د پاکستان د بشري حقونو شورا: د تېلو د بیو لوړول پر بېوزلو خلکو برید دی

د پاکستان د بشري حقونو شورا په دغه هيواد کې د تيلو بيو لوړېدل په کلکه وغندل او ژوره اندېښنه یې څرګنده کړه. دوی وایي، چې د تېلو د بیو لوړول پر بېوزلو خلکو برید دی.

د پاکستان د بشري حقونو شورا په دغه هيواد کې د تيلو بيو لوړېدل په کلکه وغندل او ژوره اندېښنه یې څرګنده کړه. دوی وایي، چې د تېلو د بیو لوړول پر بېوزلو خلکو برید دی.
د پاکستان د پټرولیم وزارت د جمعې په شپه (د غويي ۱۸مه) د تيلو نوې بيې اعلان کړې، د ډیزل یو لیتر کې ۱۵ پاکستانۍ کلدارې او د پټرول په هر لیتر کې ۱۴ روپۍ ۹۲ پيسې ډېروالی اعلان کړو. او نن له (شنبې، غويي ۱۹مې) څخه به په ټول پاکستان کې د يو ليتر ډيزل بيه ۴۱۴ روپۍ او ۵۸ پیسې او د یو لیتر پټرول بیه ۴۱۴ روپۍ او ۸۴ پیسې وي.
د بشري حقونو شورا وويل، دا زیاتوالی یوازې د شمېرو بدلون نه بلکې پر لکونو غریبو، مزدورو او منځني قشر کورنیو د ورځېني ژوند پر چارو مستقیم برید دی.
شورا زياته کړه، له مخکې څخه د ګرانۍ، بېروزګارۍ او کم امدن تر بوج لاندې ځپل شوي ولس لپاره دا پرېکړه د زغملو نه ده.
شورا وويل، کله چې سون توکي (تيل) ګران شي نو یوازې موټرونه نه درېږي، بلکې د اوړو، دال، سبزیو، شیدو، درملو او نورو اړینو توکو بیې هم اسمان ته خېژي. او دا پرېکړه په ځانګړي ډول د موټر چلوونکو، ورځني مزدورانو، ترانسپورټ کارګرو او زدهکوونکو لپاره تباهي رامنځته کوي.
د بشري حقونو شورا له پاکستان حکومت څخه وغوښتل، د تيلو په بیو کې شوی وروستی زیاتوالی دې ژر تر ژره بېرته واخیستل شي.