• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سیدالشهدا ښوونځي زده‌کوونکې د یاد ښوونځي د خونړي برید په تړاو د خپلواکې پلټنې غوښتنه کوي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ د کابل په لوېدیځ کې د سید الشهداء د نجونو پر ښوونځي برید کې تر ۸۵ ډېر کسان ووژل شول. له یادې پېښې ژوندۍ پاتې شوې زده‌کوونکې ثریا محمدي د برید د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې د خپلواکې او رڼې پلټنې غوښتنه کړې ده.

هغې ويلي، چې دغه بريد د نجونو د زده‌کړو پرضد و؛ خو دغه ډول کړنې به افغان نجونې له زده‌کړو ترلاسه کولو راونه ګرځوي او د هغوی اراده به کمزورې نه‌کړي. د نوموړې په خبره؛ د برید درد لاهم د قربانیانو له کورنیو او ژغورل شویو کسانو سره ژوندی دی او د عدالت غوښتنه نه‌ده پوره شوې.

د ۱۴۰۰کال (د غویي ۱۸مه) د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدا نجونو ښوونځي ته نږدې لومړی یو موټر بم چاودنه وشوه او وروسته دوه نورې چاودنې هم وشوې، چې له امله یې تر ۸۵ زیات کسان ووژل شول. د راپورونو له مخې؛ د یاد برید ډېری قربانیان نجونې زده‌کوونکې وې.

لاتراوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی؛ خو د پخواني افغان حکومت چارواکو د یاد برید پړه پر طالبانو اچولې وه. خو طالبانو بیا دغه تور رد کړی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د انار ګل مشاعره یو وار بیا د طالبانو د مشر ستاینې او د جګړې پر تبلیغاتو راڅرخېده

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱

کندهار کې تېره شپه د انار ګل مشاعره ترسره شوه؛ هغه ادبي غونډه چې پخوا به په‌کې د انار ګل، وطن، ټولنیزو موضوعاتو او ولسي احساساتو اړوند شعرونه وړاندې کېدل؛ خو د وروستیو کلونو په څېر سږکال هم د طالبانو د مشر ستاینې او د حکومتي وفادارۍ د تکراري پیغامونو تر سیوري لاندې ترسره شوه.

په یاده مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو، د طالبانو د حکومت چارواکو، دیني عالمانو او فرهنګي کسانو ګډون کړی و؛ خو د غونډې ګڼې ویناوې، شعرونه او تمثیلي ټوټې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د اطاعت، د هغه د فرمانونو د ستاینې او د اسلامي نظام د بقا پر محور راڅرخېدې.

طالب چارواکي شاعرانو ته: «د امیر اطاعت ته خلک راوبولئ»

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي شېر احمد حقاني د یادې مشاعرې پرمهال شاعرانو او لیکوالانو ته په خطاب کې وویل، دوی مکلف دي د اسلامي نظام د دفاع او ستاینې لپاره شعرونه ولیکي.

هغه وویل: «شاعران مکلفیت لري، چي د اسلامي نظام د توصیف او دفاع لپاره شعرونه ولیکي. په شعرونو کې هغه اسبابو ته اشاره وکړي، چي د نظام د بقا، استحکام او ثبات لامل ګرځي».

حقاني زیاته کړه، چې شاعران باید خلک د طالبانو د مشر اطاعت ته وهڅوي او د هغه فرمانونه تشریح کړي. هغه دا هم وویل، چې د طالبانو دښمنان ښايي د فرصت په پیدا کېدو سره غچ واخلي؛ نو ځکه باید د یووالي او د نظام ساتنې لپاره کار وشي.

د مشاعرې تر ټولو جنجالي برخه د کندهار د علماوو شورا د غړي مولوي عبدالهادي ابوالخالد خبرې وې، چې ځوانان یې د عصري وسایلو پرځای د وسلو اخیستو او جهاد ته د چمتووالي لپاره وهڅول.

هغه وویل: «ځوانان دې صورت او سیرت اصلاح کړي او د اتیا زره افغانیو د ټېلیفون پرځای دې راکټ او نورې وسلې واخلي او هر وخت د جهاد لپاره چمتو واوسي». نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې ځوانان باید د وسلې استعمال زده کړي او ځانونه د جهاد لپاره چمتو کړي.

د هغه په خبره: «ځوانان دې اعداد وکړي، جهاد، ټوپک او د وسلې استعمال دې زده کړي او د دې ترڅنګ دې قراني علوم زده کړي؛ ترڅو راتلونکی یې امن او د اسلامي نظام تر چتر لاندې واوسي».

ابوالخالد شاعرانو، لیکوالانو او ترنم ویونکو ته هم سپارښتنه وکړه، چې په خپلو شعرونو او لیکنو کې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه وستايي او تشریح یې کړي.
شعرونه هم د طالبانو د مشر او نظام ستاینو ته ځانګړي شوي وو

په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو خپل شعرونه د طالبانو د مشر، د اوسني‌ حکومت او د طالبانو د پخوانیو مشرانو په ستاینه کې ولوستل.

یو شاعر وویل:

«هر یو فرمان دې را اخیستی دی له دینه سلام

امیرالمومنینه سلام»

بل شاعر بیا د طالبانو نظام د قربانیو پایله وبلله او ویې ویل:

«دا نظام په قربیانو دی راغلی، په بې شمېره ککریو دی راغلی

دا نظام د ملا عمر مرحوم ارمان دی، دا نظام تابع د دین او د قران دی»

د شعرونو عمومي منځپانګه د طالبانو د نظام مشروعیت، د یادې ډلې د مشر اطاعت او د اسلامي نظام د دوام پر تبلیغ راڅرخېده؛ هغه څه چې د ګڼو فرهنګي او ادبي فعالانو په باور د ادبي غونډو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

د مشاعرې پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو پر ګډونوالو د موبایل له لارې د ویډیو اخیستلو بندیز لګولی و او هیچا ته اجازه نه ورکول کېده، چې د غونډې ویډیو ثبت کړي. د سرچینو په وینا؛ دغه محدودیت د دې لپاره وضع شوی و، چې د غونډې ټول جزییات او څرګندونې په ازاد ډول خپرې نه‌شي.
انار ګل مشاعره چې پخوا به د ولسي ادب، شاعرۍ او فرهنګي تبادلې یو مهم سمبول ګڼل کېده، اوس د نیوکه کوونکو په باور تر ډېره د طالبانو د سیاسي او اېډیالوژیکو پیغامونو د خپرولو پر یوه منبر بدله شوې ده.

کریم خُرم د ماریا سلطان څرګندونو ته: پاکستان هڅه کوي د افغان هویت او تاریخ ضد تبلیغات وکړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خُرم د پاکستان د دفاع وزارت د پخوانۍ سلاکارې ماریا سلطان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان هڅه کوي د افغان هویت او تاریخ پرضد تبلیغات وکړي.

هغه ویلي، پاکستان د افغانستان پر ضد خپل سیاسي، فرهنګي او تبلیغاتي فشارونه زیات کړي دي. نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي: «د خلکو د پراخو غبرګونونو له امله مې د ماریا سلطان مرکه واورېده. د مرکې یوه برخه د طالب چارواکو او د هغوی د شتمنیو په اړه وه، چې خپله باید ورته ځواب ووایي؛ خو ځینې نورې څرګندونې یې د هر افغان د غبرګون غوښتنه کوي».

نوموړي د ماریا سلطان هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې افغانستان به په راتلونکو سیمه‌ییزو بدلونونو کې خپله جغرافیه له لاسه ورکړي او یا دا چې افغان ملي هویت په نامه څه نه‌شته.

عبدالکریم خُرم ویلي، افغانستان یو تاریخي هېواد دی چې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوی او پیاوړی شوی؛ نه داسې یو مصنوعي جوړښت لکه پاکستان چې د سیاسي پرېکړو پربنسټ رامنځته شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان په وروستیو کې د افغانستان پر وړاندې تهاجمي دریځ خپل کړی؛ د پوځي بریدونو، د افغان کډوالو اېستلو او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د «غلا» هڅې یې د همدې سیاست برخه دي.

د نوموړي په وینا؛ د ماریا سلطان تحلیلونه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له دریځونو سرچینه اخلي او د روان تبلیغاتي فشار یوه برخه ده. هغه ادعا کړې، چې د ایران د جګړې له پیل سره پاکستان دغه ډول تبلیغات لازیات کړي دي.

هغه ویلي، پاکستان باید درک کړي چې افغان هویت او افغان ملتپالنه یو تاریخي حقیقت دی او د تکراري تبلیغاتو له لارې نه‌شي له‌منځه تلای. هغه ټینګار وکړ، چې د افغان نوم او هویت په اړه د پاکستان اندېښنه د دغه هېواد د کورنۍ ناامنۍ او بې‌باورۍ څرګندونه کوي.

نوموړي د ماریا سلطان ځینې څرګندونې، په ځانګړي ډول د «سایکس پیکو» تړون او «وستفالیا» معاهدې په اړه، «ناسمې او نامسلکي» وبللې او ویلي یې دي، چې دغه ډول څرګندونې د یوه خپلواک څېړنیز تحلیل پرځای د ورکړل شویو دریځونو تکرار ښکاري.

له دې وړاندې د پاکستان د سویلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ (SSASI) مشرې ماریا سلطان ادعا کړې وه، چې افغانستان په اوسني سیمه‌ییز بدلېدونکي وضعیت کې ښایي خپله «جغرافیه او شته بڼه» له لاسه ورکړي.
هغې له پاکستاني خبریال حسن خان سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې ښایي په راتلونکي کې افغانستان د اوسني جوړښت په څېر یو واحد دولت پاتې نه‌شي.

له تخصصه تر واسطې؛ د طالبانو ادارې د نامسلکي ګومارنو په منګولو کې

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ناورین، اداري کمزورتیا او د عامه خدمتونو له جدي ستونزو سره مخ دی، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم له کندهار پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال اعلان کړی چې د پوهنتون یوشمېر محصلین به دولتي ادارو ته د مامورینو په توګه معرفي شي.

نوموړي ویلي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان به تر ارزونې وروسته په دولتي ادارو کې په دندو وګومارل شي؛ خو د دغه اعلان ترشا د عامو خلکو په منځ کې تر ټولو لویه پوښتنه دا ده، چې د پخوانیو تجربه لرونکو او مسلکي مامورینو برخلیک به څه وي؟
خلک وايي، هغه کسان چې کلونه یې د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې تجربه ترلاسه کړې وه اوس یا له دندو شړل شوي، یا ګوښه شوي او یا هم د داسې کسانو له‌خوا ځای ناستي شوي چې نه مسلکي تجربه لري او نه هم د ادارې له اصولو سره بلد دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان په ګڼو دولتي ادارو کې د پراخو بدلونونو لړۍ پیل شوې ده. سلګونه تجربه لرونکي مامورین له دندو لرې کړای شوي او پر ځای یې د طالبانو غړي، خپلوان، جنګي ملګري او هغه کسان ګومارل شوي چې تر ډېره د «شناخت او وفادارۍ» پربنسټ ټاکل شوي دي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی او پخوانی دولتي مامور چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، اوس د دولت ګڼې ادارې د مسلک پربنسټ نه؛ بلکې د واسطې او اړیکو پر بنسټ اداره کېږي. هغه وايي: «پخوا که څه هم ستونزې ډېرې وې؛ خو بیا هم په ادارو کې متخصص کسان پر دندو بوخت وو. اوس داسې کسان پر څوکيو ناست دي، چې ان د ادارې ابتدایي اصول نه پېژني؛ یوازې ځکه مقرر شوي چې طالبان دي یا د کوم قوماندان خپلوان دي».

د خلکو له نظره؛ د طالبانو په حکومت کې د نامسلکي ګومارنو یوه تر ټولو ډېره یادېدونکې بېلګه د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ده. نیوکه کوونکي وایي، چې د دغه وزارت مشرتابه د مخابراتو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو په برخه کې هیڅ زده‌کړې نه‌لري؛ خو بیا هم د مهمې ادارې مشري ورسپارل شوې ده.

د کندهار پوهنتون یو استاد په دې اړه وایي: «کله چې د مخابراتو په څېر حساس وزارت ته داسې کسان راوستل کېږي، چې له ټېکنالوژۍ سره ابتدایي بلدتیا هم نه‌لري؛ نو له ادارې به څنګه د پرمختګ تمه وشي؟ نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي انقلاب پر لور روانه ده؛ خو دلته لاهم د جنګي سابقې پر اساس وزیران ټاکل کېږي».

هغه زیاتوي، چې د تخصص نشتوالی یوازې په یوه وزارت پورې محدود نه‌دی؛ بلکې د روغتیا، مالیې، پوهنې، ښار جوړونې او نورو ادارو په کچه هم ورته ستونزې شته. خلک شکایت کوي، چې اوس په دولتي ادارو کې د دندې تر ټولو مهم شرط «جنګي سابقه» او طالبانو ته وفاداري ده؛ نه لوړې زده‌کړې او مسلکي وړتیا.

د کندهار پوهنتون یو فارغ شوی ځوان منیر احمد وایي: «موږ کلونه زده‌کړې وکړې؛ خو اوس راته ویل کېږي چې تجربه نه‌لرئ. بل خوا داسې کسان مقررېږي، چې نه پوهنتون پېژني او نه کمپیوټر کارولای شي یوازې ځکه مقرر شوي چې له طالبانو سره یې په جګړه کې برخه لرله».

د اداري چارو یوشمېر شنونکي باور لري، چې د نامسلکي کسانو پراخې ګومارنې د افغانستان د ادارو د فلج کېدو اصلي لامل ګرځېدلې دي. د دوی په وینا؛ په ګڼو ادارو کې د طالبانو د قوماندانانو، وزیرانو او چارواکو خپلوانو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې په دې کار سره د خلکو کارونه ورځ تر بلې له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.

خلک باور لري که د مسلکي کسانو د شړلو او نامسلکي افرادو د ګومارلو لړۍ همداسې روانه پاتې شي؛ نو نه یوازې به اداري نظام لا کمزوری شي، بلکې افغانستان به د علم، تخصص او پرمختګ له نړۍوال کاروان نه نور هم شاته پاتې شي.

ازبکستان او د جاپان همکارۍ ادارې د افغانستان لپاره د ګډو پروژو په اړه خبرې کړې دي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله اېرګاشف د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۷مه) د جایکا ادارې د سویلي اسیا برخې له عمومي مشر تتسویا یامادا سره لیدلي. دواړه خواوو په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا پر ګډو پروژو خبرې کړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې جاپاني لوري د افغانستان په اړه د تاشکند عملي چلند ستایلی او د ترمز ښار د شته زېربناوو اهمیت یې د نړۍوالو بشري او ټولنیزو پروژو د پلي کېدو لپاره یو مناسب مرکز بللی دی.
تتسویا یامادا دارنګه د جایکا د لېوالتیا یادونه کړې، چې غواړي د ترمز له امکاناتو څخه په بېلابېلو برخو لکه ښوونه او روزنه، روغتیا، کرنه، د خصوصي سکتور پراختیا او د نشه‌یي توکو د قاچاق پرضد مبارزه کې ګټه واخلي.

ازبکستان په وروستیو کلونو کې ترمز ښار د افغانستان لپاره د بشري مرستو او لوژستیکي مرکز په توګه پیاوړی کړی دی. دغه ښار له ۲۰۲۲کال راهیسې افغانستان ته د مرستو د لېږد لپاره د نړۍوال ترانسپورتي مرکز په توګه کار کوي او تازه د ملګرو ملتونو د بېړنیو زېرمو شبکې (UNHCR) برخه هم ګرځېدلی دی.

دغه لیدنه د ازبکستان د هغو دوامداره ډیپلوماټیکو هڅو یوه برخه بلل کېږي، چې موخه یې د افغانستان لپاره د نړۍوالو مرستو همغږي کول دي. په وروستیو میاشتو کې عصمت‌الله اېرګاشف د بېلابېلو نړۍوالو ډیپلوماټانو او سازمانونو له استازو سره لیدلي دي؛ څو د عملي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي.

شنونکي وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پراختیایي پروژو پلي کېدل له بندیزونو، د بشري حقونو ستونزو، امنیتي ننګونو او بانکي محدودیتونو سره مخ دي.

د افغان ښځو یو غورځنګ: پر افغان ښځو د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱

د «افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ» د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، هدفي وژنو او د بشري حقونو د پراخې او سیستماتیکې سرغړونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي په غبرګون کې د افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ غړو د کابل په بېلابېلو برخو کې پر دیوالونو د شعارونو پر کښلو خپلې اندېښنې څرګندې کړې. په وروستیو کې د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، وروستیو مستندو راپورونو ښودلې چې په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی او د جنسي ځورونې پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي. دوی زیاتوي، چې د قانون حاکمیت، خپلواک عدلي نظام او د ملاتړو بنسټونو د نشتوالي له امله قربانیان عدالت ته لاسرسی نه‌لري.

په اعلامیه کې د څو وروستیو پېښو یادونه شوې، چې په‌کې په بدخشان کې د ۱۲ کلنې «بي‌بي خدیجې» وژل کېدل، په هرات کې د «سونیا» په نوم د یوې ۲۲ کلنې ښځې سر پرې کېدل، په غور کې د فرزانې وژل کېدل او همدارنګه د بدریې جلالي وژنه شامله ده. دغه غورځنګ وايي، یادې پېښې د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي او د معافیت د کلتور څرګندې بېلګې دي.

د اعلامیې له مخې؛ د طالبانو اوسني سیاستونه لکه له ټولنیزو چارو د ښځو څنډې ته کول، پر زده‌کړو او کار محدودیتونه او د تاوتریخوالي د عاملانو نه محاکمه کول د دغه ناورین د پراخېدو بنسټیز لاملونه دي.

دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو اړوندو ادارو غوښتي، چې په افغانستان کې «جنسیتي توپیر» په رسمیت وپېژني، د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره خپلواک نړۍوال مېکانیزم رامنځته کړي او په افغانستان کې د یوه مشروع، پراخ بنسټه او د خلکو پر ارادې ولاړ د یوه سیاسي نظام ملاتړ وکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې د نړۍوالې ټولنې چوپتیا او بې‌غوري به د بشري ناورین د لا ژورېدو، د تاوتریخوالي د پراخېدو او د جبري کډوالۍ د زیاتېدو لامل شي. د راپورونو له مخې؛ اقتصادي فشارونه، پراخه بې‌کاري، ټولنیز محدودیتونه او حقوقي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي کمښت د دغه تاوتریخوالي د زیاتوالي اصلي لاملونه ښودل شوي دي.