• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کوټه کې امنیتي ګواښونه زیات شوي؛ چارواکي او شنونکي د ناامنۍ تر شا څو اړخیز عوامل یادوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د پاکستان بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې امنیتي وضعیت د تازه راپورونو له مخې ترینګلی شوی او سیمه‌ییز چارواکي وایي یوازې د اپرېل میاشت کې شاوخوا ۱۵۰ امنیتي ګواښونه ثبت شوي دي.

د کوټې د پولیسو مرستیال مشر شوکت عمران د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د دغو ګواښونو له زیاتېدو وروسته په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

نوموړي ویلي، وسله‌وال خپلې تګلارې بدلوي او له همدې امله امنیتي ادارو هم خپل عملیاتي پلانونه اصلاح کړي دي. د هغه په وینا، کوټه د ګڼو امنیتي خطرونو له امله له ځانګړې څارنې لاندې ده او د خلکو د خوندیتوب لپاره اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په تېره میاشت کې په ښار کې ۲۳ د وژنې پېښې هم ثبت شوې دي.

په همدې حال کې، د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ویاند بابر یوسفزی افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: « امنیتي ځواکونه بشپړ چمتووالی لري او که کومه وسله‌واله هڅه وشي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.»

نوموړي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو د احتمالي فعالیتونو په اړه د امنیتي ادارو د اندېښنو یادونه کړې، چې په وینا یې ځینې ډلې د نوو عملیاتو د پلان ادعا هم لري.

بلخوا، د کوټې ښار نامتو ژورنالیست میر هزار خان بلوڅ په خبرو کې وویل چې د ناامنۍ یوه مهمه وجه اقتصادي ستونزې دي. د هغه په وینا: « د ایران او افغانستان له پولو سره سوداګري محدوده شوې، بېکاري زیاته شوې او ځوانان د کار له نشتوالي سره مخ دي، چې له امله یې ځینې د وسله‌والو ډلو لور ته جذبېږي.»

په ورته وخت کې، د امنیتي چارو کارپوه عبدالله خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د بلوچستان ناامني یوازې امنیتي نه، بلکې سیاسي او اداري عوامل هم لري.

هغه زیاتوي چې د اوږدې مودې لپاره د حکومتونو ناپایداري، د سیمه‌ییزو ادارو کمزورتیا او د عامو خلکو د مشارکت نشتوالی د دې کړکېچ بنسټیز عوامل دي.

نوموړي همداراز د نشه‌يي توکو قاچاق او له دې سره تړلي مالي شبکې هم د ناامنۍ په دوام کې مهم عوامل بللي دي.

د هغه په وینا: « د امنیتي عملیاتو له امله په ځینو سیمو کې وسله‌والو ته درانه تلفات اوښتي، او د ځینو ډلو داخلي اختلافونه هم راپورته شوي دي.»

شنونکي وایي، که څه هم امنیتي ځواکونه د وضعیت د کنټرول هڅه کوي، خو د اوږدمهاله ثبات لپاره اقتصادي، سیاسي او اداري اصلاحات اړین ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی: د افغان کډوالو ایستل انساني او قانوني پوښتنې راپورته کوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۹ GMT+۱

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د افغان کډوالو د ایستلو پر تګلارې سختې نیوکې کړې او هغه یې ناعادلانه بللې ده.

نوموړي ویلي، افغان کډوال په داسې حال کې له پاکستانه په زور ایستل شوي چې ډېرو یې کلونه دلته ژوند کړی، ماشومان یې دلته زېږېدلي، په پاکستاني پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې او سوداګرۍ یې لرلې.

اڅکزي زیاته کړې، په پاکستان کې میلیونونه خلک دوه‌ګونی تابعیت لري، خو افغانانو ته دا حق نه دی ورکړل شوی.

هغه ویلي، د پاکستان په قبایلي او غرنیو سیمو کې ډېر خلک اردو ژبه نه شي ویلی، او کله چې د کار لپاره پنجاب ته ځي، د پولیسو له لوري د افغانانو په نوم نیول کېږي.

نوموړي همداراز د افغانستان د تېرو جګړو په اړه ویلي، افغانستان حق لري چې له امریکا، د هغې له متحدینو، پخواني شوروي اتحاد او نورو لورو څخه د جګړو د زیانونو تاوان وغواړي، ځکه د ده په وینا دغو قدرتونو افغانستان سخت زیانمن کړی دی.

په هنګو کې د نښتو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا دهنګو ولسوالۍپولیس چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال د وسله‌والو هغه هڅه شنډه کړې چې غوښتل یې د پاکستان خاورې ته ننوځي.

د پولیسو په وینا، په دغو عملیاتو کې پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې او نورو امنیتي ادارو برخه لرله، او له عملیاتو وروسته ښوونځي، دولتي ودانۍ او غرنیزې سیمې بېرته د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راوستل شوې دي.

چارواکو ویلي، وسله‌والو د مېشتو سیمو پر لور د هاوان مرمۍ توغولې، چې له امله یې شپږ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، بریدګرو خپل وژل شوي او ټپیان له ځان سره وړي او له سیمې تښتېدلي دي.

د پولیسو ددغه ادعاوو په تړاو تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه ندي ویلي.

پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۱.۳۲ میلیارده ډالر پور منظور کړي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د پیسو نړیوال صندوق ویلي، پاکستان ته یې د مالي مرستې د نوي پړاو په ترڅ کې شاوخوا ۱.۳۲ میلیارده امریکايي ډالر پور منظور کړی، چې موخه یې د دغه هېواد د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او له نړیوالو مالي ننګونو سره د مقابلې وړتیا لوړول دي.

د راپورونو له مخې، د پیسو نړیوال صندوق اجرایي بورډ له پاکستان سره د پور د نويو قسطونو پر ورکړه هوکړه کړې ده، چې دا پرېکړه به د دغه هېواد د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره مهم رول ولري.

د پیسو نړیوال صندوق په اعلامیه کې ویل شوي، له دې ټولې اندازې څخه نږدې ۱.۱ میلیارده ډالر د «پراخ مالي اسانتیا پروګرام» له لارې او شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالر د اقلیمي مقاومت او پایدارۍ اړوند پروګرام له لارې پاکستان ته ورکول کېږي.

یاد صندوق زیاته کړې، دغه مالي مرسته د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د ملاتړ او د بهرنیو مالي ننګونو پر وړاندې د زیان‌ د کمولو لپاره ترسره کېږي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د لوړې انفلاسیون، د بهرني پورونو د زیاتوالي او د ارزي فشارونو له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د پیسو نړیوال صندوق مرستې د دغه هېواد د مالي ثبات په برخه کې مهمه سرچینه بلل کېږي.

عوامي نيشنل ګوند:له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د عوامي نيشنل ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې ایالتي مشر میا افتخار حسین په پېښور باچا خان مرکز کې یوې غونډې ته وييل چې افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سوله‌ییزې او سوداګریزې اړیکې د وخت مهمه اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه چې جګړه ستونزې نه حلوي، بلکې نورې یې هم زیاتوي.

د هغه په وینا، له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د جګړې پر ځای د خبرو او سیاسي لارو حل شي.

میا افتخار حسین په خپلو خبرو کې ويلي چې په تېرو پنځو لسیزو کې پښتنې سیمې له جګړو، ناامنۍ او وینې تویېدو سره مخ دي او هره ورځ په خیبر پښتونخوا کې خلک وژل کېږي.

هغه زیاته کړه، که په سیمه کې سوله‌ییزې اړیکې ټینګې شي، نو د پرمختګ او سوکالۍ نوې لارې به پرانیستل شي.

نوموړي زیاته کړې چې ځینې کړۍ په پښتنو سیمو کې ناامني د خپلو ګټو لپاره کاروي او هڅه کوي د سیمې پر طبیعي زیرمو او کانونو واک ترلاسه کړي.

بلوچستان : دوو جلا ټرافیکي پېښو کې د ۱۰ افغانانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي ۱۵ نور ټپيان دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت د دالبندین ښار ته نږدې د یوې خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي، چې د پولیسو په وینا ۱۰ تنه یې افغانان دي.

پېښه د جمعې په ورځ د «ار سي ډي» پر لویه لار هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د فیلډر ډوله موټر ټایر وچاودېد، موټر له کنټروله ووت او له مقابل لوري له یوه باروړونکي موټر سره ټکر شو.

د پولیسو په وینا، په پېښه کې د نوشکي ولسوالۍ یو موټرچلوونکی هم وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

د چاغي ولسوالۍ یوه امنیتي چارواکي ویلي، په موټر کې سپاره ټول افغانان وو او په ناقانونه ډول له افغانستانه پاکستان ته داخل شوي وو. د هغه په وینا، دغو افغانانو غوښتل د پاکستان پنجاب ایالت ته ولاړ شي او هلته کار وکړي.

پولیسو ویلي، د پېښې ټپیان او مړي د دالبندین شهزاده فهد روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون چارواکو ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

بلخوا، د بلوچستان د پشین ولسوالۍ د خانوزۍ سیمې په یوه بله ټرافیکي پېښه کې هم څلور کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د پولیسو په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو باروړونکی زرنج موټر د بریک د خرابېدو له امله کندې ته ولوېد. ویل کېږي، په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.