جین شاهین د جمعې په ورځ (د غویي ۱۸مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په استول شوي لیک کې، په قطر کې د افغان کډوالو د کمپ د احتمالي تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دې امریکايي سناتورې د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې له هغو افغانانو سره خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی دی. هغې ټینګار کړی، چې واشنګټن باید ارزول شوي کسان د کډوالو د منلو پروګرام یا بشري اجازې له لارې امریکا ته ولېږدوي.
مېرمن شاهین خبرداری ورکړی، چې د دغو کسانو او د هغوی د کورنیو پرېښودل د امریکا د ژمنو ماتول دي او دا کار به د واشنګټن او د هغه د متحدانو ترمنځ راتلونکی باور کمزوری کړي.
د مېرمن شاهین د لیک له مخې، په قطر کې د السیلیه کمپ د څه باندې ۱۱۰۰ افغان متحدانو د اوسېدو ځای دی، چې شاوخوا ۸۰۰ کسان یې امریکا ته د لېږد شرایط پوره کړي دي. د دغو کډوالو نیمایي یې ښځې او ماشومان دي. همدارنګه شاوخوا ۱۵۰ کسان یې د امریکا د دفاع وزارت د کارکوونکو د کورنیو غړي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر ښځینه افسرانې دي.
مېرمن شاهین ټینګار کړی، که درېیمو هېوادونو ته د مېشتېدو پروګرام ناکام شي او دا کسان افغانستان ته وشړل شي، نو له جدي طالباني تعقیب سره به مخ شي.
هغې همدارنګه پر دې هم نیوکه کړې، چې د ټرمپ حکومت سپینپوستو سویلي افریقايي کډوالو ته لومړیتوب ورکړی، په داسې حال کې چې د هغې په وینا، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو هغوی د بېړنۍ پناه غوښتنې مستحق نهدي بللي.
د افغان کډوالو د لېږد ملاتړي وایي، چې د قطر د السیلیه کمپ څخه د افغانانو اېستل د هغوی ژوند له خطر سره مخ کولی شي.
تر دې وړاندې هم له سلو زیاتو بنسټونو او ۶۰۰ پخوانیو امریکايي ملکي او پوځي چارواکو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي وو، چې له قطر څخه کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد طرحه لغوه کړي.