د کانونو او پټرولیم وزارت خپلو کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې شپږ میاشتنی کورس پیل کړ

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د انګلیسي ژبې یو شپږ میاشتنی ښوونیز پروګرام پرانیست. د یاد وزارت د کارکوونکو چارو رییس احمد ضیا خاکسار وايي، چې په اوسني وخت کې د اداري چارو د پرمخ وړلو لپاره د انګلیسي ژبې زدهکړه یوه جدي اړتیا ده.
