• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د تیلو بیې لا نورې لوړې کړای شوې دي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱

په نړیواله کچه د انرژۍ د بحران سره یو ځای په پاکستان کې د تیلو بيې لا نورې لوړې کړای شوې دي. د دغه هېواد د پټرولیم وزارت د ډیزلو په یوه لیتر کې ۱۵ پاکستانۍ کلدارې او د پټرولو په هر لیتر کې ۱۴،۹۲ پاکستانۍ کلدارې لوړوالی اعلان کړې دی.

د پاکستان د پټرولیم وزارت دغه نوې بيې د جمعې په شپه (د غويي ۱۸مه) اعلان کړې او نن د (شنبې، غويي ۱۹مې) څخه به په ټول پاکستان کې د يو ليتر ډيزل بيه ۴۱۴ روپۍ او ۵۸ پیسې او د یو لیتر پټرول بیه ۴۱۴ روپۍ او ۸۴ پیسې وي.

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ويلي، پاکستان ته د ايران څخه تيل قاچاق کيږي، او تر اسلام اباد پورې پټرول پمپونو کې د ايران تېل په ګرانه بيه پلورل کيږي.

هغه د جمعې په ورځ رسنیو سره خبرو کې وويل، «ايران کې نن هم د پاکستانيو روپو په حساب په اته روپۍ ليتر تيل پلورل کيږي، هغه تيل چې دلته (پاکستان) ته راشي په ۲۲۰ روپۍ پلورل کيږي، دا ډېره لويه لوبه ده او ډېر لوی خلک پکې لاس لري».

هغه زياته کړه، د کوټې په بازارونو کې د ايران هر ډول توکي ترلاسه کيږي، په دې کې خلک په اربونو روپو ګټه کوي.

پاکستان کې هره اوونۍ د پټرول او ډیزلو نوې بيې اعلانيږي. پاکستاني کې حکومتي چارواکي وايي، د تېلو بیې په منځي ختیځ کې د روانې شخړې له امله په نړۍواله کچه لوړېدو سره دلته بيې لوړوي.

د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو وروسته پاکستان څو ځلي د تېلو بیې لوړې او راټيټې کړې او د حکومت دغه چاره د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

•
•
•

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

نور کیسې

سارا اډمز: د داعـ. ـش خراسان بشپړ تشکیلاتي جوړښت لا هم فعال او باثباته پاتې دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د سي‌اې‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، د داعـ. ـش خراسان څانګه د خپل مشرتابه، پوځي، قضایي، تبلیغاتي او مالي جوړښتونو په کچه لا هم په بشپړ ډول فعاله او باثباته ده. د هغې په وینا، پر دغه ډلې کې د طالبانو د عملیاتو له امله د پام وړ ګډوډۍ نه دي رامنځته شوي.

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د داعش خراسان «اصلي حاکمتي جوړښت» په ټولو مهمو برخو کې، لکه مرکزي شورا، نظامي شورا، د فتوا او قضایي شورا، د رسنیو او تبلیغاتو کمیسیون او مالي کمیسیون، لا هم پر خپل ځای او فعال پاتې دی.

هغې لیکلي: «د اووه ورځنۍ ارزونې پر مهال هېڅ دوامداره ګډوډي د طالبانو د عملیاتو له امله نه ده لیدل شوې، یوازې محدود بدلونونه د پاکستاني اقداماتو له امله رامنځته شوي دي.»

سارا اډمز په خپلو ورځنیو ارزونو کې ویلي، د دې ډلې شمېر هم د تېرو میاشتو په اوږدو کې زیات شوی او له شاوخوا ۶ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې وسله‌والو ته رسېدلی، پرته له دې چې نور بهرني جنګیالي په کې شامل شي.

د هغې په وینا، د داعش خراسان د مرکزي شورا مشرتابه په خپل حال پاتې دی او د نظامي شورا جوړښت کې هم یوازې محدود بدلونونه ثبت شوي، چې په کې یو کس د پاکستاني ځواکونو له لوري د نیول کېدو وروسته له دندې لېرې شوی دی.

نوموړې زیاته کړې، د فتوا او قضایي شورا کې هېڅ جوړښتي بدلون نه دی راغلی او د تبلیغاتو برخه کې یوازې د یوې مشرۍ بدلون د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو له امله رامنځته شوی دی.

د مالي چارو په اړه سارا اډمز ویلي، دا برخه هم د عصمت‌الله خالوزي په مشرۍ او د جعفر الخراساني په مرستیالۍ لا هم بشپړه فعاله ده.

هغې په پای کې ټینګار کړی، چې د داعش خراسان ټول تشکیلاتي جوړښتونه په مجموعي ډول عملیاتي ثبات لري او هر هغه ګډوډي چې لیدل شوې، د طالبانو پر ځای د پاکستاني عملیاتو پایله ده.

د جمعيت علمای اسلام سناتور عطاالرحمان: په خيبر پښتونخوا کې خوندي نه يو

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د جمعيت علمای اسلام «ف» ګوند سناتور عطاالرحمان د پاکستان سنا کې وویل، په خيبر پښتونخوا کې «موږ ځانونه خوندي نه ګڼو». هغه د تحريک انصاف ګوند پر ایالتي حکومت نيوکې وکړې، چې «نااهله» دی او د «واکمنۍ حق» یې له لاسه ورکړی دی.

د جمعيت علمای اسلام «ف» ګوند سناتور عطاالرحمان د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) د دغه هېواد په سنا کې وويل: «په رڼا ورځ په چارسده کې مولانا ادريس وويشتل شو. هغه دومره ماهره کسانو ووېشتو، چې په ګاډي کې ناستو څلورو کسانو کې نور ټپيان شوي خو يوازې مولانا ادریس په‌کې ووژل شو».

هغه وويل، د پېښې په بله ورځ «موږ لاريون کولو، خو انتظامیې هڅه کوله چې موږ منع کړي».

هغه زياته کړه، هره اونۍ له داسې خواشينونکو پېښې سره مخ کيږو، «دا هيواد په کوم لور روان کړل شوی دی، موږ په خيبرپښتونخوا کې هره ورځ جنازې اوچتوو او اوس له دغه کار سره اموخته شوي يو».

سناتور عطاالرحمان زیاته کړه: «که زموږ ځواکونه موږ خوندي نه‌شي ساتلی نو بيا دوی اجازه لري چې پر مونږ مسلط پاتې شي»؟

هغه په خيبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف پر حکومت هم نيوکې وکړې، چې په خپله ۱۳ کلنه دوره کې د مصونیت پر امنځته کولو نه‌دی بریالی شوی او په باور یې، یوازنی کار یې دا دی چې پر «فدرالي حکومت» پړه واچوي.

د خیبرپښتونخوا حکومت لا تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

پاکستاني سناتورانو د ښځو پر وړاندې پر روان تاوتريخوالي اندېښنه څرګنده کړې

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱

پاکستاني سناتورانو په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدونکو جرمونو په اړه اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دغو پېښو له عاملینو سره تر نیونې وروسته جدي او قانوني چلند وکړي. په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۷۰ ښځې د ناموسي وژنو په لړ کې وژل شوې دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له‌مخې، په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بحث وروسته له هغې پیل شو، چې د بلوچستان سناتورې نسیمې احسان د سند په ټنډو مستي سيمه کې د ناموسي وژنو په لړ کې د يوې بلې ښځې روبینه چانډیو د وژل کېدو موضوع راپورته کړه.

هغې وويل: «روبینه چانډیو په سند کې ووژل شوه. هغې ته نه جنازه ورکړل شوه او نه هم کفن». د هغې په وینا، یاده ښځه د خلکو په مخ کې په ډزو سره وژل شوې، خو د پېښې د رامنځته کېدو د کره نېټې په تړاو یې څه ونه‌ویل.

نسیمې احسان زیاته کړه: «په دې ظالمانه وژنه کې ښکېل مجرمین باید په عام محضر کې اعدام شي».

سره له دې چې په پاکستان کې د ناموسي وژنو پر وړاندې په ۲۰۱۶ کال داسې قانون تصویب شو، چې پر بنسټ یې، د وارثانو له‌خوا د بښنې اختیار یې لغوه کړی، خو بیا هم «ناموسي وژنې» دوام لري.

د پاکستان د سناتورانو د غونډې مشرې شیري رحمان هم په نننۍ غونډه کې (جمعه د غويي ۱۸مه) دا وضعیت «ډېر ځوروونکی او د نه منلو وړ» وباله. هغې وویل، چې هېواد د «ناموسي وژنو، جنسي تېریو او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د نورو بڼو د خطرناک زیاتوالي» شاهد دی. د دې قضیو زیاتوالی د ژورې اندېښنې وړ دی. موږ نه‌شو کولای اجازه ورکړو چې دا ډول وحشت عادي شي».

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون د راپور له‌مخې، په دغه هېواد کې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ناموسي وژنو په لړ کې لږ تر لږه ۴۷۰ ښځې د خپلو نږدې خپلوانو له‌خوا وژل شوې دي. د کمېسيون په کلني راپور کې دا ستونزه د جنسیت پر بنسټ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي تر څنګ «ژوره او پراخه» بللې ده.

اصف دُرانی: د ټي‌ټي‌پي د بریدونو په اړه د طالبانو چوپتیا د پوښتنې وړ ده

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، که څه هم د مولانا ادریس وژل کېدل د غندنې وړ عمل دی، خو د هغه په وینا افغان طالبانو باید په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) له‌خوا د ملکي وګړو وژنې هم په ښکاره غندلې وای.

دُراني د جمعې په ماښام (د غويي ۱۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه د هغو راپورونو یادونه کړې، چې ګواکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل‌الرحمن سره د شیخ ادریس د وژل کېدو په تړاو خواخوږي ښودلې ده.

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي ویلي، د شیخ ادریس وژنه «یو ناوړه او د غندنې وړ عمل» دی، خو زیاته کړې یې ده، چې پاکستانیان به هغه مهال د طالبانو دریځ ستایلی وای، چې دوی د ټي‌ټي‌پي له‌خوا د بې‌ګناه پاکستانیانو وژنې هم غندلې وای.

اصف دُراني ادعا کړې، چې طالبان د پېښو په غبرګون کې «غوره‌پال چلند» کوي او د ده په وینا، د یوه دیني عالم وژنه ورته د ملکي وګړو تر وژل کېدو مهمه ښکاري.

هغه لیکلي: «دا چاره ښيي چې افغان طالبان له ټي‌ټي‌پي سره نږدې اړیکې لري، ځکه د هغو د بریدونو غندنه نه‌کوي.»

د پاکستان پخواني ځانګړي استازي همداراز له طالبانو غوښتي، چې «په یوه وخت کې له دواړو لورو د ملاتړ سیاست» پای ته ورسوي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي، د تحریک طالبان پاکستان مشران او غړي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې او هغه یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

سراج‌الحق: په پاکستان کې د سود مالي نظام له منځه وړلو پرته پرمختګ ناممکن دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱

د پاکستان جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق ویلي، چې د پاکستان د پور کچه له ۵۵ زره میلیاردو څخه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته لوړه شوې ده. نوموړي ویلي، تر هغو چې د دغه هېواد مالي نظام له سود څخه پاک نه شي، ریښتینی اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج‌الحق د پاکستان د مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د پورونو کچه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته لوړه شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د سودي نظام له منځه وړلو پرته اقتصادي پرمختګ شونی نه دی.
سراج الحق پرخپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د پورونو کچه له ۵۵ زره میلیاردو کلدارو څخه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته رسېدلې ده. د هغه په وینا، د دغه هېواد حکومت هر کال ۸ زره میلیارده کلدارې یوازې د پورونو د سود په پرې کولو لګوي.
د جماعت اسلامي دغه پخواني مشر د سود د کچې د لوړېدو پایلو ته په اشارې سره ویلي، چې په دې برخه کې لږ زیاتوالی هم لوی مالي زیانونه لري. هغه زیاته کړې، چې د سود په کچه کې یوازې یو سلنه زیاتوالی د پاکستان پر اقتصاد ۵۴۰ میلیارده کلدارې اضافي بوج اچوي.
سراج الحق د پاکستان د اوسني مالي او اقتصادي بحران د حل لارې په اړه ټینګار کړی، چې هېواد یې باید د سود د مالي نظام څخه ځان خلاص کړي.

نوموړی په دې باور دی، چې تر څو چې د سود پر بنسټ ولاړ مالي نظام له منځه نه وي تللی، په پاکستان کې به هېڅ ډول ریښتینی اقتصادي پرمختګ رامنځته نه شي.