمانو د هدفي بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بشپړو پلټنو امر يې کړی دی.

کارپوهان باور لري چې ديني مدرسو او ځينو سختدريځو ملايانو د پاکستان په ځينو ناامنو سيمو، په ځانګړي ډول خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې، د ګډوډيو په رامنځته کولو کې رول لوبولی دی. ويل کېږي چې يو شمېر دغو کسانو په يو ډول د وسله‌والو ډلو ملاتړ هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ځينو هغو ديني عالمانو چې په پاکستان کې وژل شوي، د حکومت له هغو تګلارو سره مخالفت درلود چې د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو پر ضد عملي کېدې.

شنونکي وايي، پر ديني عالمانو د هدفي بريدونو زياتوالی نه يوازې د پاکستان کورنی امنيت ګواښي، بلکې د پاکستان د اسلام‌پالو ډلو ترمنځ ژور اختلافونه هم بربنډوي. دوی زياتوي، که دا بريدونه دوام وکړي، د پاکستان سياسي ثبات او امنيتي حالت به نور هم کمزوری شي.

ځينې شنونکي د تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان په څېر ډلو او هغو ديني عالمانو ترمنځ روان تاوتريخوالي ته اشاره کوي چې له امنيتي ادارو سره نږدې اړيکې لري. د دغو ډلو ترمنځ اوږده سيالي او پخوانۍ دښمني دا احتمال پياوړی کوي چې دغه ترورونه د همدې اختلافونو پايله وي.