• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان او جایکا د افغانستان لپاره د ګډو پراختیايي او بشري پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۱

ازبکستان او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «جایکا» د افغانستان لپاره د ګډو بشري او پراختیايي پروژو د عملي کولو په اړه خبرې کړې دي، چې موخه یې د افغانانو د ژوند د شرایطو ښه کول او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزو سکتورونو ملاتړ بلل شوی دی.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان لپارهعصمت‌الله ارګاشېف د جایکا د جنوبي اسیا له عمومي رییستېڅویا یامادا سره په تاشکند کې لیدنه کړې ده.

په دې خبرو کې دواړو لورو د افغانستان لپاره پر بشري مرستو، د اقتصاد د مهمو برخو د پراختیا او د ټولنیزو زیربناوو د پیاوړتیا پر موضوعاتو تمرکز کړی دی.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «JICA» د افغانستان په اړه د ازبکستان «عمل‌محوره او ثبات‌محوره» تګلاره ستایلې او ویلي یې دي چې د ترمذ ښار زیربناوې کولی شي د نړیوالو بشري او ټولنیزو پروګرامونو لپاره مهم مرکز وګرځي.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د ترمذ ښار د لوژستیکي او همغږۍ مرکز په توګه د کارولو پر امکاناتو هم خبرې کړې، څو د پوهنې، روغتیا، کرنې، خصوصي سکتور او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې په برخو کې پروژې عملي شي.

جاپان همداراز د ترمذ له لارې د افغانستان لپاره د پراختیايي مرستو د اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره د همکاریو د پراخولو لېوالتیا ښودلې ده.

دواړو لورو ټینګار کړی چې دغه نوښتونه کولی شي د افغانانو د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو په ښه والي، د ژوند د کچې په لوړولو او همداراز د منځنۍ او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

انارکلي هنریار: افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له ټولو حقونو محرومې شوې دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د پارلمان پخوانۍ غړېانارکلي هنریار ویلي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له ټولو اساسي فرصتونو او حقونو محرومې شوې دي.

نوموړې په ایکس کې د طالبانو پر حکومت توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي، که اوسني واکمنان نور توان هم درلودای، نو «ښځو ته به یې له هوا د اکسیجن اخیستو اجازه هم نه ورکوله.»

انارکلي هنریار ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې پر ښځو پراخ محدودیتونه لګول شوي، خو افغان ښځې له هېواده بهر بیا هم د خپلو وړتیاوو د ښودلو فرصتونه ترلاسه کوي.

هغې لیکلي: «له هېواده بهر د افغان ښځو لپاره داسې فرصتونه برابر شوي چې هغوی وکولی شي خپل ظرفیتونه نړۍ ته وښيي.»

پخوانۍ پارلماني غړې دغه وضعیت د افغان ښځو لپاره «لویه لاسته راوړنه» بللې او خپلو هېوادوالو ته یې مبارکي ورکړې ده.

د نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو، د ښځو پر کار او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي، هغه اقدامات چې له نړیوالو غبرګونونو او پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.

قطر له امریکا غوښتي چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې پورې افغان کډوال نورو هېوادونو ته واستوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۱

قطر له امریکا غوښتي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان پناه‌غوښتونکي د۲۰۲۶کال د سپټمبر میاشتې پورې نورو هېوادونو ته ولېږدوي او قطر ته د نویو افغان پناه‌غوښتونکو د استولو مخه ونیسي.

نړیوالو رسنیو د جمعې په ورځ، د غویي ۱۸مه، راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپرو شوو ډیپلوماټیکو اسنادو له مخې، قطر او امریکا هوکړه کړې چې د «ایس سیلیه» کمپ کې د افغان پناه‌غوښتونکو حضور به تر ۲۰۲۶کال پورې په موقتي ډول دوام وکړي.

قطر ټینګار کړی چې دا وضعیت باید لنډمهالی پاتې شي او د یاد کمپ د ټولو افغان پناه‌غوښتونکو برخلیک باید ژر تر ژره روښانه شي.

اوس مهال له ۱۱۰۰څخه ډېر افغان وګړي، چې په ۲۰۲۱کال کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته دوحې ته ایستل شوي وو، نږدې په همدې کمپ کې ساتل کېږي.

قطر له واشنګټن څخهغوښتي چې د ټاکل شوې مودې تر پای وروسته د دغو کسانو د لېږد او مېشتېدو مسوولیت پر غاړه واخلي او نور افغان پناه‌غوښتونکي دې دغه هېواد ته نه استوي.

د «ایس سیلیه» کمپ د ۲۰۲۱کال پر مهال د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر وخت د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره د موقتي انتقال او ارزونې مرکز په توګه کارېده.

دا په داسې حال کې ده چې په درېیمو هېوادونو کې د ګڼو افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت لا هم نامعلوم پاتې دی او د هغوی د راتلونکي په اړه اندېښنې دوام لري.

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۷ GMT+۱

دوبۍ کې یوه شخصي کمپنۍ ادعا لري، چې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د ۴ هوايي ډګرونو امنیتي چارې پر غاړه لرلې، خو دغو ۲ کلونو پیسې یې چې ۱۵ میلیونه ډالره کېږي تر اوسه نه‌دي ورکړل شوي. دغه کمپنۍ هڅې کوي چې په یوه سویسي بانک کې د افغانستان له شتمنیو خپله ونډه پیسې ترلاسه کړي.

د الیو ګروپ (Olive Group) چې مرکز یې په دوبۍ کې دی، د هوايي ډګرونو او هوایي چلند امنیتي چارې سمبالوي ادعا لري، چې د جمهوریت په وروستیو کې یعنې په ۲۰۲۰ کال کې د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت له لوري ورسره شوی قرارداد لغوه او له دواطلبۍ پرته یوې بلې کمپنۍ ته په لوړه بیه ورکړ شو.

یادې کمپنۍ د ۲۰۲۳ کال په ۲۸مه د افغانستان له استازي پرته د امریکا په یوې محکمې کې له ۳ سلنې سود سره د ۱۵،۳ میلیونه ډالرو دعوه وګټله او له څه مودې راهیسې هڅه وي، چې په یوه سویسي بانک کې د افغانستان له شتمنیو یادې پیسې ترلاسه کړي، خو یادې امریکایۍ محکمې ویلي، چې په سویس کې د ساتل شویو پیسو په تړاو قضايي واک نه‌لري.

ایاټا (IATA) اداره هغه پیسې چې هوايي شرکتونو د افغانستان له فضا څخه د تېرېدو په بدل کې ورکړې دي، په یوه سویسي بانکي حساب کې ساتي، خو دا پیسې له ترهګرۍ سره د طالبانو د تړاو له امله کنګل شوې دي.

طالبانو په دې وروستیو کې ویلي، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه له تېرېدونکو الوتکو ۷۰۰ ډالره فیس اخلي، خو په دې اړه یې سپیناوی نه‌دی کړی، چې دغه پیسې څنګه او له کوم ادرس څخه ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته طالبانو د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په درېیمه د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف د هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت قرارداد د متحده عربي امارات له ګاک شرکت سره لاس لیک کړی دی.

د لبنان ولسمشر: اسراییل دې اوربند ته درناوی وکړي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د لبنان ولسمشر جوزف عون د اروپایي ټولنې هغه پلاوي ته چې لبنان ته یې سفر کړی و، ویلي چې اروپايي هېوادونه باید پر اسراییل فشار راوړي څو اوربند ته درناوی وکړي.

د این بي سي نیوز د راپور له مخې، عون ویلي اسراییل باید د هغو کلیو د کورونو له «چاودنو او ویجاړولو» ډډه وکړي چې د اسراییل تر اشغال لاندې سیمو کې موقعیت لري.

د لبنان ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې هېواد یې اوربند ته ژمن دی، څو د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي او اوسنی کړکېچ پای ته ورسېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او نړیوالې هڅې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي حل‌لارې د موندلو لپاره دوام لري.

په ایران کې د یوې اوونۍ پر مهال نږدې ۵۰۰ افغان کډوال نیول شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱

د ایران د یزد ولایت پولیسو ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۴۹۹ افغان کډوال نیولي دي. د یزد د امنیې قوماندان احمد نګهبان ویلي، دغه کسان د «ټولنیز امنیت د پیاوړتیا» د طرحې په چوکاټ کې نیول شوي دي.

هغه د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس «مهر» سره په خبرو کې ویلي، نیول شوي کسان د قانوني مراحلو او له هېواده د ایستلو لپاره کمپونو ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو کې، په ایران کې د جګړې له پیل وروسته د افغان کډوالو د ایستلو راپورونه لږ شوي وو، خو اوس د نیونو او ایستلو لړۍ یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې ښکاري.

ایران تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په بې‌سارې توګه چټک کړی و، او دا لړۍ په ځانګړي ډول د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ورځنۍ جګړې وروسته نوره هم چټکه شوه.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، تېر کال له یو میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې په هغوی کې داسې کسان هم شامل وو چې یا په ایران کې زېږېدلي وو او یا یې هلته لسیزې ژوند کړی و.