نوموړي ویلي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان به تر ارزونې وروسته په دولتي ادارو کې په دندو وګومارل شي؛ خو د دغه اعلان ترشا د عامو خلکو په منځ کې تر ټولو لویه پوښتنه دا ده، چې د پخوانیو تجربه لرونکو او مسلکي مامورینو برخلیک به څه وي؟
خلک وايي، هغه کسان چې کلونه یې د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې تجربه ترلاسه کړې وه اوس یا له دندو شړل شوي، یا ګوښه شوي او یا هم د داسې کسانو لهخوا ځای ناستي شوي چې نه مسلکي تجربه لري او نه هم د ادارې له اصولو سره بلد دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان په ګڼو دولتي ادارو کې د پراخو بدلونونو لړۍ پیل شوې ده. سلګونه تجربه لرونکي مامورین له دندو لرې کړای شوي او پر ځای یې د طالبانو غړي، خپلوان، جنګي ملګري او هغه کسان ګومارل شوي چې تر ډېره د «شناخت او وفادارۍ» پربنسټ ټاکل شوي دي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی او پخوانی دولتي مامور چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، اوس د دولت ګڼې ادارې د مسلک پربنسټ نه؛ بلکې د واسطې او اړیکو پر بنسټ اداره کېږي. هغه وايي: «پخوا که څه هم ستونزې ډېرې وې؛ خو بیا هم په ادارو کې متخصص کسان پر دندو بوخت وو. اوس داسې کسان پر څوکيو ناست دي، چې ان د ادارې ابتدایي اصول نه پېژني؛ یوازې ځکه مقرر شوي چې طالبان دي یا د کوم قوماندان خپلوان دي».
د خلکو له نظره؛ د طالبانو په حکومت کې د نامسلکي ګومارنو یوه تر ټولو ډېره یادېدونکې بېلګه د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ده. نیوکه کوونکي وایي، چې د دغه وزارت مشرتابه د مخابراتو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو په برخه کې هیڅ زدهکړې نهلري؛ خو بیا هم د مهمې ادارې مشري ورسپارل شوې ده.
د کندهار پوهنتون یو استاد په دې اړه وایي: «کله چې د مخابراتو په څېر حساس وزارت ته داسې کسان راوستل کېږي، چې له ټېکنالوژۍ سره ابتدایي بلدتیا هم نهلري؛ نو له ادارې به څنګه د پرمختګ تمه وشي؟ نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي انقلاب پر لور روانه ده؛ خو دلته لاهم د جنګي سابقې پر اساس وزیران ټاکل کېږي».
هغه زیاتوي، چې د تخصص نشتوالی یوازې په یوه وزارت پورې محدود نهدی؛ بلکې د روغتیا، مالیې، پوهنې، ښار جوړونې او نورو ادارو په کچه هم ورته ستونزې شته. خلک شکایت کوي، چې اوس په دولتي ادارو کې د دندې تر ټولو مهم شرط «جنګي سابقه» او طالبانو ته وفاداري ده؛ نه لوړې زدهکړې او مسلکي وړتیا.
د کندهار پوهنتون یو فارغ شوی ځوان منیر احمد وایي: «موږ کلونه زدهکړې وکړې؛ خو اوس راته ویل کېږي چې تجربه نهلرئ. بل خوا داسې کسان مقررېږي، چې نه پوهنتون پېژني او نه کمپیوټر کارولای شي یوازې ځکه مقرر شوي چې له طالبانو سره یې په جګړه کې برخه لرله».
د اداري چارو یوشمېر شنونکي باور لري، چې د نامسلکي کسانو پراخې ګومارنې د افغانستان د ادارو د فلج کېدو اصلي لامل ګرځېدلې دي. د دوی په وینا؛ په ګڼو ادارو کې د طالبانو د قوماندانانو، وزیرانو او چارواکو خپلوانو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې په دې کار سره د خلکو کارونه ورځ تر بلې له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.
خلک باور لري که د مسلکي کسانو د شړلو او نامسلکي افرادو د ګومارلو لړۍ همداسې روانه پاتې شي؛ نو نه یوازې به اداري نظام لا کمزوری شي، بلکې افغانستان به د علم، تخصص او پرمختګ له نړۍوال کاروان نه نور هم شاته پاتې شي.