په پاریس کې مېشت شنونکي امانویل ګیرن په خپل راپور کې ویلي، د ایران جګړې د نړۍ د انرژۍ په بازارونو کې پراخ بدلونونه راوستي، چې له امله یې د امریکا د تېلو او ګازو شرکتونو عواید زیات شوي او روسیه هم له لوړې عایداتي ګټې برخمنه شوې ده.
د راپور له مخې، یوازې سږ کال د امریکا د انرژۍ شرکتونه شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالر اضافي ګټه ترلاسه کوي او روسیه تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پورې د دولتي عوایدو زیاتوالي احتمال لري.
شنونکی زیاتوي، په ورته وخت کې د نړۍ ډېری اقتصادونه له ورو اقتصادي ودې، لوړ انفلاسیون او د لوړو سودي نرخونو له فشار سره مخ دي.
راپور ټینګار کوي چې د هرمز تنګي کړکېچ د اسیا د انرژۍ پر سخت تړاو رڼا اچولې او اروپا هم له دې وضعیت څخه اغېزمنه شوې ده، یوازې د ایران جګړې له پیل راهیسې اروپايي ټولنې شاوخوا ۲۸ میلیارده ډالر د فوسیل سونګ په وارداتو لګولي دي.
د راپور مهم ټکی دا دی چې د انرژۍ امنیت تعریف بدل شوی دی، اوس یوازې د تېلو او ګازو لاسرسی مهم نه دی، بلکې د برېښنا چټک تولید، د پاکې انرژۍ داخلي ظرفیت او د نوې ټکنالوژۍ کنټرول اساسي رول لري.
شنونکی وايي، چین په دې برخه کې واضح برتري لري، ځکه د دغه هېواد نږدې ۳۰ سلنه انرژي برېښنايي ده، په داسې حال کې چې دا کچه په امریکا او اروپا کې شاوخوا ۲۰ سلنه ده.
راپور زیاتوي چې اروپا که څه هم د اقلیمي بدلونونو او پاکې انرژۍ په برخه کې مهم اهداف لري، خو لا هم د فوسیل سونګ او بهرنیو ټکنالوژیو پر وارداتو متکي ده.
د اروپا د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ هم واضح توپیرونه موجود دي، په هسپانیا کې د بادي او لمر انرژۍ له امله د برېښنا بیې نسبتاً ټيټې دي، خو په ایټالیا کې د ګازو پر بازارونو د زیاتې تکیې له امله د برېښنا بیې لوړې پاتې دي.
راپور دا هم یادوي چې د اروپايي کمېسیون د «چټک برېښنايي بدلون» نوښت د انرژۍ د لګښتونو د کمولو لپاره هڅه ده، خو د کافي مالي سرچینو نشتوالی د دې ستراتیژۍ عملي کېدل له خنډ سره مخ کوي.
شنونکی ټینګار کوي چې چین له لسیزو راهیسې د برېښنايي اقتصاد لپاره یو منظم سیستم جوړ کړی، د مهمو معدني توکو کنټرول یې ترلاسه کړی او د برېښنايي موټرو، بټریو او نوې انرژۍ په بازار کې مخکښ رول لري.
د راپور په پای کې ویل شوي چې اروپا که غواړي په نړیواله سیالۍ کې پاتې شي، باید له مقرراتو او هدف ټاکلو څخه عملي پانګونې او قوي صنعتي سیاست ته لاړه شي، که نه نو د انرژۍ په برخه کې به چین پورې تړلې پاتې شي.