په بلوچستان کې د درېیو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۹ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي

په بلوچستان ایالت کې د درېیو جلا ټرافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښې د بلوچستان په خضدار، کلات او مراد جمالي سیمو کې شوې دي.
