• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین: د روسي بریدونو د مخنیوي لپاره د هوايي دفاعي توغندیو له جدي کمښت سره مخ یو

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۱

اوکراین خبرداری ورکړی چې د روسیې د ژمنیو پراخو بریدونو له امله د دغه هېواد د هوايي دفاعي توغندیو زېرمې تر ډېره تشې شوې دي. د اوکراین هوايي ځواک د جمعې په ورځ ویلي، چې دوی د روسیې د راتلونکو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره له سختو ننګونو او د مهماتو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د اوکراین د هوايي ځواک ویاند یوري ایهنات د دغه هېواد دولتي خبري اژانس اوکراین فورم ته ویلي: «اوس مهال هغه توغندیز لانچرونه چې ځینو واحدونو او بټریو ته ځانګړي شوي، نیم خالي دي او دوی یوازې محدود شمېر توغندي لري». نوموړي زیاته کړې چې د اکمالاتو په ځنډېدو سره دغه ستونزه نوره هم جدي شوې ده.

اوکراین که څه هم د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د نسکورولو لپاره له کورنیو ټکنالوژیو، ګرځنده توپچي واحدونو او برېښنایي جګړې څخه کار اخلي، خو د بالستیک او کروز توغندیو د مخنیوي لپاره لا هم په بشپړ ډول پر لوېدیځو هوايي دفاعي سیستمونو متکي دی.

د جګړې له څلورو کلونو تېرېدو وروسته، اوکراین د خپلو متحدینو له لوري د نظامي مرستو په برخه کې له ځنډ او ګډوډۍ سره مخ شوی دی.

داسې مهال چې د ایران په جګړه کې د امریکا او اسراییل لخوا د هوايي دفاعي سیستمونو کارول زیات شوي، اوکراین ته د دغو تجهیزاتو د رسولو پروسه له لا زیات فشار سره مخ ده. ایهنات ټینګار کړی چې د دغو اکمالاتو نشتوالی د دوی دفاعي وړتیاوې له خطر سره مخ کولی شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

۵
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

•
•
•

نور کیسې

کرملین: پوتین له اروپایانو سره خبرو ته چمتو دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱

کرملین د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې ولادیمیر پوتین چمتو دی له «هر چا» او په ځانګړې توګه له اروپایانو سره خبرې وکړي، خو لومړی ګام به نه اخلي. دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې فایننشل ټایمز راپور ورکړ چې د اروپايي ټولنې مشران له پوتین سره مستقیمو خبرو ته چمتووالی نیسي.

د کرملین ویاند ډیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: «پوتین له هر چا سره خبرو ته چمتو دی او دا خبره یې په وار وار کړې ده. موږ چمتو یو چې د خپلو خبرو اترو په لور تر هغه ځایه ولاړ شو چې اروپایان ورته چمتو وي». خو نوموړي زیاته کړه چې روسیه به د دې اړیکو د پیلولو لپاره لومړی اقدام ونه کړي، ځکه په وینا یې، دا اروپایان وه چې په ۲۰۲۲ کال کې یې له مسکو سره اړیکې وشلولې.

وړاندې فایننشل ټایمز راپور ورکړی، چې اروپایان د هغو خبرو اترو له امله ناهیلې شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره رهبري کېږي. د اروپايي شورا مشر انتونیو کوسټا ویلي چې دی له پوتین سره د خبرو اترو لپاره «هیله‌مندي» ویني او زیاته کړې یې ده چې د دې کار لپاره د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ملاتړ هم ورسره دی.

روسیه، بروکسل او نورې اروپایي پلازمېنې تورنوي چې هغوی په خپله خوښه اړیکې بندې کړې دي. بل لور ته، اروپايي مشران پوتین یو مستبد او جنګي مجرم بولي او ویره لري چې که روسیه په اوکراین کې بریا خپله کړي، ښايي په راتلونکي کې پر ناټو غړو هېوادونو هم برید وکړي، هغه ادعا چې روسیه یې بې‌بنسټه بولي.

پوتین بیا اروپايي قدرتونه د اوکراین په ملاتړ او هغوی ته د لسګونو میلیارډونو ډالرو وسلو او استخباراتي معلوماتو په ورکولو سره په «جنګ غوښتنې» تورنوي.

د ایټالیا او امریکا د اړیکو ترینګلتیا؛ مارکو روبیو د ایټالیا له لومړۍ وزیرې سره وکتل

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني سره کتلي دي. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې د ایران د جګړې او پر پاپ لیو د ټرمپ نیوکو د واشنګټن او روم ترمنځ نږدې اړیکې له بې‌ساري فشار او ترینګلتیا سره مخ کړې دي

مارکو روبیو ایټالیا ته په دوه ورځني سفر تللی ترڅو د پاپ لیو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ له توندو نیکو وروسته رامنځته شوې فضا سړه کړي.

بل لور ته واشنګټن د ایران په جګړه کې د ایټالیا له نه همکارۍ ناراضه دی، ځکه ایټالیا په خپله خاوره کې د امریکا «سیګونیلا» هوايي اډې کارولو ته اجازه نه ده ورکړې.

جورجیا میلوني چې پخوا په اروپا کې د ټرمپ یوه له نږدې ملاتړو شمېرل کېده، اوس د امریکا پر وړاندې د ایټالیا د عامه افکارو د مخالفت او د جګړې د اقتصادي زیانونو له امله تر فشار لاندې ده. هغې پر پاپ د ټرمپ نیوکي «د نه منلو وړ» بللي، چې په غبرګون کې یې ټرمپ نوموړې په «بې زړتوب» تورنه کړې او له ایټالیا څخه یې د امریکايي ځواکونو د ایستلو ګواښ کړی دی.

د راپورونو له‌مخې، روبیو او میلوني په یاده لیدنه کې، د ایران جګړه او د هغې نړیوالې اغېزو، د اوکراین جګړه او پر کیوبا د واشنګټن لخوا د ډیپلوماټیکې یوازېتوب پالیسي او پر اروپايي توکو د امریکا لخوا لګول شوي تعرفې په اړه بحثونه کړې دي.

اسټرالیا د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړ

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د اسټرالیا حکومت د جمعې په ورځ د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ او د یادې ډلې پر جګپوړو مشرانو مالي او د ترهګرۍ ضد بندیزونه ولګول. دغه ډله چې د برېتانیا او امریکا له لوري هم د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوې، په پاکستان کې په ځانمرګو او وسله‌والو بریدونو تورنه تورنه ده.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ په یوې اعلامیه کې وویل: «د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ یوه داسې ډله ده چې په ټول پاکستان کې یې د تاوتریخوالي ډګ بریدونه کړي دي. دغو بریدونو ملکي وګړي، حیاتي بنسټونه، بهرني وګړي او د پاکستان حکومت په نښه کړي دي».

مېرمن وونګ زیاته کړه چې استرالیا له تروریزم او افراطیت سره مبارزې ته کلکه ژمنه ده.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړې: «دا بندیزونه د دې لپاره طرحه شوي چې د یادې ډلې مالي سرچینې پرې کړي، د نويو کسانو د جذب مخه ونیسي او د هغوی د ایډیالوژۍ خپرېدل محدود کړي».

د اسټرالیا د قوانینو له مخې، له دغې ډلې سره هر ډول مالي راکړه ورکړه جرم دی چې تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا لرلای شي.

د راپورنو له‌مخې، د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ له ۲۰۱۱ کال راهیسې په زرګونو کسان وژلي او په ځانګړې توګه په سیمه کې د چین پر پروژو بریدونه کوي.

د روان کال په جنوري میاشت کې دغې ډلې د «هیروف دو» په نوم عملیات وکړل چې د پاکستاني چارواکو په وینا ۲۷۴ کسان پکې ووژل شول.

پاکستان دغه ډله د «هندوستان فتنه» بولي او ادعا کوي چې ډیلي ورته مالي او تسلیحاتي ملاتړ چمتو کوي، خو هند تل دا تورونه رد کړي دي.

ځینې پاکستاني چارواکي افغان طالبان هم د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو دا ادعاوې په کلکه رد کړې او بې‌بنسټه یې بللې دي.

امریکا په ایران کې پر ځینو موخو غچ‌ اخیستونکي بریدونه تایید کړل

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱

د امریکا مرکزي قوماندانۍ وايي، چې امریکایي ځواکونو د هرمز تنګي له لارې په عمان سمندر کې د درېیو امریکایي جنګۍ بېړیو پرمټ د ایران د توغندیزو، ډرون او کوچنیو کښتیو بریدونه شنډ کړي او بیا یې په یاد هېواد کې د دغه بریدونو پر اصلي سرچینو هم بریدونه کړي دي.

سېنټکام خپل پوځي غبرګون دفاعي بللی او ویلي یې دي، چې د کړکېچ د زیاتېدو غوښتنه نه‌لري. د سینټکام په وینا؛ دغه بریدونه هغه مهال شوي، چې د «یو اېس اېس تراکسټون»، «یو اېس اېس رافایل پرالټا» او «یو اېس اېس میسون» په نوم امریکايي جنګي بېړۍ له هرمز تنګي څخه تېرېدلې.

سېنټکام ویلي، چې ایراني ځواکونو په دغه بریدونو کې څو توغندي، ډرونونه او وړې کښتۍ کارولې وې؛ خو د امریکا هېڅ تجهیزات یا شتمنۍ په نښه شوې نه‌دي. د سېنټکام په وینا؛ امریکايي ځواکونو د دغه بریدونو تر شنډولو وروسته د توغندیو او ډرونونو ویشتګرونه، د قوماندې او کنټرول مرکزونه او د ایران استخباراتي او څار مرکزونه په نښه کړل.

سېنټکام وایي، امریکا د تاوتریخوالي د زیاتولو په لټه کې نه‌ده؛ خو چمتو ده چې د خپلو ځواکونو ساتنه وکړي.

تهران به د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته د پنجشنبې په ورځ ځواب ورکړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱

سي این این شبکې د یوې سیمه‌ییزې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې تمه ده ایران به د پنجشنبې په ورځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته خپل ځواب د منځګړو له لارې وړاندې کړي.

د راپور له مخې، تر اوسه د ایران د احتمالي ځواب او یا هم د واشنګټن د وړاندیز د دقیقو جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

سي‌اېن‌اېن ویلي، دا خبر داسې مهال خپرېږي چې د روانو شخړو د درولو لپاره د یوه ډیپلوماتیک چوکاټ د رامنځته کولو هڅې دوام لري.

تر اوسه نه تهران او نه هم واشنګټن په رسمي ډول د دغو احتمالي خبرو د محتوا په اړه څرګندونې کړې دي، خو د سیمې د وضعیت له امله د نړیوالو ډیپلوماتیکو هڅو زیاتېدو ته پام اوښتی دی.