• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سي‌اېن‌اېن: مجتبی خامنه‌ای د سختو سوځېدنو له امله په انزوا کې تر درملنې لاندې دی

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۱

سي‌اېن‌اېن د امریکا د استخباراتي ارزونو له څو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌ای د سختو سوځېدنو له امله په ځانګړو امنیتي شرایطو کې تر درملنې لاندې دی.

د راپور له مخې، د هغه د بدن یوه برخه، چې مخ، لاس، د بدن پاسنۍ برخه او پښه په کې شامل دي، سخت سوځېدلي او له همدې امله په منزوي حالت کې ساتل کېږي.

سي‌اېن‌اېن ویلي، مجتبی خامنه‌ای دا مهال له هېڅ ډول برېښنايي وسایلو استفاده نه کوي او یوازې د مخامخ لیدنو یا د استازو او قاصدانو له لارې اړیکې نیسي.

د راپور له مخې، امریکايي سرچینې باور لري چې که څه هم ښايي نوموړی د ایران د جګړه‌ییزو او امنیتي ستراتیژیو په جوړولو کې رول ولري، خو د هغه محدود لاسرسی د دې لامل شوی چې د سپاه پاسداران لوړپوړي چارواکي په عملي ډول ورځنۍ چارې اداره کړي.

راپور زیاتوي، تر اوسه هېڅ روښانه نښه نه شته چې وښيي مجتبی خامنه‌ای په مستقیم ډول امرونه صادروي که نه.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان او جایکا د افغانستان لپاره د ګډو پراختیايي او بشري پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۱

ازبکستان او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «جایکا» د افغانستان لپاره د ګډو بشري او پراختیايي پروژو د عملي کولو په اړه خبرې کړې دي، چې موخه یې د افغانانو د ژوند د شرایطو ښه کول او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزو سکتورونو ملاتړ بلل شوی دی.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان لپارهعصمت‌الله ارګاشېف د جایکا د جنوبي اسیا له عمومي رییستېڅویا یامادا سره په تاشکند کې لیدنه کړې ده.

په دې خبرو کې دواړو لورو د افغانستان لپاره پر بشري مرستو، د اقتصاد د مهمو برخو د پراختیا او د ټولنیزو زیربناوو د پیاوړتیا پر موضوعاتو تمرکز کړی دی.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «JICA» د افغانستان په اړه د ازبکستان «عمل‌محوره او ثبات‌محوره» تګلاره ستایلې او ویلي یې دي چې د ترمذ ښار زیربناوې کولی شي د نړیوالو بشري او ټولنیزو پروګرامونو لپاره مهم مرکز وګرځي.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د ترمذ ښار د لوژستیکي او همغږۍ مرکز په توګه د کارولو پر امکاناتو هم خبرې کړې، څو د پوهنې، روغتیا، کرنې، خصوصي سکتور او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې په برخو کې پروژې عملي شي.

جاپان همداراز د ترمذ له لارې د افغانستان لپاره د پراختیايي مرستو د اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره د همکاریو د پراخولو لېوالتیا ښودلې ده.

دواړو لورو ټینګار کړی چې دغه نوښتونه کولی شي د افغانانو د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو په ښه والي، د ژوند د کچې په لوړولو او همداراز د منځنۍ او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

قطر له امریکا غوښتي چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې پورې افغان کډوال نورو هېوادونو ته واستوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۱

قطر له امریکا غوښتي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان پناه‌غوښتونکي د۲۰۲۶کال د سپټمبر میاشتې پورې نورو هېوادونو ته ولېږدوي او قطر ته د نویو افغان پناه‌غوښتونکو د استولو مخه ونیسي.

نړیوالو رسنیو د جمعې په ورځ، د غویي ۱۸مه، راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپرو شوو ډیپلوماټیکو اسنادو له مخې، قطر او امریکا هوکړه کړې چې د «ایس سیلیه» کمپ کې د افغان پناه‌غوښتونکو حضور به تر ۲۰۲۶کال پورې په موقتي ډول دوام وکړي.

قطر ټینګار کړی چې دا وضعیت باید لنډمهالی پاتې شي او د یاد کمپ د ټولو افغان پناه‌غوښتونکو برخلیک باید ژر تر ژره روښانه شي.

اوس مهال له ۱۱۰۰څخه ډېر افغان وګړي، چې په ۲۰۲۱کال کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته دوحې ته ایستل شوي وو، نږدې په همدې کمپ کې ساتل کېږي.

قطر له واشنګټن څخهغوښتي چې د ټاکل شوې مودې تر پای وروسته د دغو کسانو د لېږد او مېشتېدو مسوولیت پر غاړه واخلي او نور افغان پناه‌غوښتونکي دې دغه هېواد ته نه استوي.

د «ایس سیلیه» کمپ د ۲۰۲۱کال پر مهال د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر وخت د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره د موقتي انتقال او ارزونې مرکز په توګه کارېده.

دا په داسې حال کې ده چې په درېیمو هېوادونو کې د ګڼو افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت لا هم نامعلوم پاتې دی او د هغوی د راتلونکي په اړه اندېښنې دوام لري.

د لبنان ولسمشر: اسراییل دې اوربند ته درناوی وکړي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د لبنان ولسمشر جوزف عون د اروپایي ټولنې هغه پلاوي ته چې لبنان ته یې سفر کړی و، ویلي چې اروپايي هېوادونه باید پر اسراییل فشار راوړي څو اوربند ته درناوی وکړي.

د این بي سي نیوز د راپور له مخې، عون ویلي اسراییل باید د هغو کلیو د کورونو له «چاودنو او ویجاړولو» ډډه وکړي چې د اسراییل تر اشغال لاندې سیمو کې موقعیت لري.

د لبنان ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې هېواد یې اوربند ته ژمن دی، څو د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي او اوسنی کړکېچ پای ته ورسېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او نړیوالې هڅې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي حل‌لارې د موندلو لپاره دوام لري.

په ایران کې د یوې اوونۍ پر مهال نږدې ۵۰۰ افغان کډوال نیول شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱

د ایران د یزد ولایت پولیسو ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۴۹۹ افغان کډوال نیولي دي. د یزد د امنیې قوماندان احمد نګهبان ویلي، دغه کسان د «ټولنیز امنیت د پیاوړتیا» د طرحې په چوکاټ کې نیول شوي دي.

هغه د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس «مهر» سره په خبرو کې ویلي، نیول شوي کسان د قانوني مراحلو او له هېواده د ایستلو لپاره کمپونو ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو کې، په ایران کې د جګړې له پیل وروسته د افغان کډوالو د ایستلو راپورونه لږ شوي وو، خو اوس د نیونو او ایستلو لړۍ یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې ښکاري.

ایران تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په بې‌سارې توګه چټک کړی و، او دا لړۍ په ځانګړي ډول د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ورځنۍ جګړې وروسته نوره هم چټکه شوه.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، تېر کال له یو میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې په هغوی کې داسې کسان هم شامل وو چې یا په ایران کې زېږېدلي وو او یا یې هلته لسیزې ژوند کړی و.

سید عباس عراقچي: د امریکا کړنو د ډیپلوماسۍ بهیر ته زیان رسولی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، دامریکا له لوري په فارس خلیج کې «تاوتریخوالی رامنځته کول» او د اوربند نقض د ډیپلوماسۍ بهیر ته زیان رسولی دی.

عراقچي ویلي، د ډیپلوماټیکو هڅو د پرمخ بیولو لپاره اړینه ده چې «غیرقانوني اقدامات» ودرول شي.

بل لور ته، اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې هاکان فیدان له عراقچي سره د دې لپاره اړیکه نیولې وه څو د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو وضعیت و ارزوي.

د اناتولي د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې دواړو وزیرانو د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو مذاکراتو اوسنی پړاو څېړلی دی.

تر اوسه د دغه ټلیفوني خبرې د نورو جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا تماس داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او احتمالي تفاهم لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.