قطر له امریکا غوښتي چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې پورې افغان کډوال نورو هېوادونو ته واستوي
قطر له امریکا غوښتي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان پناهغوښتونکي د۲۰۲۶کال د سپټمبر میاشتې پورې نورو هېوادونو ته ولېږدوي او قطر ته د نویو افغان پناهغوښتونکو د استولو مخه ونیسي.
نړیوالو رسنیو د جمعې په ورځ، د غویي ۱۸مه، راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپرو شوو ډیپلوماټیکو اسنادو له مخې، قطر او امریکا هوکړه کړې چې د «ایس سیلیه» کمپ کې د افغان پناهغوښتونکو حضور به تر ۲۰۲۶کال پورې په موقتي ډول دوام وکړي.
قطر ټینګار کړی چې دا وضعیت باید لنډمهالی پاتې شي او د یاد کمپ د ټولو افغان پناهغوښتونکو برخلیک باید ژر تر ژره روښانه شي.
اوس مهال له ۱۱۰۰څخه ډېر افغان وګړي، چې په ۲۰۲۱کال کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته دوحې ته ایستل شوي وو، نږدې په همدې کمپ کې ساتل کېږي.
قطر له واشنګټن څخهغوښتي چې د ټاکل شوې مودې تر پای وروسته د دغو کسانو د لېږد او مېشتېدو مسوولیت پر غاړه واخلي او نور افغان پناهغوښتونکي دې دغه هېواد ته نه استوي.
د «ایس سیلیه» کمپ د ۲۰۲۱کال پر مهال د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر وخت د افغان پناهغوښتونکو لپاره د موقتي انتقال او ارزونې مرکز په توګه کارېده.
دا په داسې حال کې ده چې په درېیمو هېوادونو کې د ګڼو افغان پناهغوښتونکو وضعیت لا هم نامعلوم پاتې دی او د هغوی د راتلونکي په اړه اندېښنې دوام لري.
د لبنان ولسمشر جوزف عون د اروپایي ټولنې هغه پلاوي ته چې لبنان ته یې سفر کړی و، ویلي چې اروپايي هېوادونه باید پر اسراییل فشار راوړي څو اوربند ته درناوی وکړي.
د این بي سي نیوز د راپور له مخې، عون ویلي اسراییل باید د هغو کلیو د کورونو له «چاودنو او ویجاړولو» ډډه وکړي چې د اسراییل تر اشغال لاندې سیمو کې موقعیت لري.
د لبنان ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې هېواد یې اوربند ته ژمن دی، څو د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي او اوسنی کړکېچ پای ته ورسېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او نړیوالې هڅې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي حللارې د موندلو لپاره دوام لري.
په وروستیو کې، په ایران کې د جګړې له پیل وروسته د افغان کډوالو د ایستلو راپورونه لږ شوي وو، خو اوس د نیونو او ایستلو لړۍ یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې ښکاري.
ایران تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په بېسارې توګه چټک کړی و، او دا لړۍ په ځانګړي ډول د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ورځنۍ جګړې وروسته نوره هم چټکه شوه.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، تېر کال له یو میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې په هغوی کې داسې کسان هم شامل وو چې یا په ایران کې زېږېدلي وو او یا یې هلته لسیزې ژوند کړی و.