• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان یوه لوړپوړي پلاوي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته سفر وکړ

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ازبکستان د دولتي او خصوصي سکټور یو ګډ لوړپوړی پلاوی د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره کابل ته سفر کړی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد پلاوی به له طالب چارواکو سره د لیدنو ترڅنګ په بلخ کې د خپلو تولیداتو یو نندارتون هم پرانیزي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن شنبه د غويي پر ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پلاوي د ازبکستان د قره‌قلپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رییس امان بای اورین‌بایوف په مشرۍ افغانستان ته ورغلی او د دغه سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا او د سوداګرو ترمنځ د نږدې اړیکو جوړول دي.

ټاکل شوې چې یاد پلاوی د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره وګوري او په کابل کې د سوداګرو ترمنځ د اړیکو جوړولو په بېلابېلو غونډو کې ګډون وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ازبکستان دغه پلاوی به له کابل وروسته بلخ ولایت ته هم سفر وکړي. هلته به په سوداګریزو ناستو کې د ګډون ترڅنګ، د ازبکستان د کورنیو تولیداتو یو ځانګړی نندارتون پرانیزي ترڅو په افغانستان کې خپل محصولات ور وپیژني.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني نظامیانو له لوري پر افغانانو د نظامي او اقتصادي فشارونو زیاتېدو ته په اشارې، له طالبانو وغوښتل چې د وروستیو تړونونو په اړه ولس ته روښانه وضاحت ورکړي. کرزي دغه کړنې د ډیورنډ کرښې ته د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان هڅه بللې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن شنبه، د غويي پر ۱۹مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پر افغانستان د وروستیو تېریو په لړ کې د پاکستان له لوري پر سرحدي کلیو او ولسونو فشارونه ډېر شوي دي. د هغه په وینا، د دغو فشارونو هدف دا دی چې د سیمې خلک اړ شي ترڅو د خپلو امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې د همدې وضعیت په پایله کې په دې وروستیو کې د کرښې د دواړو غاړو د ځینو قومي مشرانو ترمنځ د «امن هوکړې» په نوم اسناد لاسلیک شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې رسمي تایید او هرکلی هم شوی دی.

حامد کرزي دا پرمختګونه د ډیورنډ فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر خلاف عمل بللی دی او ټینګار یې کړی چې مسوول چارواکي باید د یادو انکشافاتو په اړه ولس ته ځواب ووایي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې نورستان او کونړ ولایتونو کې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو په اجازه د دواړو لورو قومي مشرانو ترمنځ تړونونه شوي دي.
دا تړونونه له هغه وروسته وشول، چې پاکستان پر نورستان او کونړ ولایتونو بریدونه وکړل او وروسته قومي مشرانو سره په جرګه شول او تړونونه یې وکړل.

طالبانو له بې‌کیفیته ودانیزو توکو او بېټریو بار دوه محمولې بېرته ایران ته وګرځولې

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې ۱۰ ټنه ودانیزو توکو او د ۱۹۲۵ کیلوګرامه بېټریو دوه محمولې یې له کورنیو معیارونو سره د سمون نه درلودلو له امله له ارزونې او د کیفیت تر کنټرول وروسته د اسلام‌کلا له لارې بېرته ایران ته وګرځولې.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې نن شنبه، د غويي پر ۱۹ نېټه په اېکس کې لیکلي، چې ایران ګرځول شویو توکو کې ۱۰ ټنه نبشي ډوله اوسپنه او ۱۹۲۵ کلیوګرامه بېټرۍ شاملې وي.

یادې ویلي، چې دا پروسه د معیار او کیفیت اداری له‌خوا په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي، چې د هېواد بازارونو ته د بې‌کیفیته توکو د ننوتلو مخنیوی وشي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې په ټینګار سره ویلي، چې په ټولو بندرونو کې داخلي معیارونه پلي کېږي.

په پکتیا کې د «پکتیا جرګه» په نوم یوې خصوصي راډیو نشرات پیل کړل

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د طالبانو له‌خوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره په ګردیز کې د «پکتیا جرګه» په نوم یوې خصوصي راډیو پر اېف اېم څپو خپل نشران پیل کړل.

د «پکتیا جرګه» راډیو مسولین وايي، چې د نشراتو پیل یوازې دد یوې راديويي څپې اضافه کېدل نه، بلکې د یوې باوري او پوهاوي محوره غږ راڅرګندېدل او د ټولنې د اړتیاوو انعکاسول دي.

د یادې راډیو نشراتو مسول وايي:« دغه راډیو به هره ورځ ۱۸ ساعته بېلابېلې خپرونې وړاندې کوي، چې په دغو خپرونو کې به د اوسنۍ ادارې لاسته راوړنو رسنیز کولو ترڅنګ، دیني، سیاسي، فرهنګي، روغتیايي، ښوونیزې او ټولنیزې خپرونې وړاندې کړي».

د پکتیا جرګه راډیو مسوولان وايي، هڅه کوي، چې د دولس غوښتونو ته په اصولي بڼه انعکاس ورکړي او د رسنیو له لارې د خلکو او مسولینو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي.

پر همدغه مهال په پکتیا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د رسنیو پرراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دي او د یادې راډیو له فعالیت سره، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې دا پنځه راډیو ده، چې په یاد ولایت کې خپل نشرات پیلوي.

یادې خصوصي راډیو پر داسې مهال پر فعالیت پیل کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمه‌ییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدودیتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوي او تړل شوې دي.

طالبان: ننګرهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ۲۵ سلنه بشپړه شوې

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ننګرهار ولایت په شیخ مصري پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې ۲۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژې پاتې چارې به د روان میلادي کال تر پایه بشپړې شي.

د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې لپاره شاوخوا ۲۸ میلیونه امریکايي ډالر د خصوصي سکتور له لوري پانګونه شوې ده. د بشپړېدو وروسته به دا پروژه نږدې ۲۹ زره کورنیو ترڅنګ یو شمېر صنعتي فابریکو ته هم برېښنا برابره کړي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا نورې پروژې هم د پرمختګ په حال کې دي، چې پکې د لغمان ولایت د ۱۰ مېګاواټه پروژه، د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د ۴۰ مېګاواټه پروژه او د لوګر ولایت د ۴۰ مېګاواټه د برېښنا پروژې شاملې دي.

هرات کې د اقتصادي کړکېچ ژوره څپه؛ ځینې اوسېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل پښتورګي پلوري

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ځینې اوسېدونکي د سختې بېوزلۍ او ژور اقتصادي بحران له امله د ژوند د بقا لپاره د خپل بدن غړو، په ځانګړي ډول پښتورګو، پلور ته اړ شوي دي.

دغه سیمه چې اوس د ځینو راپورونو له مخې په غیررسمي ډول د «یو پښتورګي کلي» په نوم هم یادیږي، په ۲۰۲۲ کال کې وروسته له هغه د نړیوالو رسنیو پام ځان ته واړاوه چې څرګنده شوه یو شمېر کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله د بدن غړي پلورلي دي.

سیمه‌ییز اوسېدونکي وايي، د بېکارۍ زیاتوالی، د عاید نشتوالی او د خوړو کمښت هغه اصلي عوامل دي چې خلک یې دې ته اړ کړي څو سختې او ناچارې پرېکړې وکړي.

ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې د خپلو ماشومانو د ژغورنې او د پورونو د ادا کولو لپاره یې د بدن غړي پلورلي دي. د راپورونو له مخې، په ځینو پېښو کې د یو پښتورګي بیه شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ته رسېږي، او دغه بهیر ډېری وخت د غیرقانوني لارو له لارې ترسره کېږي.

که څه هم د افغانستان په قانون کې د انساني غړو پلور منع دی، خو شنونکي وايي د کمزوري نظارت او پراخ اقتصادي سقوط له امله دغه پدیده لا هم په ځینو سیمو کې دوام لري.

هغه کسان چې خپل پښتورګي یې پلورلي، وایي که څه هم لنډمهاله مالي مرسته یې ترلاسه کړې، خو وروسته له جدي روغتیايي ستونزو او دوامداره فزیکي دردونو سره مخ شوي دي.

کارپوهان دا وضعیت د افغانستان د روان اقتصادي او بشري بحران له تر ټولو سختو او بحث‌برانګیزو نښو څخه ګڼي.