د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو او وسلهوالو ترمنځ نښته روانه ده

د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې له يو نيم ساعت راهیسې د وسلهوالو او ځايي پوليسو ترمنځ نښته روانه ده. تراوسه چارواکو په دغې نښته کې د درېیو پولیسو وژل کېدل تایید کړي دي. د چارواکو په وینا، دغه نښته د یادې ولسوالۍ د فتحخېل پر پوستې له یوه موټر بم برید وروسته پیل شوې ده.
