• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني لومړی وزیر: اروپا د ناټو پیاوړتیا او له ایران سره د جګړې پای ته رسول غواړي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ میرز ویلي، سربېره پر دې چې د ایران جګړې د امریکا او اروپا ترمنځ ځینې اختلافونه را برسېره کړي دي، خو اروپا غواړي د ناټو پوځي اتحاد فعال وساتي. نوموړي ټینګاړ کړی، چې له امریکا سره ګډ هدف یې د ایران د جګړې پای ته رسول دي.

ميرز د سویډن له لومړي وزیر الف کریسټرسن سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: «موږ واقعا غواړو دا اتحاد د راتلونکي لپاره ژوندی وساتو».

هغه زیاته کړه چې د امریکا او اروپا ترمنځ د ځینو توپیرونو سره سره، دواړه لوري یو ګډ هدف لري او هغه د ایران د اټومي وسلو د جوړولو مخنیوی دی.

وروسته له هغه چې ميرز تېره میاشت ویلي وو چې ایران امریکا «ذلیله» کوي، ولسمشر ټرمپ په غبرګون کې له جرمني څخه د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو امر وکړ او د ټوماهاک توغندیو ځای پر ځای کول یې لغوه کړل. ميرز په دې اړه وویل چې اصلي مسله د سرتېرو شمېر نه، بلکې د هدف یووالی دی او دا د امریکا په ګټه ده چې په ناټو کې یو پیاوړی اروپایي اړخ ولري.

ميرز همداراز د روسیې ګواښ ته په اشارې وویل، چې مسکو د اروپا لپاره یو «نږدې خطر» دی او اروپایي هېوادونه د خپلو پوځي ځواکونو پر بیا رغولو ملیارډونه ډالر مصرفوي.

خو د ډونالډ ټرمپ د ادارې او اروپایي متحدینو ترمنځ کړکېچ د ناټو د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. دا ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه چې جرمني او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو د فبروري په پای کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د پیل شوې جګړې له ملاتړ څخه ډډه وکړه.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

نړیوال تحلیل: اروپا د برېښنايي اقتصاد په سیالۍ کې له چین وروسته پاتې ده

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۱

د نوي نړیوال تحلیل له مخې، اروپا د انرژۍ د امنیت په بدلېدونکې نړیواله سیالۍ کې له چین سره د پام وړ شاته پاتې شوې ده، په داسې حال کې چې د انرژۍ نړیوال کړکېچ او د فوسیل سونګ پر بازارونو فشار د نړۍ اقتصادي توازن په چټکۍ سره بدلوي.

په پاریس کې مېشت شنونکي امانویل ګیرن په خپل راپور کې ویلي، د ایران جګړې د نړۍ د انرژۍ په بازارونو کې پراخ بدلونونه راوستي، چې له امله یې د امریکا د تېلو او ګازو شرکتونو عواید زیات شوي او روسیه هم له لوړې عایداتي ګټې برخمنه شوې ده.

د راپور له مخې، یوازې سږ کال د امریکا د انرژۍ شرکتونه شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالر اضافي ګټه ترلاسه کوي او روسیه تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پورې د دولتي عوایدو زیاتوالي احتمال لري.

شنونکی زیاتوي، په ورته وخت کې د نړۍ ډېری اقتصادونه له ورو اقتصادي ودې، لوړ انفلاسیون او د لوړو سودي نرخونو له فشار سره مخ دي.

راپور ټینګار کوي چې د هرمز تنګي کړکېچ د اسیا د انرژۍ پر سخت تړاو رڼا اچولې او اروپا هم له دې وضعیت څخه اغېزمنه شوې ده، یوازې د ایران جګړې له پیل راهیسې اروپايي ټولنې شاوخوا ۲۸ میلیارده ډالر د فوسیل سونګ په وارداتو لګولي دي.

د راپور مهم ټکی دا دی چې د انرژۍ امنیت تعریف بدل شوی دی، اوس یوازې د تېلو او ګازو لاسرسی مهم نه دی، بلکې د برېښنا چټک تولید، د پاکې انرژۍ داخلي ظرفیت او د نوې ټکنالوژۍ کنټرول اساسي رول لري.

شنونکی وايي، چین په دې برخه کې واضح برتري لري، ځکه د دغه هېواد نږدې ۳۰ سلنه انرژي برېښنايي ده، په داسې حال کې چې دا کچه په امریکا او اروپا کې شاوخوا ۲۰ سلنه ده.

راپور زیاتوي چې اروپا که څه هم د اقلیمي بدلونونو او پاکې انرژۍ په برخه کې مهم اهداف لري، خو لا هم د فوسیل سونګ او بهرنیو ټکنالوژیو پر وارداتو متکي ده.

د اروپا د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ هم واضح توپیرونه موجود دي، په هسپانیا کې د بادي او لمر انرژۍ له امله د برېښنا بیې نسبتاً ټيټې دي، خو په ایټالیا کې د ګازو پر بازارونو د زیاتې تکیې له امله د برېښنا بیې لوړې پاتې دي.

راپور دا هم یادوي چې د اروپايي کمېسیون د «چټک برېښنايي بدلون» نوښت د انرژۍ د لګښتونو د کمولو لپاره هڅه ده، خو د کافي مالي سرچینو نشتوالی د دې ستراتیژۍ عملي کېدل له خنډ سره مخ کوي.

شنونکی ټینګار کوي چې چین له لسیزو راهیسې د برېښنايي اقتصاد لپاره یو منظم سیستم جوړ کړی، د مهمو معدني توکو کنټرول یې ترلاسه کړی او د برېښنايي موټرو، بټریو او نوې انرژۍ په بازار کې مخکښ رول لري.

د راپور په پای کې ویل شوي چې اروپا که غواړي په نړیواله سیالۍ کې پاتې شي، باید له مقرراتو او هدف ټاکلو څخه عملي پانګونې او قوي صنعتي سیاست ته لاړه شي، که نه نو د انرژۍ په برخه کې به چین پورې تړلې پاتې شي.

سي‌اېن‌اېن: مجتبی خامنه‌ای د سختو سوځېدنو له امله په انزوا کې تر درملنې لاندې دی

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۱

سي‌اېن‌اېن د امریکا د استخباراتي ارزونو له څو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌ای د سختو سوځېدنو له امله په ځانګړو امنیتي شرایطو کې تر درملنې لاندې دی.

د راپور له مخې، د هغه د بدن یوه برخه، چې مخ، لاس، د بدن پاسنۍ برخه او پښه په کې شامل دي، سخت سوځېدلي او له همدې امله په منزوي حالت کې ساتل کېږي.

سي‌اېن‌اېن ویلي، مجتبی خامنه‌ای دا مهال له هېڅ ډول برېښنايي وسایلو استفاده نه کوي او یوازې د مخامخ لیدنو یا د استازو او قاصدانو له لارې اړیکې نیسي.

د راپور له مخې، امریکايي سرچینې باور لري چې که څه هم ښايي نوموړی د ایران د جګړه‌ییزو او امنیتي ستراتیژیو په جوړولو کې رول ولري، خو د هغه محدود لاسرسی د دې لامل شوی چې د سپاه پاسداران لوړپوړي چارواکي په عملي ډول ورځنۍ چارې اداره کړي.

راپور زیاتوي، تر اوسه هېڅ روښانه نښه نه شته چې وښيي مجتبی خامنه‌ای په مستقیم ډول امرونه صادروي که نه.

ازبکستان او جایکا د افغانستان لپاره د ګډو پراختیايي او بشري پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۱

ازبکستان او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «جایکا» د افغانستان لپاره د ګډو بشري او پراختیايي پروژو د عملي کولو په اړه خبرې کړې دي، چې موخه یې د افغانانو د ژوند د شرایطو ښه کول او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزو سکتورونو ملاتړ بلل شوی دی.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان لپارهعصمت‌الله ارګاشېف د جایکا د جنوبي اسیا له عمومي رییستېڅویا یامادا سره په تاشکند کې لیدنه کړې ده.

په دې خبرو کې دواړو لورو د افغانستان لپاره پر بشري مرستو، د اقتصاد د مهمو برخو د پراختیا او د ټولنیزو زیربناوو د پیاوړتیا پر موضوعاتو تمرکز کړی دی.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «JICA» د افغانستان په اړه د ازبکستان «عمل‌محوره او ثبات‌محوره» تګلاره ستایلې او ویلي یې دي چې د ترمذ ښار زیربناوې کولی شي د نړیوالو بشري او ټولنیزو پروګرامونو لپاره مهم مرکز وګرځي.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د ترمذ ښار د لوژستیکي او همغږۍ مرکز په توګه د کارولو پر امکاناتو هم خبرې کړې، څو د پوهنې، روغتیا، کرنې، خصوصي سکتور او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې په برخو کې پروژې عملي شي.

جاپان همداراز د ترمذ له لارې د افغانستان لپاره د پراختیايي مرستو د اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره د همکاریو د پراخولو لېوالتیا ښودلې ده.

دواړو لورو ټینګار کړی چې دغه نوښتونه کولی شي د افغانانو د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو په ښه والي، د ژوند د کچې په لوړولو او همداراز د منځنۍ او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

قطر له امریکا غوښتي چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې پورې افغان کډوال نورو هېوادونو ته واستوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۱

قطر له امریکا غوښتي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان پناه‌غوښتونکي د۲۰۲۶کال د سپټمبر میاشتې پورې نورو هېوادونو ته ولېږدوي او قطر ته د نویو افغان پناه‌غوښتونکو د استولو مخه ونیسي.

نړیوالو رسنیو د جمعې په ورځ، د غویي ۱۸مه، راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپرو شوو ډیپلوماټیکو اسنادو له مخې، قطر او امریکا هوکړه کړې چې د «ایس سیلیه» کمپ کې د افغان پناه‌غوښتونکو حضور به تر ۲۰۲۶کال پورې په موقتي ډول دوام وکړي.

قطر ټینګار کړی چې دا وضعیت باید لنډمهالی پاتې شي او د یاد کمپ د ټولو افغان پناه‌غوښتونکو برخلیک باید ژر تر ژره روښانه شي.

اوس مهال له ۱۱۰۰څخه ډېر افغان وګړي، چې په ۲۰۲۱کال کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته دوحې ته ایستل شوي وو، نږدې په همدې کمپ کې ساتل کېږي.

قطر له واشنګټن څخهغوښتي چې د ټاکل شوې مودې تر پای وروسته د دغو کسانو د لېږد او مېشتېدو مسوولیت پر غاړه واخلي او نور افغان پناه‌غوښتونکي دې دغه هېواد ته نه استوي.

د «ایس سیلیه» کمپ د ۲۰۲۱کال پر مهال د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر وخت د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره د موقتي انتقال او ارزونې مرکز په توګه کارېده.

دا په داسې حال کې ده چې په درېیمو هېوادونو کې د ګڼو افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت لا هم نامعلوم پاتې دی او د هغوی د راتلونکي په اړه اندېښنې دوام لري.

د لبنان ولسمشر: اسراییل دې اوربند ته درناوی وکړي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د لبنان ولسمشر جوزف عون د اروپایي ټولنې هغه پلاوي ته چې لبنان ته یې سفر کړی و، ویلي چې اروپايي هېوادونه باید پر اسراییل فشار راوړي څو اوربند ته درناوی وکړي.

د این بي سي نیوز د راپور له مخې، عون ویلي اسراییل باید د هغو کلیو د کورونو له «چاودنو او ویجاړولو» ډډه وکړي چې د اسراییل تر اشغال لاندې سیمو کې موقعیت لري.

د لبنان ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې هېواد یې اوربند ته ژمن دی، څو د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي او اوسنی کړکېچ پای ته ورسېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او نړیوالې هڅې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي حل‌لارې د موندلو لپاره دوام لري.