• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عوامي نيشنل ګوند:له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د عوامي نيشنل ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې ایالتي مشر میا افتخار حسین په پېښور باچا خان مرکز کې یوې غونډې ته وييل چې افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سوله‌ییزې او سوداګریزې اړیکې د وخت مهمه اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه چې جګړه ستونزې نه حلوي، بلکې نورې یې هم زیاتوي.

د هغه په وینا، له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د جګړې پر ځای د خبرو او سیاسي لارو حل شي.

میا افتخار حسین په خپلو خبرو کې ويلي چې په تېرو پنځو لسیزو کې پښتنې سیمې له جګړو، ناامنۍ او وینې تویېدو سره مخ دي او هره ورځ په خیبر پښتونخوا کې خلک وژل کېږي.

هغه زیاته کړه، که په سیمه کې سوله‌ییزې اړیکې ټینګې شي، نو د پرمختګ او سوکالۍ نوې لارې به پرانیستل شي.

نوموړي زیاته کړې چې ځینې کړۍ په پښتنو سیمو کې ناامني د خپلو ګټو لپاره کاروي او هڅه کوي د سیمې پر طبیعي زیرمو او کانونو واک ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان : دوو جلا ټرافیکي پېښو کې د ۱۰ افغانانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي ۱۵ نور ټپيان دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت د دالبندین ښار ته نږدې د یوې خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي، چې د پولیسو په وینا ۱۰ تنه یې افغانان دي.

پېښه د جمعې په ورځ د «ار سي ډي» پر لویه لار هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د فیلډر ډوله موټر ټایر وچاودېد، موټر له کنټروله ووت او له مقابل لوري له یوه باروړونکي موټر سره ټکر شو.

د پولیسو په وینا، په پېښه کې د نوشکي ولسوالۍ یو موټرچلوونکی هم وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

د چاغي ولسوالۍ یوه امنیتي چارواکي ویلي، په موټر کې سپاره ټول افغانان وو او په ناقانونه ډول له افغانستانه پاکستان ته داخل شوي وو. د هغه په وینا، دغو افغانانو غوښتل د پاکستان پنجاب ایالت ته ولاړ شي او هلته کار وکړي.

پولیسو ویلي، د پېښې ټپیان او مړي د دالبندین شهزاده فهد روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون چارواکو ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

بلخوا، د بلوچستان د پشین ولسوالۍ د خانوزۍ سیمې په یوه بله ټرافیکي پېښه کې هم څلور کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د پولیسو په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو باروړونکی زرنج موټر د بریک د خرابېدو له امله کندې ته ولوېد. ویل کېږي، په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

بلوچستان کې په دوو جلا بریدونو کې د دوه پاکستاني سرتیرو په ګډون څلور کسان وژل شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ او نوشکي ولسوالۍ سیمو کې د جمعې په ورځ په دوو جلا بریدونو کې څلور کسان وژل شوي دي، چې دوه یې پاکستان د پوځ سرتېري وو.

د چارواکو په وینا، د ګوادر کنټاني ساحلي سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د پاکستان د سمندري ساتونکو په یوې د ګزمې کښتۍ ډزې وکړې، چې له امله یې دوه سرتېري ووژل شول. ددغه پېښې بریدګر له سیمې په تښته بریالي شوي.

دا په تېره یوه میاشت کې پر سمندري امنیتي ځواکونو دویم ورته برید دی. تر دې مخکې هم درې سمندر ساتونکي ځواک سرتیري وژل شوي وو، چې مسوولیت یې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې « بي ايل اې » منلی و.

بلخوا، د نوشکي اړوند کلي جمالدیني سیمه کې په یوه دولتي ښوونځي وسله‌والو ډزې کړي، چې له امله یې یو ښوونکی او یو بل کس وژل شوي دي.
پولیس وايي، پېښه ښايي هدفي وژنه وي او وژل شوی کس پخوا له یوې بلوڅې وسله‌والې ډلې سره تړاو درلود

امریکا او ایران ښايي راتلونکې اوونۍ په اسلام‌اباد کې خبرې بیا پیل کړي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د راپورونو له مخې، امریکا او ایران ښايي راتلونکې اوونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې خپلې غیر مستقیمې خبرې بیا پیل کړي. دواړه لوري دا مهال د یوه ۱۴ ماده‌ییز هوکړه‌لیک پر مسودې کار کوي.

وال سټریټ ژورنال د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه سند به د یوې میاشتې احتمالي خبرو اترو چوکاټ وټاکي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د کمېدو لپاره به زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې، په دې مسوده کې د ایران د اټومي پروګرام، د هرمز تنګي د کړکېچ کمول، او د ایران د لوړو بډایه شویو یورانیمو زېرمې بل هېواد ته د لېږدولو احتمال شامل دي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د خبرو د بیا پیل لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم د بندیزونو د نرمولو پر کچې د دواړو لورو ترمنځ مهم اختلافونه موجود دي، چې ښايي د مذاکراتو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

د راپور له مخې، که مذاکرات مثبت پرمختګ وکړي، نو دواړه خواوې به د خبرو موده د لومړنۍ یوې میاشتې لپاره وغځوي.

په پښتونخوا کې د ډرون څرخکې په برید کې ۸ کسان ټپیان شوي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا سويلي ولسوالۍ بنو کې په يو ډرون بريد کې د څلورو ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي. پېښه د جمعې په شپه رامنځته شوې ده.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، پېښه د منډان پوليسو مرکز اړوند سیمه کې رامنځته شوې او په پېښه کې ټپي شوي کسان د بنو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون چارواکو وويل، ټپيانو کې د شپږو او څلورو کالونو عمر لرونکو ماشومانو په ګډون دوه نورې ښځې او څلور تنه نارینه شامل دي.

امنیتي سرچینو وويل، د پېښې وروسته یې سیمه کلابنده کړې او د لټون عمليات یې پيل کړي دي.

په دې وروستيو کې د خيبرپښتونخوا په جنوبي ولسواليو او قبايلي سيمو کې دغه ډول ډرون بريدونه ډیر شوي، او اکثر له پکې عام ملکي وګړي هدف ګرځي.

په پاکستان کې د تیلو بیې لا نورې لوړې کړای شوې دي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۴ GMT+۱

په نړیواله کچه د انرژۍ د بحران سره یو ځای په پاکستان کې د تیلو بيې لا نورې لوړې کړای شوې دي. د دغه هېواد د پټرولیم وزارت د ډیزلو په یوه لیتر کې ۱۵ پاکستانۍ کلدارې او د پټرولو په هر لیتر کې ۱۴،۹۲ پاکستانۍ کلدارې لوړوالی اعلان کړې دی.

د پاکستان د پټرولیم وزارت دغه نوې بيې د جمعې په شپه (د غويي ۱۸مه) اعلان کړې او نن د (شنبې، غويي ۱۹مې) څخه به په ټول پاکستان کې د يو ليتر ډيزل بيه ۴۱۴ روپۍ او ۵۸ پیسې او د یو لیتر پټرول بیه ۴۱۴ روپۍ او ۸۴ پیسې وي.

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ويلي، پاکستان ته د ايران څخه تيل قاچاق کيږي، او تر اسلام اباد پورې پټرول پمپونو کې د ايران تېل په ګرانه بيه پلورل کيږي.

هغه د جمعې په ورځ رسنیو سره خبرو کې وويل، «ايران کې نن هم د پاکستانيو روپو په حساب په اته روپۍ ليتر تيل پلورل کيږي، هغه تيل چې دلته (پاکستان) ته راشي په ۲۲۰ روپۍ پلورل کيږي، دا ډېره لويه لوبه ده او ډېر لوی خلک پکې لاس لري».

هغه زياته کړه، د کوټې په بازارونو کې د ايران هر ډول توکي ترلاسه کيږي، په دې کې خلک په اربونو روپو ګټه کوي.

پاکستان کې هره اوونۍ د پټرول او ډیزلو نوې بيې اعلانيږي. پاکستاني کې حکومتي چارواکي وايي، د تېلو بیې په منځي ختیځ کې د روانې شخړې له امله په نړۍواله کچه لوړېدو سره دلته بيې لوړوي.

د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو وروسته پاکستان څو ځلي د تېلو بیې لوړې او راټيټې کړې او د حکومت دغه چاره د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.