عبدالسلام حنفي له یوه ازبکستاني پلاوي سره د ټرانزیټ او سوداګریزو اړیکو په تړاو خبرې کړي

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ازبکستان د قرهقالپاقستان جمهوریت د پارلمان له رییس امان بای اورینبایف سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.
