• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې د یوې اوونۍ پر مهال نږدې ۵۰۰ افغان کډوال نیول شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱

د ایران د یزد ولایت پولیسو ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۴۹۹ افغان کډوال نیولي دي. د یزد د امنیې قوماندان احمد نګهبان ویلي، دغه کسان د «ټولنیز امنیت د پیاوړتیا» د طرحې په چوکاټ کې نیول شوي دي.

هغه د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس «مهر» سره په خبرو کې ویلي، نیول شوي کسان د قانوني مراحلو او له هېواده د ایستلو لپاره کمپونو ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو کې، په ایران کې د جګړې له پیل وروسته د افغان کډوالو د ایستلو راپورونه لږ شوي وو، خو اوس د نیونو او ایستلو لړۍ یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې ښکاري.

ایران تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په بې‌سارې توګه چټک کړی و، او دا لړۍ په ځانګړي ډول د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ورځنۍ جګړې وروسته نوره هم چټکه شوه.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، تېر کال له یو میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې په هغوی کې داسې کسان هم شامل وو چې یا په ایران کې زېږېدلي وو او یا یې هلته لسیزې ژوند کړی و.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

په هلمند کې د تېر کال پر تله د شفتالو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه ډېرښت راغلی دی

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، سږکال به د شفتالو له بڼونو څه باندې ۱۵۵۵ ټُنه حاصلات راټول شي چې دغه شمېر د تېر کال پر تله د ۱۰ سلنې زیاتوالي ښکارندويي کوي. بڼوالان بیا په دغه ولایت کې د سړوخونو د جوړېدو غوښتونکي دي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین د شفتالو د حاصلاتو د ډېرښت لامل د دوی له لوري په مسلکي ډول د بڼوالو روزل په ګوته کوي.

د دغه ریاست د پلان او پروګرامونو مدیر شفیق‌الله مبین وايي: «دا وارې زموږ له‌خوا بڼوالو ته روزنه ورکړل شوې او د بڼونو د جوړولو په برخه کې موږ همکاري کړې ده. د تېر کال په نسبت حاصلات زیات شوي او د شفتالو په رنګ، خوند او کیفیت کې تغییر راغلی او بازار یې هم ښه دی».

بڼوال بیا په دغه ولایت کې د میوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره د معیاري سړو خونو د جوړېدو غوښتنه لري. دوی وايي، که په دغه ولایت کې سړې خونې جوړې شي، نو کولی شي د یوه فصل میوه بل فصل ته په خوندي ډول وساتي.

د تازه میوو سوداګر وايي، پخوا په افغانستان د هر ډول میوو د حاصلاتو د رسېدو پر مهال له پاکستانه ورته حاصلات راوړل کېدل او په دې سره یې بازار له لاسه ورکاوه.

په دغه ولایت کې د تازه میوو سوداګر محمد هاشم وايي: «موږ هره میوه چې په باغونو کې مو خرید کړی پخوا به پاکستان ته اېلا وو او د پاکستان میوې به زموږ خواته راتلله، زموږ بازار به یې ګډوډ کړی وو. اوس چې موږ په کومه تمه چې میوې رانیولي د پاکستان میوه بنده ده، موږ یې چې بازار ته واستوو، نو په ښه قیمت خرڅېږي».

په هلمند کې د شفتالو فصل له رارسېدو سره یو شمېر کارګرو ته هم لنډ مهالي کاري زمینې برابرې شوي دي. دغه کارګر وايي، په ورځ کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو مزدوري کوي.

د هلمند د شفتالو د پلورونکو په وینا، دمګړۍ په دغه ولایت کې یو من ښه شفتالو له ۲۰۰ تر ۲۲۰ افغانۍ ده.

د هلمند شفتالو
100%
د هلمند شفتالو

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې ریاست وايي، سږکال د هلمند پر ۱۸۳ هکټاره ځمکه شفتالو کرل شوي او ادعا لري، چې دمګړۍ دغه ولایت د میوو او سبزیجاتو له اړخه پر ځان بسیا شوی او ډېری وخت نورو ولایتونو ته هم یادې میوې استوي.

له طالبانو سره پخوانی امریکايي زنداني: طالبانو ۱۴ میاشتې پرته له کوم جرم زنداني کړی وم

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱

د نېشن نیوز شبکې راپور ورکړی، چې د طالبانو سره پخوانی امریکایي زنداني ډینس کویل ویلي، ۱۴میاشتې یې د طالبانو په بند کې پرته له کوم رسمي تور او جرم تېرې کړې دي.

کویل له خوشې کېدو وروسته ویلي، د بند په ټوله موده کې یې هیله لرله چې یو ځل بیا خپله کورنۍ وویني.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۵کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو هغه په کابل کې له خپل اپارتمان څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی و.

هغه ویلي، طالبانو هېڅکله په رسمي ډول پر ده کوم جرم او تور نه دی لګولی، او ځکه باور لري چې نیول کېدلویې سیاسي انګېزه لرله.

دغه امریکايي وګړي زیاته کړې،چې د بند په لومړیو پنځو میاشتو کې ورته له خپلې کورنۍ سره د اړیکې اجازه نه ورکول کېده او د خپلې خور لومړنی پیغام یې د یوه لیک له لارې ترلاسه کړی و.

کویل همداراز د طالبانو د ساتونکو د چلند په اړه ویلي، ځینویې له ده سره سخت او توند چلند کاوه، خو یو شمېر نورو بیا ورسره خواخوږي ښودله.

د راپور له مخې، د امریکا حکومت ویلي چې لا هم لږ تر لږه دوه نور امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي.

سید عباس عراقچي: د امریکا کړنو د ډیپلوماسۍ بهیر ته زیان رسولی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، دامریکا له لوري په فارس خلیج کې «تاوتریخوالی رامنځته کول» او د اوربند نقض د ډیپلوماسۍ بهیر ته زیان رسولی دی.

عراقچي ویلي، د ډیپلوماټیکو هڅو د پرمخ بیولو لپاره اړینه ده چې «غیرقانوني اقدامات» ودرول شي.

بل لور ته، اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې هاکان فیدان له عراقچي سره د دې لپاره اړیکه نیولې وه څو د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو وضعیت و ارزوي.

د اناتولي د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې دواړو وزیرانو د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو مذاکراتو اوسنی پړاو څېړلی دی.

تر اوسه د دغه ټلیفوني خبرې د نورو جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا تماس داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او احتمالي تفاهم لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

افغان الاصله رابعه نسیمي د لندن د محلي شورا ټاکنو کې بریا خپله کړه

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱

افغان الاصله مېرمن رابعه نسیمي د بریتانیا د کارګر ګوند له لوري د لوېدیځ لندن د محلي شورا په ټاکنو کې له ۱۲۰۰څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو بریالۍ اعلان شوې ده.

د رسمي پایلو له مخې، د لوېدیځ لندن په اکتون سیمه کې د کارګر ګوند درې نوماندانو د محلي شورا څوکۍ وګټلې. په دغو بریالیو نوماندانو کې رابعه نسیمي د ۱۲۰۷رایو په ترلاسه کولو د خپل ګوند دویمه بریالۍ نومانده وه.

په دې ټاکنیزه حوزه کې سټپن اوون ډونلي له ۱۲۲۹رایو او هیټیش ټیلور له ۱۱۲۳رایو سره نور بریالي نوماندان وو.

رابعه نسیمي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، هغه مهال چې پنځه کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښود او بریتانیا ته کډواله شوه.

نوموړې وروسته د لندن له ګولډسمیت پوهنتون څخه د ټولنپوهنې په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ او بیا یې دلندن له اقتصاد او سیاسي علومو په پوهنتون کې په همدې برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړې بشپړې کړې.

اغلې نسیمي دا مهال دکمبریج په پوهنتون کې د ټولنپوهنې په برخه کې د دوکتورا زده‌کړې کوي، چې تمرکز یې د دویم نسل کډوالو، هویت، وطن او ژبې پر موضوعاتو دی.

امریکا: د لبنان او اسراییل تر منځ دویمه غونډه به راتلونکې پنجشنبه ترسره شي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امریکا به د راتلونکې پنجشنبې او جمعې په ورځو د اسراییل او لبنان تر منځ د دوه ورځنیو خبرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. د امریکا ولسمشر د اسراییل او لبنان تر منځ د تېرې دورې خبرو مشري پر غاړه درلوده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو راتلونکو خبرو کې به د یوې هر اړخیزې سولې او امنیتي هوکړې پر لور پرمختګ وشي او ورسره به دوه اړخیزې بنسټیزې اندېښنې په اساسي ډول حل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د دې خبرو موخه دا ده، چې د تېرو دوو لسیزو له ناکامو کړنلارو څخه په پرېکنده ډول لاره جلا شي؛ ځکه هغو کړنلارو ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړې وه، چې خپلې ریښې ټینګې کړي، ځانونه بډایه کړي، د لبنان د دولت واکمني کمزورې کړي او د اسراییل شمالي پوله له خطر سره مخ کړي».

د خبرپاڼې له‌مخې، د راتلونکې اونۍ په خبرو کې به د یوې تلپاتې سولې او امنیتي ترتیباتو، په ټوله خاوره کې د لبنان د حاکمیت د بشپړې اعادې، د پولو د ټاکلو او په لبنان کې د بشري مرستو او بیا رغونې لپاره د عملي لارو جوړولو لپاره یو چوکاټ رامنځته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دواړو لورو ژمنه کړې، چې د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره به په دغو خبرو کې ګډون وکړي او امریکا به هڅه وکړي، چې دغه ګټې په داسې ډول سره همغږې کړي، چې د اسراییل لپاره تلپاتې امنیت او د لبنان لپاره حاکمیت او بیا رغونه تضمین کړي.

نوموړي څرګنده کړې، واشنګټڼ پر دې باور دی، چې هر اړخیزه سوله د لبنان د دولتي واکمنۍ په بشپړې اعادې او د حزب‌الله په بشپړې بې‌وسلې کولو پورې تړلې ده، چې د امریکا له‌خوا یو بهرنی «ترهګریز سازمان» پېژندل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اسراییل او لبنان تر منځ له لومړي پړاو لنډ مهاله اوربند وروسته هم اسراییل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او له امله یې لسګونه لبنانیان وژل شوي دي.