• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نوي وزیر دنده پیل کړه

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند ویلي، چې د یاد وزارت تازه ګومارل شوی وزیر ملا عبدالاحد فضلي د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. نوموړي ژمنه کړې، چې د مخابراتي سکټور د ودې لپاره د مسلکي برخو مسوولینو سره په ګډه کار کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۳مه اعلان وکړ، چې د دې ډلې د فاریاب پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د دغه غیرمسلکي کس ټاکنه د عامو خلکو ترمنځ له توندو نیوکو سره مخ شوه.

عام خلک او نیوکه کوونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په څېر تخنیکي وزارت ته د غیرمسلکي کسانو راتګ د پوښتنې وړ بولي او وايي، د وزیر په توګه ټاکل شوی کس د مخابراتو، ټکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو په برخه کې هېڅ زده‌کړې نه لري.

د کندهار پوهنتون یو استاد په دې اړه وایي: «کله چې د مخابراتو په څېر مهم وزارت ته داسې کسان راوستل کېږي، چې له ټکنالوژۍ سره ابتدایي بلدتیا هم نه‌لري، نو له ادارې څخه به څنګه د پرمختګ تمه وشي؟ نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي انقلاب پر لور روانه ده، خو دلته لاهم د جنګي سابقې پر اساس وزیران ټاکل کېږي».

ځیني افغانان باور لري که د مسلکي کسانو د شړلو او نامسلکي افرادو د ګومارلو لړۍ همداسې روانه پاتې شي؛ نو نه یوازې به اداري نظام لا کمزوری شي، بلکې افغانستان به د علم، تخصص او پرمختګ له نړۍوال کاروان څخه نور هم شاته پاتې شي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان لاریونونه؛ طالبانو په ارګو ولسوالۍ کې د دوو کسانو وژنه تایید کړه

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ تایید کړه، چې د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې له طالبانو سره په شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي. طالبانو ویلي، چې شخړه د ارګو ولسوالۍ د اتن‌جلو په کلي کې د تریاکو د کروندو د له‌منځه وړلو پرمهال د مخالفت له امله رامنځته شوې وه.

د بدخشان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند نن شنبه، د غويي پر ۱۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یو شمېر بزګران او ځايي اوسېدونکي د «مجرمینو او قاچاق وړونکو» له لوري هڅول شوي وو، ترڅو د تریاکو د اړولو مخه ونیسي. د نوموړي په وینا، د دغه تاوتریخوالي په پایله کې د جمعې په ورځ، یو ماشوم او نن شنبه د لاریونونو پر مهال یو بل کس وژل شوی دی.

طالبان ادعا کوي چې په سیمه کې وضعیت اوس عادي دی او حالات یې تر کنټرول لاندې دي

سیمه ایزو سرچینو د شنبې په ورځ، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په اړه د ارګو ولسوالۍ له خلکو سره د طالبانو شخړه لاهم روانه ده.

په ارګو ولسوالۍ کې سیمه ایزو سرچینو وویل، چې دوه سیمه‌یز اوسیدونکي د طالبانو د ډزو له امله وژل شوي دي.

په هغه ویډیو کې چې د افغانستان انټرنیشنل لخوا د ارګو ولسوالۍ څخه ترلاسه شوې، ځایي اوسیدونکي د طالبانو پر ضد لاریون ته دوام ورکوي.

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو لیږلو سره ویلي، چې د طالب ځواکونو او سیمه‌ییزو لاریون کونکو ترمنځ شخړه لاهم روانه ده.

تېر کال هم د بدخشان یو شمیر اوسېدونکو د طالبانو له لوري د تریاکو د اړولو پرضد لاریونونه کړي وو.

په افغانستان کې څه باندې ۱۲ زره کسان په تلسیمیا ناروغۍ اخته دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲۷۶۰ کسان په تلسیمیا ناروغۍ اخته دي. د یادو ناروغانو له ډلې څخه ۶۸۷۳ یې یوازې ښځې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن په کابل کې د تلسیمیا ناروغۍ د عامه پوهاوي په اړه غونډه وکړه.

په یاده غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک امر نیازګل نیازمند ویلي، چې له یاد وزارت اړوند د وینې ملي بانک سره په ټول هېواد کې په تلسیمیا ناروغۍ اخته ۱۲۷۶۰ کسان ثبت دي.

د نوموړي په خبره د یادو ناروغۍ له ډلې څخه ۶۸۷۳ یې یوازې ښځې دي.

تر ډېره ماشومان د دغه ناروغۍ ښکار دي.

د عامې روغتیا وزارت یاد چارواکي ویلي، د ناروغانو د تګ‌راتګ او لګښتونو د راکمولو لپاره هڅه کوي، چې د وینې ملي بانک کې د تلسیمیا څانګه او یو ځانګړی لابراتوار هم جوړ کړي.

نوموړي، پر نړۍوالو، کورنیو او بهرنیو موسسو غږ وکړ، چې د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې په برخه کې خپلې همکارۍ او مرستې زیاتي کړي.

پر همدغه مهال د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین عبدالولي حقاني ویلي، چې د تلسیمیا ناروغانو درملنې ته یې ځانګړې پاملرنه کړي او د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې یې د تلسیمیا په ناروغۍ اخته کسانو درمنلې لپاره یې ځانګړي خدمات چمتو کړي دي.

د ازبکستان یوه لوړپوړي پلاوي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته سفر وکړ

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ازبکستان د دولتي او خصوصي سکټور یو ګډ لوړپوړی پلاوی د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره کابل ته سفر کړی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد پلاوی به له طالب چارواکو سره د لیدنو ترڅنګ په بلخ کې د خپلو تولیداتو یو نندارتون هم پرانیزي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن شنبه د غويي پر ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پلاوي د ازبکستان د قره‌قلپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رییس امان بای اورین‌بایوف په مشرۍ افغانستان ته ورغلی او د دغه سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا او د سوداګرو ترمنځ د نږدې اړیکو جوړول دي.

ټاکل شوې چې یاد پلاوی د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره وګوري او په کابل کې د سوداګرو ترمنځ د اړیکو جوړولو په بېلابېلو غونډو کې ګډون وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ازبکستان دغه پلاوی به له کابل وروسته بلخ ولایت ته هم سفر وکړي. هلته به په سوداګریزو ناستو کې د ګډون ترڅنګ، د ازبکستان د کورنیو تولیداتو یو ځانګړی نندارتون پرانیزي ترڅو په افغانستان کې خپل محصولات ور وپیژني.

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني نظامیانو له لوري پر افغانانو د نظامي او اقتصادي فشارونو زیاتېدو ته په اشارې، له طالبانو وغوښتل چې د وروستیو تړونونو په اړه ولس ته روښانه وضاحت ورکړي. کرزي دغه کړنې د ډیورنډ کرښې ته د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان هڅه بللې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن شنبه، د غويي پر ۱۹مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پر افغانستان د وروستیو تېریو په لړ کې د پاکستان له لوري پر سرحدي کلیو او ولسونو فشارونه ډېر شوي دي. د هغه په وینا، د دغو فشارونو هدف دا دی چې د سیمې خلک اړ شي ترڅو د خپلو امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې د همدې وضعیت په پایله کې په دې وروستیو کې د کرښې د دواړو غاړو د ځینو قومي مشرانو ترمنځ د «امن هوکړې» په نوم اسناد لاسلیک شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې رسمي تایید او هرکلی هم شوی دی.

حامد کرزي دا پرمختګونه د ډیورنډ فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر خلاف عمل بللی دی او ټینګار یې کړی چې مسوول چارواکي باید د یادو انکشافاتو په اړه ولس ته ځواب ووایي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې نورستان او کونړ ولایتونو کې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو په اجازه د دواړو لورو قومي مشرانو ترمنځ تړونونه شوي دي.
دا تړونونه له هغه وروسته وشول، چې پاکستان پر نورستان او کونړ ولایتونو بریدونه وکړل او وروسته قومي مشرانو سره په جرګه شول او تړونونه یې وکړل.

طالبانو له بې‌کیفیته ودانیزو توکو او بېټریو بار دوه محمولې بېرته ایران ته وګرځولې

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې ۱۰ ټنه ودانیزو توکو او د ۱۹۲۵ کیلوګرامه بېټریو دوه محمولې یې له کورنیو معیارونو سره د سمون نه درلودلو له امله له ارزونې او د کیفیت تر کنټرول وروسته د اسلام‌کلا له لارې بېرته ایران ته وګرځولې.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې نن شنبه، د غويي پر ۱۹ نېټه په اېکس کې لیکلي، چې ایران ګرځول شویو توکو کې ۱۰ ټنه نبشي ډوله اوسپنه او ۱۹۲۵ کلیوګرامه بېټرۍ شاملې وي.

یادې ویلي، چې دا پروسه د معیار او کیفیت اداری له‌خوا په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي، چې د هېواد بازارونو ته د بې‌کیفیته توکو د ننوتلو مخنیوی وشي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې په ټینګار سره ویلي، چې په ټولو بندرونو کې داخلي معیارونه پلي کېږي.