سهیل اپریدی: تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره یووالي ته اړتیا ده

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د مولانا ادریس وژنه یوه لویه ضایعه ګڼلې او ټينګار یې کړی، چې سولې ته د رسېدو لپاره یووالي ته اړتیا ده. هغه ویلي چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې دیني عالمان، قبایلي مشران، ځوانان او اغېزمن شخصیتونه په پرلهپسې توګه په نښه شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې په قبایلي ټولنه کې دغه وژنې په منظم ډول ترسره شوې او پښتانه له ۲۰۰۲کال راهیسې په پردۍ جګړه کې ښکېل دي. د هغه په وینا؛ خلک په خپلو سیمو کې د تلپاتې سولې او ثبات غوښتونکي دي.
نوموړي ویلي، چې د سولې لپاره مبارزه د یو کس نه؛ بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی. ښاغلي اپريدي ویلي، چې د سولې ټینګښت باید تر ټولو لومړیتوب ولري. نوموړي د شنبې په ورځ هم په پېښور کې یوې قبايلي جرګې ته د وينا پرمهال ویلي و:« که د پوځ په اندازه واک راکړئ په ۱۰۰ورځو کې امن راولم».
سهيل اپريدي د پوځ نوم اخیستلو پرته وويل:« دوی نه غواړي چې امن راولي، ځکه دا ډالري جګړه ده، د دوی جېبونه پهکې ډکېږي. دوی به ولې امن راولي؟ چې امن شو د دوی کار به ختم شي؛ خو موږ به یې راولو».
