واحدالله نژند له خپل ارجنټایني سیال څخه ماتې وخوړه

دازادو مبارزو افغان لوبغاړي واحدالله نژند د کرواسیا او افاېنسي سازمان په کوربتوب له خپل ارجنټایني سیال سره مخ شو، خو په لومړیو کې د خپل سیال لهخوا ناک اوټ شو او ورسره لوبه یې بایلوده.

دازادو مبارزو افغان لوبغاړي واحدالله نژند د کرواسیا او افاېنسي سازمان په کوربتوب له خپل ارجنټایني سیال سره مخ شو، خو په لومړیو کې د خپل سیال لهخوا ناک اوټ شو او ورسره لوبه یې بایلوده.
دغه سیالي د ۷۷ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې د نژند او د هغه د ارجنټایني سیال ترمنځ، د افاېنسي سازمان د سیالیو په چوکاټ کې د کرواسیا په کوربهتوب ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې واحدالله نژند تر اوسه په لسو حرفهيي سالیو کې یوازې ۲ بایللې وې، خو سیال یې استاروپولي په ۲۰ سیالیو کې د ۷ ماتې تجربه درلوده.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د چین په رسمي بلنه او د ورزشي ډيپلوماسۍ او کرېکټ ته د پراختیا ورکولو په موخه یې یو تخنیکي پلاوی یاد هېواد ته ولېږه. په دغه پلاوي کې یو روزونکی او څلور لوبغاړي شامل دي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د شنبې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملي روزونکی نورز منګل، او د ملي لوبډلې لوبغاړي قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ یې په چین کې د کرېکټ د پراختیا او تخینکي همکاریو لپاره یاد هېواد ته ولېږل.
په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ رییس نصیب خان له قوله راغلي، چې افغانستان د کرېکټ پراختیا ته ژمن دی او هیله لري چې له چین سره د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ د کرېکټ په ډګر کې هم تجربي شریکې کړي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو لهمخې، افغان پلاوی به په دغه سفر کې په ټولنه کې د کرېکټ پر ښکېلتیا او مثبتې بوختیا خبرې وکړی، په بېلابېلو ورکشاپونو کې به ګډون وکړي او د ورزشي ټکنالوژۍ له نندارتونونو څخه به لیدنې ترڅنګ به افغان لوبغاړی د چین د کرېکټ مسولینو له لوري په یوه تنظیم شوې لوبه کې هم برخه واخلي.
د طالبانو تر چتر لاندې د اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي، کابل کې د اته غوره لوبډلو ترمنځ د پارالمپیک فدراسیون په همکارۍ د ویلچېر باسکټبال سیالۍ پیل شوې دي.
ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سیالۍ د «سره میاشت» په ورزشي جمنازیم کې ترسره کېږي، چې د هرات، فاریاب، بلخ، بدخشان، ننګرهار، پروان، لغمان او کابل ولایتونو څخه پکې شاوخوا ۸۰ لوبغاړي برخه اخلي. ټاکل شوې دغه سیالۍ درې ورځې دوام وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په لومړۍ لوبه کې د کابل ټیم وکولای شول د فاریاب ټیم ته د ۴۹ پر ۳۳ نمرې په توپیر ماتې ورکړي او د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړي.
د سپورټ مسوولین وایي، د دې سیالیو موخه د معلولینو هڅول، د هغوی د سپورتي ګډون پراخول او د ټولنې په سپورتي فعالیتونو کې د هغوی د رول پیاوړتیا ده.
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې رییس احمدالله وثیق وایي، د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) په تازه درجهبندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اوو پوړونو په پرمختګ سره د نړۍ ۲۱م مقام خپل کړی دی.
احمدالله وثیق د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، افغان لوبډلې د ۱۱۹۴،۶۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ له ۲۸م مقام څخه ۲۱م مقام ته پرمختګ کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د اسیا په کچه هم پنځم مقام ته رسېدلې ده.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو او اسیایي سیالیو کې د خپلو ښو لوبو له امله د مینهوالو پام ځان ته اړولی دی.
د افغانستان رزمي لوبغاړی فريد بشارت يو ځل بيا د «يو اېف سي» سياليو ته د چمتووالي په حال کې دی. ټاکل شوې، چې نوموړی به د امريکا له ځواکمن مبارز اټين اوينګ سره مخامخ شي.
دا سيالي به د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۳۰مه، د امريکا د لاسوېګاس ښار کې د «خروس وزن» يا بنټموېټ په کتګورۍ کې ترسره شي.
فريد بشارت، چې د نړۍ د رزمي هنرونو تر ټولو ستر سازمان «يو اېف سي» کې د افغانستان استازولي کوي، اوس ۲۸ کلن دی او تر دې دمه يې ۱۵پرلهپسې برياوې خپلې کړې دي. په دغو برياوو کې شپږ برياوې د «يو اېف سي» په سياليو کې دي او لا یې هم خپله بېماتې مخينه ساتلې ده.
بل لور ته، اټين اوينګ، چې ۲۸ کلن امريکايي مبارز دی، له ۱۰ برياوو او يوازې دوو ماتو سره دې سيالۍ ته داخليږي. نوموړي هم له ۲۰۲۲ کال راهيسې په خپلو ۱۰ پرلهپسې مبارزو کې ماتې نه ده خوړلې او د بشپړ چمتووالي سره به د فريد بشارت پر وړاندې سيالي وکړي.
دا لوبه د فريد بشارت لپاره له تر ټولو په زړه پورې او حساسو مبارزو څخه ګڼل کېږي؛ هغه افغان لوبغاړی چې دا مهال د «يو اېف سي» د غوره ۱۵مبارزينو په نوملړ کې د افغانستان يوازینی استازی بلل کېږي.
په نړۍ کې د کرېکټ د غوره لوبغاړو په تازه ډلبندۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ستوري راشدخان د نړۍ د غوره توپاچوونکي په توګه هم د یو ورځنیو او هم د شل اوریزو سیالیو په کټګورۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.
نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې د ۷۰۵ امتیازونو او په شل اوریزو لوبو کې د ۷۵۳ امتیازونو په ترلاسه کولو یو وار بیا د جدول په سر کې راغلی. د یو ورځنیو سیالیو د توپاچوونکو په ډلبندۍ کې راشدخان له ۷۰۵ امتیازونو سره په لومړي مقام کې دی. له هغه وروسته جوپرا ارچړ له ۶۴۹ امتیازونو سره دویم او د سویلي افریقا لوبغاړی کیشو مهاراج له ۶۴۵ امتیازونو سره درېیم مقام لري.
د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په ډلبندۍ کې بیا راشد خان له ۷۵۳ نمرو سره په سر کې دی. له هغه وروسته د هند لوبغاړی چکروټي د ۷۴۰ امتیازونو په لرولو دویم او د پاکستان لوبغاړی ابرار احمد د ۷۳۶ امتیازونو په لرلو درېيم ځای لري.
د یو ورځنیو سیالیو د توپوهونکو په برخه کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ له ۷۵۶ امتیازونو سره د یادې ډلبندۍ درېیم مقام خپل کړی. په دغه ډلبندۍ کې د نیوزیلینډ ډاریل مېچل له ۸۱۵ امتیازونو سره لومړی او د هند مشهور لوبغاړی ویراټ کوهلي له ۷۹۱ امتیازونو سره دویم مقام خپل کړی دی.