د جمعیت علمای اسلام ګوند د مولانا ادریس د وژنې په تړاو د پلټنو په اړه ناخوښي څرګنده کړه

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مولانا ادریس د وژنې په اړه د پولیسو پلټنو له بهیر څخه ناخوښي څرګنده کړه او ویلي یې دي، چې د دریېو ورځو په تېریدو لاهم د یادې پېښې په پلټنه او څېړنه کې کوم پرمختګ نهدی شوی.
