په پکتیا کې د «پکتیا جرګه» په نوم یوې خصوصي راډیو نشرات پیل کړل

د طالبانو لهخوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره په ګردیز کې د «پکتیا جرګه» په نوم یوې خصوصي راډیو پر اېف اېم څپو خپل نشران پیل کړل.

د طالبانو لهخوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره په ګردیز کې د «پکتیا جرګه» په نوم یوې خصوصي راډیو پر اېف اېم څپو خپل نشران پیل کړل.
د «پکتیا جرګه» راډیو مسولین وايي، چې د نشراتو پیل یوازې دد یوې راديويي څپې اضافه کېدل نه، بلکې د یوې باوري او پوهاوي محوره غږ راڅرګندېدل او د ټولنې د اړتیاوو انعکاسول دي.
د یادې راډیو نشراتو مسول وايي:« دغه راډیو به هره ورځ ۱۸ ساعته بېلابېلې خپرونې وړاندې کوي، چې په دغو خپرونو کې به د اوسنۍ ادارې لاسته راوړنو رسنیز کولو ترڅنګ، دیني، سیاسي، فرهنګي، روغتیايي، ښوونیزې او ټولنیزې خپرونې وړاندې کړي».
د پکتیا جرګه راډیو مسوولان وايي، هڅه کوي، چې د دولس غوښتونو ته په اصولي بڼه انعکاس ورکړي او د رسنیو له لارې د خلکو او مسولینو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي.
پر همدغه مهال په پکتیا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د رسنیو پرراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دي او د یادې راډیو له فعالیت سره، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې دا پنځه راډیو ده، چې په یاد ولایت کې خپل نشرات پیلوي.
یادې خصوصي راډیو پر داسې مهال پر فعالیت پیل کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمهییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدودیتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوي او تړل شوې دي.