کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکو د ناپېژاندو الوتکو د الوتنې او ورپسې د درنو وسلو د ډزو خبر ورکړی دی. درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ښار په ځینو برخو کې د الوتکو غږونه او د طالبانو د هوايي دفاعي ډزو غږونه اورېدل کېږي.
