بلوچستان : دوو جلا ټرافیکي پېښو کې د ۱۰ افغانانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي ۱۵ نور ټپيان دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د دالبندین ښار ته نږدې د یوې خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي، چې د پولیسو په وینا ۱۰ تنه یې افغانان دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د دالبندین ښار ته نږدې د یوې خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي، چې د پولیسو په وینا ۱۰ تنه یې افغانان دي.
پېښه د جمعې په ورځ د «ار سي ډي» پر لویه لار هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د فیلډر ډوله موټر ټایر وچاودېد، موټر له کنټروله ووت او له مقابل لوري له یوه باروړونکي موټر سره ټکر شو.
د پولیسو په وینا، په پېښه کې د نوشکي ولسوالۍ یو موټرچلوونکی هم وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
د چاغي ولسوالۍ یوه امنیتي چارواکي ویلي، په موټر کې سپاره ټول افغانان وو او په ناقانونه ډول له افغانستانه پاکستان ته داخل شوي وو. د هغه په وینا، دغو افغانانو غوښتل د پاکستان پنجاب ایالت ته ولاړ شي او هلته کار وکړي.
پولیسو ویلي، د پېښې ټپیان او مړي د دالبندین شهزاده فهد روغتون ته لېږدول شوي دي.
د روغتون چارواکو ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
بلخوا، د بلوچستان د پشین ولسوالۍ د خانوزۍ سیمې په یوه بله ټرافیکي پېښه کې هم څلور کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو باروړونکی زرنج موټر د بریک د خرابېدو له امله کندې ته ولوېد. ویل کېږي، په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.